د غونډو او مجلسونو مهارتونه

د ناستو ګټه څه ده؟

شميرنو ښوولې ده چې يوازې په شمالي امريکا کې په اوسط ډول د ورځې ۲۰ ميليونه ناستې تر سره کيږي. په هغه څيړنه کې چې په ۱۹۸۸م کال کې د “تري أم” مؤسسې له خوا تر سره شوې وه، موندل شوي وو چې د تنفيذي څوکيو لرونکي په اوونۍ کې په متوسطه توګه ۲۳ ساعته په غونډو او ناستو کې تيروي. د دې څيړنې له مخې ۵۲٪ يې داسې ناستې وې چې کيدی شوای د هغې پر ځای يې له ليک يا تيليفوني خبرو څخه کار اخيستی وی.

ليکنه: دکتور ابراهيم الفقي
ژباړه: ډاکټر غنچه ګل ارمان

د برياليتوب/success په نامه مجلې کې يوه خپره شوې ليکنه وايي: په يوې نوې څيړنې کې چې په ۲۰۰۰ تنفيذي څوکۍ لرونکو او سوداګرو تر سره شوې، موندل شوي چې مديران اوس خپل ډير وخت او د تنفيذي څوکيو لرونکي د خپل وخت ۷۰٪ برخه په غونډو کې تيروي. په دې وخت کې د غونډو/ناستو له پاره د چمتووالي موده نه ده شميرل شوې. د تنفيذي څوکۍ لرونکو په اند د دې غونډو درېيمه برخه يې بې ګټې دي، او د وخت د لاهو کولو تر څنګ د ۳۷ مليارده ډالرو انډول مال هم پرې لګيږي!.
يوه بله څيړنه ښيي چې يو عادي سوداګر په اوونيزه توګه ۱۲ ساعته، د منځنۍ کچې اداره ۲۲ ساعته او د لوړې کچې اداره د ۴ ورځو انډول وخت په ناستو او غونډو کې لګوي. همداراز دا څيړنه وايي چې له دې غونډو څخه له ۵۳٪ څخه يې هيڅ په لاس نه راځي او يوازې ۴۷٪ يې ګټورې دي. په دې توګه دا پوهان غواړي مونږ په دې پوه کړي چې په هر هغه ساعت کې چې مونږ يې په يوه غونډه کې تيروو، د خپل وخت ۳۰ دقيقې په اوبو لاهو کوو.

ځکه نو بايد له هرې ناستې مخکې له ځان څخه وپوښتې:

– آيا دې  ناستې ته رښتيا هم اړتيا شته؟
– د دې ناستې تر شا هدف څه دی؟
– آيا کيدی شي چې د دې ناستې پر ځای دا کار د ليک/بريښناليک او يا تيليفون له لارې تر سره کړم؟
– ايا کولی شم دا هدف د فردي او دوه په دوه ناستې له لارې لاس ته راوړم؟
که ناسته در ته ۱۰۰٪ اړينه ښکاره شوه، ځان په لاندې ډول وپوښته:
– په دې ناستې کې بايد څوک ګډون وکړي؟
– آيا دمګړی په دې ناستې کې پورتنيو ټولو کسانو ته اړتيا ده؟
– آيا زه بايد خامخا  په دې ناسته کې ګډون وکړم؟ که چيرې د دې پوښتنې ځواب “نه” وي، نو په خپل ځای بل څوک وليږه، او که ځواب يې “هو” وي، له ځانه لاندې پوښتنې وکړه:

– ايا په دې غونډې کې بايد تر پايه پاتې شم؟

– دې ناستې ته د څومره وخت اړتيا ده؟
په پای کې له ځانه وپوښته چې دا ناسته به در ته د وخت، مال او توليد/کار له پلوه په څومره بيه تمامه شي؟ په دې وخت کې بايد يو څه وخت د ناستې د لګښت شننې ته هم وباسې، ځکه چې د غونډې د اړتياوو او لګښت د شننې له پاره څو دقيقې بيلول ستا د مؤسسې له پاره د پام وړ مال سپمولی شي. له غونډو او ناستو څخه تيښته مه کوه، بلکې دا زده کړه چې څنګه کولی شې اغيزناکې او ګټورې يې وګرځوې. هڅه وکړه د دې پر ځای چې تاوان درواړوي، په خپله ګټه يې وچورلوې.

غونډې د څه له پاره کيږي؟

“دا مهمه نه ده چې خلک د غونډو په هکله څه وايي او په اړه يې څه باور لري، غونډې به د تل او ابد له پاره پاتې وي”- کليد و.برلسون
غونډې د هرې مؤسسې د برياليتوب له پاره ضروري شی شميرل کيږي. طبيعي ده چې ځينې داسې حالات به وي چې د غونډو پر ځای له ليک، تيليفوني خبرو، يا دوه په دوه کتنو څخه کار واخيستل شي، مګر په ځينو نورو حالاتو کې ښايي دا کارونه په دومره تاوان تمام شي چې تصور يې نه شي کيدی. راځئ لږ فکر وکړو: ايا ته په دې باور يې چې ليکونه بسوالی کوي؟ هو، که چيرې هدف يوازې د معلوماتو رسول وي او د بل لوري ځواب ته پکې اړتيا نه وي، ليک استونه کار ورکولی شي، مګر يوه پوښتنه کوم او هغه دا چې: د ليک / بريښناليک په ليکلو ستا څومره وخت لګيږي؟ او په ليکلو او ليږلو يا ويشلو يې ستا د منشي څومره وخت لګيږي؟ سربيره پر دې په هماغه دقيقه چې ليک دې پکې وليږه، ستا واک پکې له منځه لاړ، ځکه چې له دې وروسته ته د ليک د تفسيرولو او راپورته کيدونکو پوښتنو ته د ځواب ويلو له پاره فُرصت نه لرې. کيدی شي چې له ليک څخه د ناسم فهم اخيستلو له کبله مغشوشتيا، د وخت ضياع، او بيوروکراسي رامينځ ته شي، او دا ټول طبعاً ستا تر لاس لاندې کسانو د چمتووالي او تيارسئ په حالت کې کموالی راوستلی شي. څيړنې دې پايلو ته رسيدلي چې ليکونه نه بسوالی کوي او نه په اړيکو نيولو کې مرسته کوي، مګر دا په دې معنی نه ده چې د ليکونو ټول ډولونه کاري نه شي ثابتيدلی. لنډه دا چې بايد د ليکونو په کارونه کې له سپما څخه کار واخلې.

هغه دلايل چې له کبله يې غونډې او ناستې جوړيږي:

۱-  د پلان جوړول:
دا يو له هغو سترو دليلونو څخه دی چې له کبله يې غونډې جوړيږي. په دې کې قائد له خپلې کاري ډلې سره د دې لپاره کښيني چې کاري نقشه جوړه کړي، پرې وغږيږي، په اړه يې د غړو نظريات او هغه تازه افکار تر لاسه کړي چې په کاري نقشه کې ترې ګټه اخيستل کيدی شي.

۲- پريکړه کول:
کله ناکله ډير مهم کارونه او يا هم بيړنۍ ستونزه رامخې ته کيږي چې قائد اړ کوي څو خپله ډله راوبولي او يوې ټوليزې رأيې ته د رسيدنې په موخه د اړوند کار يا ستونزې په هکله ورسره وغږيږي.

۳- د معلوماتو ورکول يا خبرول:
د ناستو او غونډو له ګټو څخه يوه هم د کاري ډلې غړو ته د دوی د ډلې يا سيالې ډلې اړوند نوي او تازه معلومات ورکول دي.

۴- د ستونزو هوارول:
ستونزې که په خپله د کاري ډلې اړوندې وي، او که د کارکوونکو تر ګيلو پورې ځانګړې وي، قائد د کاري ډلې له هغو غړو سره چې د ستونزې اړوند وي، کښيني او زيار باسي چې د دې ناستې له لارې د ستونزې له پاره يو غوره هواری راوباسي.

۵- هڅونه او ستاينه:
دا د غونډو د جوړونې يو بل دليل دی. کيدای شي يوه غونډه د يوه غړي د نازولو، يا د يوې بريالۍ تجربې د ارزونې او د تر سره کوونکو د نازولو لپاره جوړه شي.

۶- روزنه:
ښايي غونډه د ډلې د روزنې او د غړو د وړتيا د کچې د لوړونې په موخه جوړه شي. ښايي غونډه د يوه نوي توليد اړوندو لارښوونو، د خرڅلاو د نويو لارو چارو د ښوونې، پيرودونکو ته د ښه خدمت د وړاندې کولو، او يا بل ډول داسې روزنې په هکله وي چې د مؤسسې په ګټه ګڼل کيږي او په برياليتوب کې يې مرسته کوي.

د غونډې د برخه والو ډولونه

۱- پياوړی او برلاسی:
غالباً دا ډول وګړي يا د زيات اداري واک او يا هم په مؤسسه کې د اوږدې مودې کار له برکته پراخه کاري پوهه لري. په اند يې دوی د داسې پوهې او مهارتونو لرونکي دي چې دوی ته يې پر غونډې د خپلې رأيې او پر سير يې د خپلې واکمنۍ د تپلو وړتيا وربخښلې.
۲- معلوماتي:
دا ډله وګړي په دې اند دي چې دوی د ډلې د اړتيا وړ هر رنګه معلومات لري. له دوی سره د هرې پوښتنې له پاره ځوابونه تيار، طرحې چمتو، او غبرګونونه د ژبې پر سر وي.
داسې کس ډير او په تفصيل غږيږي او په هر شي کې خپله رأيه مطرح کوي چې له کبله يې د ډلې غړو ته د تنګوالي او ستړيا احساس پيدا کيږي.
۳- د شړومبو مچ:
خبرې کول يې خوښيږي. نه نوبت ته پام کوي او نه له خبرو مخکې اجازه غواړي. تل د دې هڅه کوي چې خپله رأيه ووايي او خپل نظر مطرح کړي. عجيبه خو لا دا ده چې داسې شخص ډير ځله د ناستې د ګډونوالو پام داسې ټکو ته اړوي چې اصلاً د ناستې موضوع نه وي! داسې کسان يوازې او يوازې نورو ته د خپلې وړتيا، پياوړتيا او اهميت څرګندول غواړي.
۴- له سيله وتی:
دا ډله خلک په ناڅاپي توګه همداسې چوپ بې پامه کيږي څو له خپل ملګري سره پسپسک وکړي، په ځانګړي ډول هغه وخت چې يوه خبره ور ته سمه روښانه نه شي.
۵- وير ګډی:
داسې شخص تل په دې هڅه کې وي چې د منفي احساساتو او نهيلۍ د خپرولو له لارې په نورو کې ماتې ګډه کړي. نورو ته وايي چې له دې بحث څخه هيڅ ګټه په لاس نه راځي، او دا غونډه بې ګټې ده او هسې مو پرې خپل وخت ضايع کړ.
۶- شرمندوکی:
دا ډول کس له نورو سره ګډوالی نه خوښوي. خوښيږي يې چې يو په يو او ځانته کار وکړي نه له ډلې سره په ګډه. په بيلابيلو لارو له ناستې/غونډې څخه د تيښتې په لټه کې وي او ډډه ترې کوي. ښايي دا شخص ډير کاري او په خپل کار کې مخلص وي، مګر د ډله ايز کار له پاره دومره اغيزناک نه تماميږي.
۷- تشويشي:
ذهني ترکيز نه لري، په هيڅ شي کې ترې ګټه نه شې اخيستی. له يوې پوښتنې پسې بله کوي او له بلې پسې بله.
طبعاً يو کس به داسې ومومې چې له يادو شويو ډولونو څخه کله په يوه او کله په بل کې راځي، په بل کس کې به دا ټولې ځانګړتياوې راټولې شوې وي، او بل به دې داسې تر سترګو شي چې و به يې نه پيژنې چې دا په کوم ډول کې راځي ځکه چې چلن يې د پوهيدنې وړ نه دی. مګر له دې سره سره د تيرو ډولونو پيژندل در سره د ګډونوالو د ډول په پيژندنې کې مرسته کوي، او ور سره د مناسب چلن له لارې ناستې ګټورې کيدای شي.

ناستې ولې ناکاميږي؟

له بده مرغه چې زياتره ناستې په ناکامۍ پای ته رسيږي، او د ناستو برياليتوب ته د مديرانو او تنفيذي څوکۍ لرونکو له کلکې پاملرنې سره سره، د زياترو ناستو او غونډو برخليک ناکامي وي!.
د ناستو د ناکامۍ لاملونه څه دي او له دې ناکامۍ څخه ځان څنګه وساتو، لاندې ټکو ته مو پام اړول غواړم:

۱- ښه چمتووالی:
پرته له دې چې غوره او منظم تياری ورته ونيسې، هيڅ ناسته/غونډه مه جوړوه. په کار ده هغه ټکي په منظم ډول راټول کړې چې په ناسته کې يې بايد په اړه خبرې وشي. هيڅکله هم بايد د خپلې کاري ډلې په وړاندې له تيت او پرک ذهن سره راڅرګند نه شي، داسې چې په هر شي کې غږيږې (او موضوع معلومه نه وي).
۲- له ناستې څه غواړې؟ مشخص يې کړه!
هيڅکله هم يوه ناسته په دې دليل چې يوې ناستې ته اړتيا ده، مه رابوله!!.
که چيرې هدف ټاکلی، څرګند او ټولو ته روښانه نه وي، په کار نه ده چې خپل وخت هم په اوبو لاهو کړې او د کاري ډلې وختونه هم.
۳- د ناستې اجنډا (کاري جدول) جوړه کړه.
په کاري جدول کې لاندې شيان وليکه:
– د ناستې د رابللو لامل.
– د ناستې له پاره ټاکل شوی وخت.
– په دې ناسته کې د هر ګډونوال مسؤليت.
دا کار د ډلې د غړو په مينځ کې د ناستې د لامل په اړه د څوخولې توب (اختلاف) مخه نيسي او د تاويلي-ماويلي له پاره هيڅ ځای نه پريږدي.
۴- ناستې ته نامطلوب کس مه رابوله:
په ناستې کې د داسې کسانو شتون چې د يوه يا بل دليل له کبله ورته اړتيا نه ليدل کيږي، د ناستې د ناکامۍ لامل ګرځي. څيړنو په ډاګه کړې ده چې د ګډونوالو د شمير زياتوالی د دې لامل ګرځي چې ځينې کسان د نورو په وړاندې له خجالت څخه د ځان ژغورنې په موخه له ګډون يا په خبرو کې له ونډې اخيستنې څخه ډډه وکړي. همداراز که مدير د ډلې له هر غړي څخه د يوې موضوع په اړه نظر وغواړي، نو د ګډونوالو د زياتوالي په صورت کې ناسته په مبالغوي ډول اوږديدلی شي. همدا لامل دی چې په هره ناسته کې د ګډونوالو د شمير زياتوالی ناسته بې اغيزې او بې ګټې ګرځوي.
۵-  د ناستو د کمونې هڅه وکړه:
د ادارې د علم پوهان “روبرټ ب.نلسون/ Robert B.Nelson” او “پيټر ايکونومي/ Peter Economy” د ناستو په هکله ليکلي خپل کتاب (غوره سوداګريزې ناستې، Better Business Meetings) کې وايي چې ډيرې ناستې د کاري ډلې د غړو زړه ماتوي او تکراري ناستې دې د خپلو کارونو له تر سره کولو څخه وروسته کوي. په هره وړه او غټه خبره کې د ناستې رابلل د توليد د کچې د کمښت، د بلل کيدونکو د زړه د سوړوالي او ستړيا او په خپله د ناستې د ارزښت د کموالي سبب ګرځي.
۶- په ناستې خپله واکمني له لاسه مه ورکوه!
شخړه په پلوۍ کې وي او که ناپلوۍ کې، په هيڅ صورت دې هم بايد چارې له واکه ونه وځي. مه پريږده چې د ډلې د غړو تر مينځ ناندريو ته خبره ورسيږي او له ناستې څخه ملنډې جوړې شي.
۷- له ناستې څخه د دګلو او نيوکو مجلس مه جوړوه:
د دې له پاره چې د ډلې غړي په ناستې کې په پوره هوډ او ولولې سره ګډون وکړي، له ناستې څخه د دګلو او نيوکو مجلس مه جوړوه ” که تل نيوکې پرې کوې، تيښتې ته به يې اړ کړې او له لاسه به دې ووځي”.
۸- په ناستې کې د ګډونوالو اغيزناکه ونډه اخيستنه وهڅوه:
له ناستې څخه د خپلو پريکړو د اعلان مجلس مه جوړوه. که چيرې دې خپلې پريکړې د فرمان په څير اعلان کړې او بيا دې له ګډونوالو څخه د هغو په هکله د هوکړې غوښتنه وکړه، چندان توره دې نه ده کړې!.
ټول دې ته وهڅوه چې په ناسته کې جدي او کارنده ونډه واخلي. هغوی پريږده چې خبرې وکړي او ته ورته غوږ ونيسه. وړاندې شوې رأيې، افکار او نيوکې وارزوه او ويې څيړه.
هغه ناسته چې د يوه فرد له رأيې پرته بل څه پکې وړاندې نه شي، هيڅ ارزښت نه لري.
۹- د ناستې په پای کې هغه کارونه مشخص کړه چې بايد تر سره شي:
د ناستې له پای ته رسيدو وړاندې هغه کارونه مشخص کړه چې بايد تر سره شي، بيا په ډاګه کړه چې په دې برخه کې بايد کوم ګډونوال، کوم مسؤليت په غاړه واخلي.
دا بسوالی نه کوي چې له خپلې ډلې سره پر يوې ستونزې يوازې وغږيږې پرته له دې چې حل لارې ورته راوباسې، زماني جدول يې مشخص کړې، او د دې ستونزې يا قضيې د هوارونې ګامونه په ګوته کړې.
۱۰- د پريکړو تعقيب/متابعت:
د ناستې له پای ته رسيدنې، او د کارونو له وېشنې وروسته بايد د ټولو هغو کارونو او سپارښتنو تعقيب تر سره شي چې په ناسته کې پرې هوکړه شوې.
د ناستې د پريکړو په عملي کولو کې پاتې راتلل، په خپله د ناستې ناکامي ګڼل کيږي. بريالۍ ناسته هغه ده چې په پايله کې يې اغيزناکه سپارښتنې او پريکړې رامينځ ته شي، او د چارو د پرمختګ د تعقيب، او د دغو سپارښتنو د څارنې له پاره عملي وسايل په لار واچول شي.

د ناستې د برياليتوب له پاره مهمې سپارښتنې

د ناستې د برياليتوب له پاره مو پام لاندې څو مهمو لارښوونو ته را اړوم:
۱- ناستې ته له تګ وړاندې ښه پوره چمتووالی ونيسه، که نه لغوه يې کړه، ځکه چې لغوه کول يې له بې چمتووالي ورتګ څخه غوره دي.
۲- د ناستې د پيل وخت ته ژمن اوسه، او په هيڅ صورت کې هم مه ناوخته کوه.
۳- ناستې ته يوازې اړوند او مطلوب کسان راوغواړه او د داسې کسانو له رابلنې څخه ډډه وکړه چې اړتيا يې نه وي. تل په ياد ولره چې د ګډونوالو د شمير کموالی د اغيزناکتوب د زياتوالي سبب ګرځي او د پوره وخت د شتون له برکته هر ګډونوال د دې فُرصت لري چې خپله رأيه مطرح کړي.
۴- هر کس ته د هغه د رأيې د مطرح کولو خپل حق ورکړه او د هيچا خبره هم مه پريکوه.
۵- پر موضوع ښه بحث وکړئ، مګر له ناندريو څخه ډډه وکړئ، ځکه چې ناندرۍ وخت لاهو کوي.
۶- موضوعي او عملي اوسه، او چارې د شخصي افکارو په رڼا کې مه تعبيروه.
۷- د خبرو کولو په پرتله نورو ته غوږ ډير نيسه ځکه چې د عادت له مخې ناسته د افکارو د مطرح کولو فُرصت وي او غوره قائد د نورو پر ليوالتياوو پوهيدنې ته پام کوي.
۸- په هيڅ صورت کې هم کوم ګډون کوونکی مه ګواښوه.
۹- د خبرو اترو کچه بايد په هيڅ حال کې هم، ستا يا د ګډونوالو له خوا، له بريدونو و نه وځي.
۱۰- دې ته پام کوه چې ټول ګډونوال پر موضوع غږيدنې ته ژمن پاتې شي او له موضوع بهر خبرو ته اجازه مه ورکوه.
۱۱- د ناستې د پيل او پای په اړه ټاکلی شوي وخت ته ژمن اوسه.
۱۲- د ناستې په پای کې ګډونوالو ته کورودانی ويل له ياده مه باسه.
په راروانه ګڼه کې ان شاءالله: د ناستې د اغيزناکتوب او ګټورتوب زرين رازونه، د ناستې اجنډا/کاري جدول څه شی دی؟ د ناستو ډولونه، ناسته په کوم ځای کې جوړه شي؟

د غونډې د اغيزناکتوب او ګټورتوب زرين رازونه

۱– غوره چمتووالی:

دا مهمه ده چې د غونډې اجنډا يا کاري جدول په ليکلې بڼه شتون ولري. په کاري جدول کې بايد د بحث موضوع ګانې، د هرې موضوع د پوښښ له پاره اړين وخت، او همداراز د مجلس ورځ، نيټه، او ځای (د کار د ځای د ننه وي او که باندې) څرګند وي.
۲- پر ګډونوالو د کاري جدول وېشنه:
مخکې له مخکې د ګډونوالو په واک کې د کاري جدول ورکول هغوی چمتووالي او تياري ته هڅوي، او د مجلس له پاره د نفسي او ذهني چمتووالي وخت په لاس ورکوي. په کار ده چې کاري جدول لږ تر لږه له غونډې څخه درې ورځې مخکې ټولو غړو ته ورسول شي.
۳- يوازې اړوند کسان راوبوله:
نوې اداري څيړنې په دې ټينګار کوي چې ګټوره او کارنده ناسته هغه ده چې د ګډونوالو شمير يې له شپږو څخه تر اتو کسانو پورې وي.
۴- د ټولو ګډونوالو له چمتووالي څخه ځان ډاډه کړه:
دا د دې له پاره چې هر ګډونوال په دې پوه شي چې په غونډه کې ترې څه غوښتل کيدونکي دي، او د دې له پاره چې د مجلس د اړتيا وړ اسناد او راپورونه چمتو کړي. همدارنګه له دې څخه هم ځان ډاډه کړه چې په غونډه کې د ګډونوالو د راپورونو او افکارو د وړاندې کولو له پاره کومو وسايلو ته اړتيا ده، د بيلګې په توګه پروجيکتور ، (کمپيوټر، تخته، سپين کاغذ، قلمونه يا نور وسايل).
۵– د ډلې د غړو تر مينځ شخړې مخکې له مخکې هوارې کړه:
د ډلې د غړو تر مينځ پرتې هر ډول ناندرۍ، تاويلي ماويلي او شخصي خوابدۍ ناستې ته له راتلو وړاندې هوارې کړه څو دې ناسته له پخوانيو ستونزو څخه اغيزمنه نه شي.
۶- له ټاکلي وخت څخه لږ څه وړاندې ځان ورسوه:
د غونډې يا ناستې د پيل له پاره له ټاکلي وخت څخه وړاندې د ناستې ځای ته رسيدل ډيرې ګټې لري. د بيلګې په ډول پر هر شي (لکه ځای، اړين وسايل او نورو) د يو ځغلند نظر تيرونې وخت په لاس در کوي، ذهني ارامي در بخښي، او له ممکنه ناخوښو پيښو دې هم ژغوري. همداراز په دې کې در سره مرسته کوي چې د خپلې کاري ډلې له پاره بيلګه واوسې، او هغوی ته په ډاګه کړې چې ته يو منظم انسان يې او وخت ته درناوی لرې.
۷- نظم ته کلکه پاملرنه کوه:
يو له ګډونوالو څخه، مثلاً مُنشي، د هر چا او هرې موضوع له پاره د ټاکلې مودې په څارنه وګوماره، او له کوم بل ګډونوال څخه وغواړه چې ټول مطرح شوي افکار په لنډو ټکو کې وليکي، په دې توګه کولی شې ټول ګډونوال ونډې اخيستنې ته وهڅوې او په هغوی کې د ډله ايز کار روحيه واچوې.
۸- ګډونوال دې له خپل هدف څخه خبر کړه:
کله چې ټول ګډونوال راغونډ شول، له خپل هدف څخه دې هغوی خبر کړه. سمه ده چې هغوی به له کاري جدول او د غونډې د جوړيدو تر شا هدف څخه خبر وي، مګر دا ډيره مهمه ده چې خپل هدف يو وار بيا هم هغوی ته په ډاګه کړې.
د بيلګې په توګه داسې ور ته وايې: نن مونږ د دې له پاره را ټول شوي يو چې په تيره موده کې د خرڅلاو د کچې د ټيټوالي د ستونزې له پاره يوه لاره راوباسو.

۹- د ناستې له پاره بريدونه وټاکه:
له بريدونو څخه مې هدف  هغه سرې کرښې دي چې په هيڅ صورت کې هم بايد ګډونوال ترې تېر نه شي. د بيلګې په ډول:
أ- د نورو د نظرياتو او احساساتو درناوی.
ب- د چا خبرې نه پرې کول، او هر کس ته د خپل نظر د څرګندونې له پاره پوره وخت ورکول.
ج- د ناستې کاري جدول ته ژمن پاتې کيدل او له هغه څخه هاخوا دې خوا نه تلل.
۱۰- د ناستې نقشه اعلان کړه:
د ناستې د پيل، پای، او دمې وختونه په ډاګه کړه.
دا شيان ګډونوالو ته ډير اهميت لري. کله دې چې اضافي وخت ته اړتيا وي، له ګډونوالو اجازه وغواړه، که هغوی د اضافي وخت ورکولو ته زړه نه ښه کاوو، د ناستې له پاره بل وخت وټاکه.

۱۱- د دمې وخت له ياده مه باسه:
ډير وخت غوږ ايښودنه ستړې کوونکې وي، او په ذهن بوج راولي. د لږ وخت له پاره دريدل، ګرځيدل راګرځيدل، څه خوړل يا څښل، تشناب ته تلل، لمونځ کول او ناستې ته بيرته راګرځيدل ګټور کار دی.
۱۲- رأيه دې له ويرې او زړه نازړه توب پرته په ډاګه کړه:
د ټولو په اړه دې بايد شعار دا وي چې: هر څوک تر هغه د خپل نظر د څرګندونې حق لري تر څو چې عامه اداب تر پښو لاندې نه کړي.

۱۳- د نورو په نظر ځان پوه کړه:
د نورو په رأيه او نظر پوهيدل او په ناستې کې د مطرح کيدونکو قضيو په هکله د هر چا د نظر پوښتل خورا زيات اهميت لري.
۱۴- په پوره پام سره غوږ نيول:
په پوره پام سره غوږ ونيسه، د هر چا خبره واوره او د چا په خبرو کې مه ورلويږه. ټول د خپلو، خپلو نظرونو څرګندونې ته وهڅوه.

۱۵- احساسات دې په واک کې لره:
که په ناسته کې دې څوک له رأيې سره په يوه خوله نه وو، په غُصه کيږه مه، تندی دې تريو مه نيسه، او د خولې خوند دې مه ترخوه. اختلاف يو طبيعي، پر ځای او پيښيدونکی شی دی چې په زړه کې له پټ ساتنې څخه يې په ډاګه کول غوره دي. د اختلاف په ټکو کې ور سره ښه بحث وکړه، او د مخالفې رأيې د مطرح کولو حق له چا مه اخله.
هيڅ شی بايد ستا د پارونې لامل نه شي. دا په ياد ولره چې د رأيو بيلابيلوالی ناستې ته شتمني وربخښي او د مؤسسې په ګټه وي.

۱۶- خپله تيروتنه ومنه:
له هر چا څخه تيروتنه کيږي، ځکه نو چې په خپله تيروتنه پوه شوې، په اړه يې بخښنه وغواړه او سمه يې کړه.
۱۷- اختلاف به کوو، مګر پريکړو ته به ژمن پاتې کيږو:
هو، په نظرياتو او رأيو کې به يو له بل سره اختلاف کوو، مګر په کار ده چې د ناستې وروستيو پريکړو ته ژمن پاتې شو.
په رأيه کې يو له بل سره اختلاف څه باک نه لري، خو ډله ايزې رأيې او وروستۍ پريکړې ته بايد خپله ژمنتيا خامخا وښيو.
دې صفت ته بايد د ډلې د غړو په مينځ کې وده ورکړې.

۱۸- کاري نقشه:
په کار ده چې خپله ناسته د يوې روښانه کاري نقشې په جوړولو پای ته ورسوې، داسې چې د هر چا نقش او مسؤليت پکې په روښانه توګه ليکل شوی وي. همداراز بايد د ناستې سپارښتنې په بيلابيلو ځايونو کې وځړوې څو يې ټول په اسانۍ سره ولولي او د ناستې پريکړې يې په ذهن کې ځای ونيسي.
په پای کې: لکه مخکې مو هم چې ترې يادونه وکړه، (د پريکړو) اغيزناک تعقيب او متابعت د ناستې د برياليتوب له تر ټولو مهمو ارکانو څخه شميرل کيږي. همدارنګه د ډلې له غړو سره، د ورسپارل شويو کارونو له بهير څخه د ځان خبرونې په موخه، وخت په وخت اړيکې نيول هم له ستر اهميت څخه برخمن دي.

کاري جدول څه شی دی؟

“کاري جدول دې د نقشې په څير خپل منزل ته په تر ټولو لنډه او تر ټولو خوندي لاره رسوي”-ابراهيم الفقي
کاري جدول/اجنډا هغه نقشه ده چې د ټاکلي منزل ته دې رسوي. همداراز ستا، او ستا د موظفينو د وخت له لاهو کيدنې څخه مخنيوی کوي، او د ناستې د برياليتوب د کچې د لوړوالي تضمين درکوي.
لڼده دا چې کاري جدول در ته د ناستې موخه، په ناسته کې څيړل کيدونکې موضوع ګانې او هغه پايله يا هدف مشخصوي چې تر لاسه کول يې غواړې.
د دې تر څنګ د ناستې د ګډونوالو، د ناستې د وخت، او د ناستې د ځای په اړه معلومات در کوي.
کاري جدول ترتيب کړه، او خپل مرستيال دې په دې وګوماره چې چاپ يې کړي، او د ناستې له وخت څخه يې لږ تر لږه درې ورځې وړاندې (پر ګډونوالو) وويشي.

د کاري جدول يوه بيلګه:
د خرڅلاو په اړه ناستې کاري جدول
ورځ او نيټه:    شنبه، د ۱۳۸۹ل کال، د ميزان/تلې ۱۷مه.
ځای:    د غونډو تالار.
ټاکل شوې موده:    ۹۰ دقيقې.
د پيل او پای وخت    د ماسپخين له دوو بجو څخه تر درې نيمو بجو پورې.
د ناستې هدف:    په تيرو مياشتو کې د خرڅلاو د کچې د ټيټوالي څيړل، او د ۱۵٪ په اندازه يې د لوړوالي تصور وړاندې کول.

څيړل کيدونکې موضوع ګانې
ګڼه    موضوع    بېله شوې موده
۱    د تيرې ناستې بهير ته کتنه    ۱۰ دقيقې
۲    د ښې کارکړنې له کبله د ښاغلي (عبدالرّحمن) نازول    ۱۰ دقيقې
۳    د موضوع په اړه د ښاغلي اشرف خان پيليزه وينا    ۱۰ دقيقې
۴    د ښاغلي حبيب الرحمن له خوا د خرڅلاو د راپور وړاندې کول    ۱۰ دقيقې
۵    د موضوع څيړل او د ګډونوالو نظرونه    ۱۵ دقيقې
۶    پريکړې    ۱۰ دقيقې
۷    کاري نقشه جوړول    ۱۵ دقيقې
۸    د دندو او مسؤليتونو ويشل    ۱۰ دقيقې
۹    د غونډې پای
ټوله موده    ۹۰ دقيقې

کور ودانی

په کار ده چې د ناستې هر ګډونوال ته د خبر ليږلو سره يو ځای کاري جدول هم وروليږې. دا خبر نوموړي کس ته د رسمي بلنې حيثيت لري. کله چې غواړې يوه ناسته/غونډه جوړه کړې، پورتنۍ لارنقشه پلې کړه، په دې سره به دې ناسته په خير، خيرت پای ته ورسيږي او ناسته به دې بريالۍ او ګټوره وي.

د ناستې د هڅونې اغيزناکې وسيلې

په تير، څه باندې ديرش کلن څيړنيز يون کې مې له ګڼ شمير مديرانو او قائدينو سره کتلي، بې شميره کتابونه او خپرونې مې لوستي، او ډير شرکتونه او کاري ډلې مې اداره کړي، په پای کې دې لاندې پايلو ته رسيدلی يم چې کولی شي ناستې مو غوره، کارنده او ګټورې وګرځوي:
۱- تيره ناسته وارزوه او بياکتنه پرې وکړه:
په کار ده چې نوې ناسته د تيرې ناستې د لنډيز په وړاندې کولو پيل کړې، کوم کارونه تر سره شوي او کوم نه، د ناستې په يوه برخه کې ځای ورکړه.

۲- ستايل او نازول:
هغوی ته په ډاګه کړه چې غوره کارکوونکی خپل ځای لري، او دا چې ته له زيارکښو کارکوونکو څخه سترګې نه پټوې. وتلو او خواري کښو کارکوونکو ته کورودانی ووايه او له مادي او معنوي پلوه يې ونازوه.
دا ډول چلن کولی شي د ډلې په غړو کې باور پيدا کړي او په هغوی کې له مؤسسې سره د تړاو حس پياوړی کړي.

۳- په ناستې کې ميلمه ويناوال ته د وينا بلنه ورکړه:
يو له هڅوونکو شيانو څخه په ناسته کې د ويناوال په توګه د يوه داسې کس شتون دی چې د ډلې غړی نه وي. ښايي دا ويناوال يو پيرودونکی وي چې ستا د ډلې د مثبتو ټکو په هکله وغږيږي او په دې توګه دې د ډلې غړو ته په ډاګه کړي چې د ډلې د غړو کومې ښې ځانګړتياوې او غوره ټکي د پيرودونکو د زړه د لاس ته راوړلو لامل ګرځي. دا هغه وخت لا ښه اغيز کوي چې وينا د يوې داسې موضوع په هکله وي چې د ډلې ژور پام ور ته را اړول غواړې. د بيلګې په ډول ښايي يو کس د ډلې له غړو سره د وخت د ارزښت درلودنې په هکله وغږيږي، څو په کار کوونکو کې د پيرودونکو د وخت ارزښت ته پام کول ځای په ځای کړي. يا هم ښايي د دې پر عکس کوم داسې پيرودونکي ته بلنه ورکړل شي چې وخت ته ستاسې د نه ارزښت له کبله خوابدی وي، په دې شان کارکوونکي دا زده کوي چې د وخت ارزښت ته پام نه کول له پيرودونکو سره د دوی پر اړيکو څومره ناوړه اغيز ښندي.

۴- انځوريز مواد نندارې ته وړاندې کړه:
ښايي دا کتنيزه فيته د مهارتونو د ودې يا شخصيت جوړونې په هکله وي، او يا هم د هڅونې په هکله څو ناسته ګټوره او حاصل ورکوونکې وګرځوي. همدارنګه کولی شې چې د هغوی پام د هڅاندتوب او خوځنده توب، د پيرودونکو د خدمت کولو، يا بل ورته شي، په هکله کومې فيتې اوريدو ته راواړوې. دا کار بايد په ناستو او غونډو کې خپل عادت وګرځوې.

۵- شرط نه ده چې تل په خپله د ګډونوالو خبرې اداره کړې:
د ګډونوالو د خبرو د اداره کولو مسؤليت د ډلې پر غړو ووېشه، داسې چې هر غړی بايد د خبرو د اداره کولو دنده پر مخ بوځي (په يوه ناسته کې به دا مسؤليت د يوه کس پر غاړه وي، په بله کې د بل او په همدې ترتيب به وار پر ټولو راګرځي). دا کار کولی شي چې د ډلې په غړو کې دې پر ځانونو باور پيدا کړي.

۶- په نوم غږ ور ته کوه:
په خپل نوم د يوه شخص يادول د ډلې د غړو تر مينځ نږديوالی او انډيوالي پيدا کوي. سربيره پر دې په هغوی کې ولوله، او د دې حس زرغونوي چې دوی ته په اهميت او درنه سترګه کتل کيږي.

د غونډې وخت او ځای

غونډه کله او چيرته جوړيږي؟ د ناستې/غونډې وخت او ځای ته بايد خورا ډير پام وکړې ځکه چې د غونډې په برياليتوب يا ناکامۍ کې ستر نقش لري:
۱- د سباناري ناسته:
دا چې خوراک پکې کم وي، ناسته هم پکې لنډه وي!
ښايي چې د سهار د چای پر وخت يوه لنډه ناسته وشي، چې د خوراک او چای څښلو تر څنګ پر يوه ټاکلې موضوع هم خبره وشي.
که مدير هڅوونکی او ولوله اچوونکی وي، ناسته به هم غوره وي او په کاري ډلې کې به يې د ورځې په اوږدو کې اغيز ښکاره وي.

۲- ورځنۍ ناسته:
ورځنۍ ناسته، هره ورځ د پنځلس دقيقو له پاره سره غونډيدل، خو په دې شرط چې:
ناسته هڅوونکې او ولوله پنځوونکې وي، د تر سره کيدونکو کارونو په اړه پکې خبرې وشي، د کارونو په هکله تبصرې او مشورې پکې وړاندې شي، او ډله پکې وهڅول شي. مګر د دې ډول ناستې نيمګړتيا دا ده چې د ډلې غړي ور سره عادي کيږي او په يوه او بله بهانه ترې بخښنه غواړي.

۳- د غرمې پر وخت ناسته:
د غرمې ډوډۍ پر مهال هم ښايي چې ناسته وشي، ځکه چې ټول غړي د ډوډۍ ځای ته راټوليږي او په اسانۍ ورسره اړيکې نيول کيدی شي. دا ناسته د دومره اوږده وخت له پاره نه وي او نږدې يو ساعت دوام کوي.

۴- له ماسپخين وروسته ناسته:
دا ډول ناسته معمولاً د ماسپخين په درې بجو جوړيږي او يو ساعت دوام مومي. ځينې مؤسسې د دې ډول ناستو له پاره يوه يا دوه ورځې ټاکي څو کارکوونکو ته مخکې له مخکې د ناستې نيټه په ډاګه وي. دا ډول ناستې پيرودونکو ته د غوره خدماتو د وړاندې کولو، د ګيلو د اوريدنې، د توليد د ښه کولو، د خرڅلاو د کچې د زياتولو او نورو له پاره ښې وي.

۵- د ورځې د پای ناسته:
هو، په دې ناسته کې ولوله بيخي کمه وي ځکه چې د ورځې په پای کې وي، ځکه نو غوره دا ده چې لنډه وي او په هيڅ صورت هم له يو ساعت څخه زياته نه شي. د دې ناستې ځانګړتيا دا وي چې ټکر پکې لږ وي، پريکړې پکې په چټکه توګه کيږي، ګډونوال پکې بحث ته وړاندې شوې موضوع په هکله لږ غږيږي او ژر هوکړې ته پرې رسيږي څو ناسته ژر پای ته ورسوي (او کور ته مخه کړي).

۶- بيړنۍ ناسته:
دا ډول ناسته د يوې ستونزې يا ننګونې د شتون په صورت کې چې ډله ايزې پريکړې، څيړنې او د افکارو تبادلې ته پکې اړتيا وي، په هر وخت کې رابلل کيدی شي. د دې ډول ناستې په هکله مې مديرانو ته مشوره دا ده چې د بيړنۍ ناستې په نوم د ډلې د غړو د رابللو پر وخت بايد هغه لامل خامخا په ګوته کړي چې له کبله يې دغه بيړنۍ ناسته رابلل کيږي څو تاويلي ماويلي او بدګُمانۍ ته ځای پاتې نه شي.

۷- نازوونکې غونډه:
لنډې ناستې وي چې د کاري ډلې د يوه وتلي او مخکښ غړي د نازولو په موخه جوړيږي. دا ډول غونډې معمولاً د لنډ وخت له پاره وي چې نازوونکې، او د مخکښۍ او پرمختګ لور ته هڅوونکې ويناوې پکې وړاندې کيږي او ګډونوالو ته يو چای مای هم پکې ورکول کيږي.

۸- د غور او ژور فکر کولو ناسته:
دا د ناستو له ډيرو مهمو ډولونه څخه ده چې په هر وخت او هر ځای کې جوړيدای شي. معمولاً لنډه ناسته وي چې له پنځلس دقيقو څخه نه اوږديږي. دا ډول ناسته د کاري ډلې د جوړونې او پر ځان د باور پيداکولو يوه غوره لاره ګڼل کيږي.
۹- مياشتنۍ ناسته:
دا ناسته په نوبتي ډول هره مياشت دايريږي چې مياشتنۍ لاس ته راوړنې، حسابي شاخصونه، او د تيرې مياشتې پرمختياوې پکې اعلانيږي.

زياتره مؤسسې په داسې ناستو کې پر خپلو غړو د تيرو لاس ته راوړنو په اړه معلومات ويشي، بيا ترې مدير په دې هکله نظر غواړي، او يا ترې د داسې وسايلو وړانديزول غواړي چې د هغو په وسيله غوره پايلې تر لاسه شي. همداراز د راتلونکې مياشتې له پاره کاري نقشه جوړوي. دا ډول ناستې ښايي د تيرو لاس ته راوړنو او د مدير د چلن له کبله ډيرې هڅوونکې او ولوله پنځوونکې، او يا هم بيخي زړه ماتوونکې او نهيلې کوونکې وي. دا ځکه چې ځينې مديران له دې فُرصت څخه د کاري ډلې د هڅولو له پاره کار اخلي، او ځينې بيا پکې تر لاس لاندې کسانو باندې د ناخوښو لاس ته راوړنو او نامناسبې کارکړنې له کبله پړه اچوي او ان په ګوښه کولو او له کاره پر ليرې کولو يې ګواښوي. نو په کار ده چې د يوه مدير په توګه په داسې ناستو کې له پوره پام څخه کار واخلې.  پرته له دې چې پايلو ته وګورې، بايد د غوره والي له پاره کار وکړې، د مسؤليت بار ته اوږه ورکړې، او پر نورو د پړې اچونې پر ځای کارنده او اغيزناکه کاري نقشه جوړه کړې.

۱۰- درې مياشتنۍ، نيم کلنۍ او کلنۍ ناسته:
دا ډول ناستې تر ډيره بريده مياشتنيو ناستو ته ور ته وي مګر معمولاً پکې د ګډونوالو شمير زيات وي، او د ځينو ژورو بدلونونو د رامينځ ته کولو په موخه پکې ځينې تنفيذي غړي هم ګډون کوي.
۱۱- ستره کلنۍ غونډه:
دا ډول غونډې په کال کې يو وار جوړيږي، او يوه ځانګړې دوديزه بڼه لري چې د شرکت رئيس، اجرايوي مديران، د منځنۍ کچې مديران، څارونکي او کارکوونکي پکې ګډون کوي. معمولاً دا ډول غونډې د هوټلونو په تالارونو يا نورو آرامو ځايونو کې جوړيږي او د څه تفريحي برنامو تر څنګ پکې خولورو ويناوالو ته هم بلنه ورکول کيږي. دا چې په دې ډول غونډو کې د تجهيزاتو، د تګ راتګ، د خوراک او څښاک او نورو له پاره سترو لګښتونو ته اړتيا وي، نو ځکه بايد ښه سم چمتووالی ور ته ونيول شي.

په دې هکله مې در ته مشوره دا ده چې که داسې کومه ستره غونډه جوړوې، بايد له غونډې څخه لږ، تر لږه شپږ مياشتې وړاندې ور ته تياری نيول پيل کړې. د غونډې له پاره بايد لږ تر لږه درې ځايونه وټاکې او بيا دې د ډلې له غړو څخه د هغو په هکله نظر وغواړې څو تر ټولو مناسب ځای پکې غوره کړي. په ياد ولره چې د غونډې د اړتيا وړ ټولو شيانو تفصيلي فهرست (لړ) په ليکلې بڼه چمتو کړې. له دې څخه هم ځان ډاډه کړه چې غوره شوی ځای ستا د غونډې په اړتيا وړ وسايلو سمبال دی او کارکوونکي يې د داسې سترو غونډو د کوربه توب په اړه تجربه لري. د هوټل له اصلي مسؤل او همدارنګه د خوراک، څښاک او نورو چارو له مديرانو سره چې له ډلې سره به دې نيغ په نيغه سروکار ولري، په خپله وګوره.
د امکان په صورت کې کولی شې د غونډو دايروونکو له کوم ماهر تنظيموونکي څخه مرسته وغواړې، ځکه چې هغه کولی شي په ښه او غوره ډول د غونډې د دايرولو او د هر رنګ ناخوښو ناڅاپي پيښو د مخنيوي په برخه کې در سره مرسته وکړي. همدا شان د غونډې لګښتونه ښه په غور او څيړنې سره اټکل کړه او د ناڅاپي اړتياوو له پاره ۱۰٪ اضافي بسپنه هم بيله کړه. سربيره پر دې له يوه څخه زيات ويناوال ولره، څو له يوه لوري تنوع را مينځ ته شي، او له بل لوري پکې ته هم له خبرو څخه د دمې فُرصت ولرې. بالاخره د غونډې د جوړولو موخه وپيژنه، او (د تر لاسه کولو له پاره يې) له دې فُرصت څخه په ښه ډول ګټه واخله.

غونډې او ناستې چيرته تر سره کيږي؟

۱- د کار په ځای کې:
أ- د مدير دفتر: د دې ښه والی په دې کې دی چې څه اضافي چمتووالی نه غواړي، او نيمګړتيا يې په دې کې ده چې تيليفوني خبرې د ځينو پام له ناستې څخه باسي. دلته د دې يادونه هم اړينه بولم چې ډير کارکوونکي د مدير په دفتر کې د راحت احساس نه کوي.
ب- د غونډو تالار: که چيرې در سره د کار په ځای کې پر مناسب ميز، چوکيو او
غږيزو/انځوريزو وسايلو سمبال د غونډو تالار موجود وي، نو ډير ښه ده، ځکه چې وخت او مال سپموي او په اسانه او چټکه توګه د غونډې په دايريدو کې در سره مرسته کوي، مګر په تالارونو کې ناستې کول هم يوه نيمګړتيا لري او هغه دا چې د تفريح په وخت کې ټول د پيغامونو د ځوابولو، او د کاري بهير د کتنې په موخه خپلو، خپلو کارځايونو ته ځي او زياتره له تفريح وروسته له ټاکلي وخت څخه ناوخته راځي، او يا هم د خپلو کارونو د تر سره کولو له پاره په خپلو دفترونو کې پاتې کيږي. د کار په ځای کې ناسته ډيرې ښيګڼې لري، ځکه چې مال او وخت دې سپموي، مګر زما مشوره دا ده چې د غونډو تالار بايد له شرکت څخه ليرې وي څو دې ډله د کار له هغه روټيني چاپيريال څخه وباسې او په دې توګه په ناسته کې د هغوی پوره پاملرنه تر لاسه کړې.

۲- له کاري چاپيريال څخه بهر غونډې:
په يوه مناسب تالار (لکه د هوټل، د غونډو تالار…) کې جوړيږي، د دې يوه غوره ځانګړتيا دا ده چې کاري ډله د روټيني کار له چاپيريال څخه باسي، مګر نيمګړتيا يې په دې کې ده چې لګښت پرې ډير راځي. په همدې ډول کيدای شي چې د کاري ډلې غړي د کار له ځايه ليرې چيرته په چکر لاړ شي، او د زړه ازادولو تر څنګ پکې پر خپله موضوع هم بحث وکړي.څه چې وويل شول، ټول د ناستو او غونډو پر اهميت ټينګار کوي، مګر د ناستو برياليتوب بيا له مونږ پورې اړه لري.
په دې هکله مې در ته مشوره دا ده چې مهم ټکي له ځان سره وليکه او بيا يې تر سره کولو ته ملا وتړه، په دې توګه به وکولی شې د ناستې هدفونه تر لاسه کړې. هڅه وکړه چې نوښتګر واوسې او خپله ناسته/غونډه ګټوره وګرځوې. دې ته انتظار مه باسه چې ناسته په خپله څه در باندې ولوروي، بلکې ته يې په خپله ګټوره کړه، او حيثيت ور وبخښه.
(په را روانه ګڼه کې ان شاءالله: توظيف/ګومارنه، د ناسمې ګومارنې زيانونه، د غوره کارکوونکو د موندنې زرينې وسيلې، او د ګومارنې د بهير پنځه ګامونه)

ليکنه: دکتور ابراهيم الفقي
ژباړه: ډاکټر غنچه ګل ارمان

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب