د غيبت په هكله حدیثونه

•    رسول الله صلي الله علِه وسلم د ژوند په اخري کال، د ذالحجې په مياشت کې د منی په ځمکه او د اختر په ورځ د مسلمانانو يوې سترې غونډې ته يوه خطبه او ګڼې توصيې وکړې او د خلکو عزت او ابرو يې د خلکو له مال او وينې سره برابره وګڼله.
له ابن عباس رضي الله عنهم څخه روايت دی، چې رسول الله صلی الله عليه وسلم د لوی اختر په ورځ خلکو ته په خطاب کې وفرمايل: ای خلکو! نن د څه شي ورځ ده؟ خلکو ورته وویل: د حرام ورځ، نو رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته وفرمايل: دا کوم ښار دی؟ خلکو وويل: حرام ښار، بيا يې وفرمايل: دا کومه مياشت ده؟ خلکو ورته وويل د حرام مياشت. نو رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: ستاسو وينې، مالونه او ستاسې عزت او ناموس پر يو بل باندې حرام دي، لکه ددې ورځې په شان، په دې ښار او په دې مياشت کې، بيا يې دا جمله څو ځل تکرار کړه، بيا يې د اسمان په لور وکتل او ويې فرمايل: ای خدايه! ایا ما ستا دين دې خلکو ته ورساوه؟ ایا ما ورساوه؟.
په دې حديث کې رسول الله صلی الله علیه وسلم د خلکو عزت او ابرو د هغوی له وينو او مال سره برابره ګڼلې ده، ايا بيا هم غواړو، چې د مسلمانانو غوښې وخورو؟!

رسول الله صلی الله عليه وسلم، خبرې کولې، دومره په لوړ اواز يې خبرې وکړې، چې حتی د خلکو کورونو ته یې غږ رسېده، خه يې غوښتل چې ويې وايي؟ ولې هغه صلی الله علیه وسلم دومره په لوړ اواز خبرې کولې؟چې حتی ښځو هم په کورونو کې اورېدلې؟ کومه داسې مهمه پېښه واقع شوې وه؟

•    د ابي برزه اسلمي رضي الله عنه څخه روايت دی، چې رسول الله صلی الله عليه وسلم په لوړ اواز خبرې کولې، تر دې چې ښځو هم اورېدې و يې فرمايل: ای هغه ډلې، چې په ژبه مو ايمان راوړی دی، او زړونو ته نه دی ښکته شوی، د خپل مسلمان ورور غيبت مه کوﺉ، او د هغوی په رازونو پسې مه ګرځئ،څوک چې د چا رازونو پسې ګرځي، الله تعالی د هغه رازونه را لوڅوي، او الله پاک چې د چا په رازونو بسې شو، تر دې چې په خپل کور کې يې رسوا کړي.
اورېدلي به مو وي، چې د سود خوړونکو سره الله پاک د جنګ اعلان کړی دی،نو د انسان د عزت سود اخستل، د هغه د پيسو د سود اخستلو څخه ډېر بد دي،سبحان الله؟ ولې لږ له ځان سره فکر نه کوې او د ژبې پړي دې دا ډول شکولي دي؟؟اورېدلي به مو وي، چې د سود خوړونکو سره الله پاک د جنګ اعلان کړی دی،نو د انسان د عزت سود اخستل، د هغه د پيسو د سود اخستلو څخه ډېر بد دي،سبحان الله؟ ولې لږ له ځان سره فکر نه کوې او د ژبې پړي دې دا ډول شکولي دي؟؟

•    له براء بن عازب څخه روايت دی، چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي: سود ۷۷ ډولونه لري، چې د هغې تر ټولو کمه چې هغه د خپلې مور سره زنا کول، او تر ټولو لويه يې د خپل ورور پر عزت تيری دی.

•    د سعيد بن زيد څخه روايت دی، چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي، چې تر ټولو بد ترين سود هغه د خپل مسلمان ورور عزت او ابرو له منځه وړل دي.
که روژه دې نيولي وي، او د خوراکي توکو وړې وړې ټوټې په غاښونو کې پاتې وي او هغه دې د ژبې له خوځولو سره تېرې شي نو د عالمانو پسې ګرځې، چې د روژې حکم به مې څه وي؟
ايا تر اوسه دې داسې هم فکر کړی دی، چې غيبت کوې ، د خپل مسلمان ورور غوښې دې په غاښونو کې نښتې دي، او په ډېر ارام سره يې له ستوني تېروې او په اړه يې هېڅ فکر هم نه کوې! که ته يې په خپله نه وينې نو رسول الله صلی الله عليه وسلم يې د معجزې په ډول ويني.که روژه دې نيولي وي، او د خوراکي توکو وړې وړې ټوټې په غاښونو کې پاتې وي او هغه دې د ژبې له خوځولو سره تېرې شي نو د عالمانو پسې ګرځې، چې د روژې حکم به مې څه وي؟
كه څه هم چې ته يې نه وينې، مګر په باوري توګه وایم، چې د غيبت بد اثار په په خپل زړه، او روح کې احساسوې، البته که چېرته ژوندی زړه ولرې (وقال قرینه ربنا ما أطغیته ولکن کان فی ضلال بعید) ق/27

•    له عبدالله بن مسعود رضی الله عنه څخه روايت دی، چې مونږ د رسول الله صلی الله عليه وسلم سره په يوه مجلس کې وو، چې يو سړی له مجلسه پورته شو او لاړ، وروسته ورپسې يو کس څه خبره وکړه، رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته وفرمايل، چې غاښونه دې خلال (په اوسنۍ اصطلاح ډکی په کې ووهه) کړه هغه کس وويل، چې له څه شي، يې خلال کړم؟ غوښه خو مې نه ده خوړلې ! رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته وفرمايل: د خپل ورور غوښه دې خوړلې ده.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب