د غيبت په اړه د سلفو ویناوې

۱- وایی، چې يو تن حسن بصري رحمه الله ته وويلې چې اورېدلې مې دي، چې زما غيبت کوې؟ حسن بصري رحمه الله ورته وويل: ته ددې ارزښت نه لرې، چې خپلې نېکۍ تاته درکړم
۲- غيبت د فاسقانو مېلمستيا ده
۳- يو کس د يو عالم پر وړاندې د یو تن غيبت کولو، عالم ورته وويل: له روميانو سره دې جهاد کړی دی؟ هغه وویل نه! ايا له ترکانو سره دې جهاد کړی دی؟ هغه وویل نه! نو عالم ورته وویل: روميان او ترکان درنه روغ ګرځي مګر خپل مسلمان ورور درنه په امن کې نه دی؟
۴- که د روژې نيولو وس نه لرې نو د خلکو غوښې مه خوره.
۵- له عمرو ابن العاصيب څخه روايت دی، چې دی له خپلو ملګرو څخه له يوه ځاي څخه تېرېده، چې يو مردار قچر په کې پروت و، نو خپل ملګرو ته يې وويل، له دې چې څوک د يو مسلمان ورور غوښه وخوري دا ډېره غوره ده، چې دا مردار قچر وخوري.

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب