د غسل فرضونه

د غسل فرضونه کوم دي؟

په غسل کې درې فرضونه دي:

۱-خوله مینځل

۲-د پوزې مینځل

۳-ټول بدن مینځل

په حدیث کي راځي : عَنْ أَبِى هُرَيْرَةَ عَنِ النَّبِىِّ – صلى الله عليه وسلم – قَالَ « إِذَا جَلَسَ احدکم بَيْنَ شُعَبِهَا الأَرْبَعِ ثُمَّ جَهَدَهَا ، فَقَدْ وَجَبَ الْغَسْلُ »بخاري،مرقاة ۱ ص ۱۲۳

له ابوهریره رضی الله عنه څخه روایت دی چي رسول صلی الله علیه وسلم وایي : کله چي له تاسي څخه یو څوک له مېرمن سره کوروالی وکړي،نو غسل پرې واجبیږي .

په یو بل حدیث کي د جنب په اړه داسي راغلي دي :

عن عائشة قالت  : سئل رسول الله صلى الله عليه و سلم عن الرجل يجد البلل ولا يذكر احتلاما قال ” يغتسل ” وعن الرجل يرى أنه قد احتلم ولا يجد البلل قال ” لا غسل عليه ” فقالت أم سليم المرأة ترى ذلك أعليها غسل ؟ قال ” نعم إنما النساء شقائق الرجال ” .

عایشه رضی الله عنها وایي چي له رسول صلی الله علیه وسلم څخه د هغه سړي په اړه وپوښتل شو چي لوندوالی وویني خو احتلام ورته یاد نه وي،رسول صلی الله علیه وسلم ورته وویل : چي غسل پرې ضروري دی،او د هغه سړي په اړه ترې وپوښتل شو چي احتلام ورته شوی خو لوندوالی ونه ویني دداسي سړي په اړه محمد صلی الله علیه وسلم وویل چي غسل پرې نشته،ام سلیم ورته وویل که چیري مېرمن دغه څه وویني آیا غسل پرې شته؟محمد صلی الله علیه وسلم ورته وویل : چي هو مېرمني هم د سړیو په څېر دي .

مسئله : د جمعې په ورځ غسل کول سنت دی .

په حدیث کې راغلي : عن عبد الله بن عمر رضي الله عنهما أن رسول الله صلى الله عليه و سلم قال: (إذا جاء أحدكم الجمعة فليغتسل).

له عبد الله بن عمر رضی الله عنهما څخه روایت دی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وایي :کله چي له تاسې څخه یو څوک د جمعې د لمانځه ته د راتګ تکل وکړي،نو هغه ته پکارده چي غسل وکړي .

[irp][irp][irp]

عن ابی هریرة قال : قال رسول الله صلی الله علیه وسلم : « حَقٌّ عَلَى كُلِّ مُسْلِمٍ أَنْ يَغْتَسِلَ فِى كُلِّ سَبْعَةِ أَيَّامٍ يَوْمًا يَغْسِلُ فِيهِ رَأْسَهُ وَجَسَدَهُ »بخاري،مرقاة ۲ ص ۲۲۰

له ابوهریره رضی الله عنه څخه روایت دی چي رسول صلی الله علیه وسلم وایي : هر مسلمان ته پکارده چي په هرو اوو ورځو کي یوه ورځ غسل وکړي چي په هغې کي دی خپل سر او بدن و مينځي .

عن سمرة بن جندب قال قال رسول الله صلى الله عليه و سلم  : ” من توضأ يوم الجمعة فبها ونعمت ومن اغتسل فهو أفضل ” .سنن ابی داود،مرقاة ۲ ص ۲۲۶

له سمره بن جندب څخه روایت دی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل : چا چي د جمعې په ورځ  اودس وکړ ښه خبره ده،خو غسل کول غوره کار دی .

مسئله : مړي ته د غسل ورکولو څخه وروسته په خپله غسل کول مستحب (ثواب)دی .

عن أبي هريرة قال  : – قال رسول الله صلى الله عليه و سلم ( من غسل ميتا فليغتسل ) .

له ابوهریره رضی الله عنه څخه روایت دی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل : چا چي مړي ته غسل ورکړ هغه ته پکارده چي پخپله غسل وکړي .

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب