د عيسى علیه السلام نسب

د عيسى علیه السلام نسب

عيسى علیه السلام  دمريمي رضی الله عنها زوى دئ او دبني اسرائيلو تر ټولو وروستى پيغمبر دئ نوم يې عيسى  علیه السلام  دئ لقب يې مسيح علیه السلام  دئ او کنيه نوم يې ابن مريم علیه السلام  دئ يعني دمريمي زوى دده نسبت خپلي مور مريمي دعمران لور ته کيږي ځکه دى ودنيا ته دپلار پرته راغلى دئ، په عبري ژبه کي دى په يشوع سره ياد سوى دئ يعني مخلص او په انجيل کي په يسوع سره ياد سوى دئ يعني دشين په عوض سين ورکړل سوى دئ.
عيسى علیه السلام  دالله جل جلاله  بنده دئ ، دالله جل جلاله  له خوا استول سوى پيغمبر دئ او کلمة دالله جل جلاله  دئ ، عيسى علیه السلام  مريمي رضی الله عنها ته چي پاک لمني او پېغله وه ورکړل سوى دئ الله جل جلاله  دمريمي رضی الله عنها په اړه فرمايي:
وَصَدَّقَتْ بِكَلِمَاتِ رَبِّهَا وَكُتُبِهِ وَكَانَتْ مِنَ الْقَانِتِينَ (12) (سورة تحريم الاية ١٢)
ژباړه : مريمي رضی الله عنها دالله جل جلاله  پر کلماتو او کتابونو باندي تصديق کړى وو او دا دقانتينو څخه وه.

په انجيل کې د عيسى علیه السلام نسب

کله چي دعيسى علیه السلام  نسب ذکر کيږي  نصارا ديوسف نجار ذکر هم کوي ځکه ددوى په اند عيسى علیه السلام  ديوسف نجار زوى دئ دليل يې داښيي چي يوسف نجار مريمي رضی الله عنها هغه وخت غوښتى وو چي ددې مبارکي په نس عيسى علیه السلام  نه وو خو کله چي مريمه رضی الله عنها حامله سوه نو يوسف نجار په خوب کي په دې امرسو چي دى دي په خپل حفاظت کي وساتي او دځان نژدېکت دي نه مشهوروي.يوسف نجار يو صالح يهودى وو په دې اړه انجيل متي پوره څرګندونه کړې ده کله چي مريمي رضی الله عنها دده غوښتنه وکړه ده يې دغوښتني په پوره کولو اقدام وکړ،البته بيا يې نکاح سره ونه کړه . په دغه زمانه کي رواج داسي چي کله به يوې نجلۍ ديوه هلک سره واده کول غوښتل نو لومړى به يې دهغه هلک دپلار څخه دده غوښتنه وکړه بيا به دغه هلک او نجلۍ سره ګرځېدل او اوسېدل به نکاح به نه يې کول څو دوى يو دبله په خوى او طبيعت سره پوه سي دڅه وخت ترتېرېدو وروسته که به ددوى طبيعتونه سره ولګېدل نو نکاح به يې سره وکړه او که به يې طبيعتونه سره برابر نه سوه نو نکاح به يې نه سره کول.
برنابا انجيل ليکي : مريمي هغه وخت لا ديوسف نجار رسره په پورتني ډول خوښاوه چي دحمل احساس يې نه وو کړى.
دسيدمسيح علیه السلام  نسب ددوو انجيلو پرته چي يو يې لوقا دئ اوبل يې متي دئ په بل کي انجيل دده علیه السلام  نسب نه دئ بيان سوى . ددغه دوو انجيلو پرته بل انجيل کوم بيان نه دئ کړى ددې دوو انجيلو ترمنځ همداسي اختلاف په پورتنۍ موضوع کي چي توافق يې شونى نه دئ داټولي خبري ددې شاهدي ورکوي چي اهل کتاب دڅيړني پرته هر څه ليکلي بلکي ددوى مشرانو چي هرڅه دوى ته ويلي وي هغه ليکي او قرآن په څرګند ډول فرمايلي دي چي اهل کتابو په خپلو کتابو کي څرګنده لاس وهنه او تحريف کړى دئ. په هرصورت دلوقا او متي انجيلونو ترمنځ چي دعيسى علیه السلام  په نسب کي کوم توپيرونه او اختلافات موجود دي په لنډ ډول نظر پر اچوو چي تعارض يې ښه څرګند سي:

په لوقا انجيل کې د عيسى علیه السلام نسب

عيسى علیه السلام  ديوسف نجار زوى دئ ، يوسف نجار د هالي زوى دئ ، هالي دلاوي زوى دئ ، لاوي دملکي زوى دئ ، دملکي نسب يهودا ته رسيږي چي ديعقوب علیه السلام  زوى ، يعقوب علیه السلام  بيا داسحاق علیه السلام  زوى دئ او اسحاق علیه السلام  دابراهيم علیه السلام  زوى دئ.

په متي انجيل کې د عيسى علیه السلام نسب

يسوع (عيسى علیه السلام ) ديوسف نجار زوى دئ ، دى بيا ديعقوب زوى ، دى بيا متان زوى ، دى بيا اليعازر زوى دئ …….. بالاخره دنسب سلسله يې يهودا ته رسيږي چي ديعقوب علیه السلام  زوى ، يعقوب علیه السلام  بيا داسحاق علیه السلام  زوى دئ او اسحاق علیه السلام  دابراهيم علیه السلام  زوى دئ.که سلسله داول څخه تر اخره پوري پوره بيان کړو نو بيخي زيات اختلافات  به په دغه دوو انجيلو کي مشاهده کړو:
لوقا انجيل وايي : يوسف دهالي زوى وو
متي انجيل وايي : يوسف ديعقوب زوى وو
لوقا انجيل وايي : يوسف داناثان داولادې څخه وو چي دداود زوى وو .
متي انجيل وايي : دسليمان داولادې څخه وو چي دادود علیه السلام  زوى دئ.
لوقا انجيل وايي : دمسيح علیه السلام  پلرونه او نېکګان پاچهان او مشهور خلګ نه وه.
متي انجيل وايي : چي دمسيح علیه السلام  پلرونه او نېکګان پاچهان او مشهور خلګ وه.
لوقا انجيل وايي:  چي دمسيح او داود ترمنځ ٤١ نسله وه .
متي انجيل وايي :دمسيح او داود ترمنځ ١٦ نسله وه.
زه نه پوهېږم چي داډول ټکرونه په يوه سپېڅلي کتاب کي څنګه سره برابر کړم داممکنه ده چي دادي يو سپېڅلي کتاب وي او په خپل منځ کي دي دومره ټکر سره ولري سره ددې چي پردې کتاب باندي په ميلنونو نصارا ايمان لري . بله چاره نسته پرته له  دې چي ووايو : دايوازي هغه تحريفات او لاس وهني دي چي داسلام دښمنانو او هغو کسانو چي داسلام سره ضد لري دهغوى لخوا سوي دي او قرآن هم ددې خبري تائيد کړى دئ.

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب