د غوسې په حالت کي د ورزش خطرناکي پایلي

آیا د غوسې په حالت کي مو ورزش د زړه د حملې خطر ډېروي؟ په عادي ډول د زړه حملې په کومو وختونو کي زیاتي واقع کېږي؟د لازیاتو مالوماتو او دغو پوښتنو ته د ځواب لپاره مو لاندې لیکني ته رابولم.د څېړونکو په یوه نوې څېړنه کي مالومه سوې چي د غوسې په حالت کي ورزش کول د زړه حملې زیاتوي، څېړونکو په هغه څېړنه کي چي پر ۱۲۰۰۰ زره کسانو ترسره سوی موندلې (هغه کسان چي د غوسې په حالت کي ورزش کوي د زړه د حملې خطر یې درې برابره زیاتوالی مومي.)څېړونکي وایي، د غوسې او احساساتي کیدلو په وخت د درنو کارونو ترسره کول د ویني فشار او د زړه ضربان زیاتوي او په پایله کي د ویني شریانونه تنګ او کلکېږي او کیدا سي د ویني د لخته کیدو او زړه ته د ویني د جریان د بندېیدو لامل وګرځي او د زړه حمله واقع سي.
په دغه څېړنه کي د زړه د حملې ناروغان پوښتل سوي چي آیا د زړه د حملې څخه مخکي غوسه او که خپه وه همدارنګه په دغه وخت د هغوی د درنو کارونو او ورزش په هکله هم پوښتل سوي.د کاناډا د مک مستر پوهنتون د څېړونکو ډله وایي په اوسط ډول دوه  برابره زیات هغه کسان د زړه په حمله اخته کیږي چي د غوسې یا هم خواشینۍ په حالت کې درانه کارونه او ورزش کوي.(هڅه وکړی! د غم (اندیښنې) او یا هم د غوسې په حالت کي د ورزش کولو څخه په کلکه ډډه وکړئ)
ژباړه: صالح محمد هوتک

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب