د غنمو تورکی یا Karnal bunt

دا یو فنګسې ناروغې ده چي د partial bunt په نوم هم یادیږی چې عامل یې (Neovossia indica (Tilletia indica دي چې غنم، اوربشي، جودر او نور نباتات تر یرغل لاندي نیسي، دا ناروغي د حاصل نه مخکې نه ښکاري خو د حاصل نه وروسته تشخیصیږي چې عامل یې په تخم او خاوره کې ژوند کوي چې د باد په وسیله انتقالیږی.

نښې یا Symptoms

د دانی په داخل کې په ناروغۍ ککړ تور رنګه پوډر ښکاری ولی ظاهر کې نه ښکاري او روغ وي خو په ناروغۍ ککړ داني ته که زور ورکړو د کبانو ته ورته بد بوی تری راځی او چوی.
په یو وږی کي یو څو داني په نوموړی ناروغۍ ککړ شوی وي او یو برخه د غلي د تور پوډرو په شکل غشا لری بدل شوی وي چې نوموړي تور پوډر بد بوی ورکوي چي نوموړی سپور د teliospores په نوم یادیږي.

د مخنیوي لارې چاري یا Disease Control

۱) د تخمونو معامله کول د ویټاویکس سره Vitavax@2.5gm/kg seed

۲) د ګل کولو په وخت کې د پریمانه اوبخور څخه باید ډډه وشي(Avoid excess irrigation at flowering time)

۳) کرنیز تناوب باید مراعات شي لکه لوبیا او سویابین.

۴) د مقاویمو ورایټیو کرل (Sowing of Resistance varieties to karnal bunt) لکه ګل ۹۴، مقاوم ۰۹، پامیر ۹۴، چونت نمبر ۱ او داسي نور.

۵) په بندرونو کې د قرانطین مرکز مکلف دي چې نوموړی ناروغۍ باندی اخته تخمونو ته اجازه ورنه کړي. (Quarantine officers should be consider)

۶) په ژمي کروندې باید غرقه اوبخور شي نو دا کار د سپورونو په لمنځه تللو کې مرسته کوي.

۶) د انډوفیل یا ټیلټ درمل باید د وږی په وخت کې په زرو لیترو کې استعمال شي چې د دوا اندازه په لاندی انګلیش شوی دي.
1) Indofil M-45@2.5kg/ha.
2)Tilt 500 ml/ha in 1000 litres of water at ear emergence stage.
3) propaconizole 13cc/10 lit.
4) copper hydro oxide.
5) Mancozib.

د بیولوژیکی کنترول کې Acalpa indica او lantana camra د نباتاتو دوه نوعی شیره که د په کرنل بنټ غنمو په اخته شوی فصل باندی وشیندو نو ۶۵ فیصده د ناروغۍ کچه ټیټوی.

ترتیب کوونکي: حکمت الله یوسفزی

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب