د سهار د لمونځ فضیلت

د حضرت عبدالله بن جندب ( رض) بيان دى چې حضرت محمد (ص) ويلي دي چې ” هغه څوك چې د فجر لمونځ ادا كوي هغه د خداى په امان كښې دى.”

لمونځ د اسلام د مبين دين ستون فقرات او اساسي ركن  ګڼل كيږي .د پنځه وخته  د ټولو لمونځونو  ادا كول   مهم دي خو د فجر لمونځ  ډير اهميت لري . سهار وختي هغه وخت چې سړی د شيرين  خوب په غيږ كښې  آرام پروت وي ،په دغه وخت كې  له بستر نه پاڅيدل    په سړي باندې  ډير  سخت   تماميږي  . خو يو مومن مسلمان چې كله  د فجر له  آذان  سره د ” الصلاة خير من النوم ” يعنى   لمونځ له خوب نه بهتر دى  ، په غوږونو واروي  او بيا سمدستي  د الله اكبر او  لا إلله  الإ الله په ويلو د خوندور خوب له خوند څخه تير يږي  او له بستر څخه را  پاڅيږي ،   بيا  ځي   اودس كوي ي   او  په  اوداسه د جومات په لور روانيږي او بيا هلته په جومات كښې په جماعت سره لمونځ ادا كوي . په دغه وخت كښې دا مومن مسلمان د خداى په پناه كښې راځي او د خداى له رحمت څه برخورداره كيږي   او بيا يې  ټوله ورځ د خداى په نګهبانئ كښې تيريږي .
د يو مسلمان د پاره دا څومره ستره خوشبختي  او  نيكمرغي ده چې خپله ورځ د خداى پاك په   پناه او امان  كښې پيل  او پاى ته  رسوي .
له دى برعكس هغه څوك    چې د شپې تر ناوخته  ناست وي ، دتلفزيون  دبې معنى پروګرامونو په ليدو ليدو كښې ورباندې د سهار دوه يا درې بجې شي بيا تلفزيون ته په كتو كتو ورباندې خوب غلبه وكړي او ويده شي  ، له ويدو كيدو څخه د مخه  نه د خداى نوم په خوله اخلي او نه دعا كوي ، ددې كار نتيجه داده چې شيطان  په  ده   باندې   غلبه پيدا كوي او نه يې پريږدي چې  له آرام خوب  څخه د لمونځ د پاره  را پاڅيږي ، شيطان ورته په زړه او دماغ كښې  وسوسې پيدا كوي او ورته وايي چې  شيرين خوب دې مه خرابوه ، خوب دې پوره كړه . لمر  وخيژي خو دى همغسې په بستر كښې  بې پروا پروت وي بيا كله چې راپاڅيږي نو د وجود  سستيا احساسوي  .خپل وجدان او ضمير ته هم ملامت وي .  خداى پاك  دداسې  بې پروا بنده پروا  نه كوي او هيڅكله يې  په خپل  امان   او  حفاظت  كښې نه ساتي .
هغه مسلمان چې د فجر  لمونځ  ادا كوي هغه تل د خداى په امان كښې وي ، د هغه طبيعت  تل  تر او تازه وي ، هغه د خپل ضمير او وجدان  په وړاندې د ملالمتۍ احساس نه كوي ،  هغه ته خداى پاك جنت په نصيب كوي او له جنهم څخه ورته نجات وركوي ،  د فجر د لمونځ ادا كونكى د خداى  پاك  په ديدار مشرف كيږي. اوس كه څوك د فجر لمونځ نه ادا كوي نو دى به له پورتنيو خوشبختيو څخه بې برخې پاتې  وي  او  داڅومره  د    افسوس  خبره ده چې څوك پخپله او له خپله لاسه  د خداى پاك له  حفظ او پناه  څخه محروم پاتې  شي .
د لمونځ  د ادا كولو د پاره پيسو ته ضرورت  نشته ، د لمونځ د ادا كولو د پاره واسطې ته ضرورت نشته ، په  غريب او  بډاى په  زوړ ، ځوان  ، بيمار په ټولو مسلمانانو لمونځ فرض دى. د  لمونځ قضا كول په هيڅ صورت او په هيڅ وخت كښې روا نه دى .
ډير داسې  مسلمانان  شته چې  په ساعتو ساعتو تلفزيون ته  ناست وي ، فلمونه كوري ، د فوټبال ، كركټ يا  د نورو لوبو تماشه كوي .   د لمونځ وخت راورسي د لمونځ د پاره  آذانونه  هم وشي  خو دوي له ځايه نه پاڅيږي ، لمونځ ورڅخه قضا شي او دوي لا هغسې  ناست وي . داسې   مسلمانانو ته ښايي چې د غلفت له خوبه را بيدار شي  او دا احساس وكړي چې دوي  د لمونځ په اداكولو كښې له  كوتاهۍ څخه كار اخلي. دوي بايد په دى حقيقت ځانونه خبر كړي چې لمونځ په هر مسلمان فرض دى   .   دوي ته ښايي چې د پنځه وخته لمونځونو   او په خاص ډول د فجر د لمونځ د ادا كولو د پاره  پوخ عزم او پخه اراده وكړي . دوي بايد د شپې د وخته ويده شي  او سهار د وخته د لمونځ د كولو د پاره له خوبه راپاڅيږي   د سهار د لمونځ د پاڅيدو د پاره يو كوكي ګړۍ  ته ضرورت دى . نو د مسلمانانو په هر  كور كښې  بايد يو كوكي ګړۍ  موجوده  وي  چې ددې ګړۍ په مرسته د كور يو غړى له خوبه راپاڅياو بيا هغه د كورنۍ نور غړي  د لمانځه د پاره  راپاڅوي .
دعا كوو چې خداى پاك دې مونږ ټولو ته  توان او  توفيق راكړي چې د پنځه وخته لمونځولو په ادا كولو كښې  په پاك نيت سره رسيدګي وكولاى شو او د فجرد لمونځ په ادا كولو سره  تل د خداى پاك په امان او پناه كې ووسو . آمين
الحاج فضل الله رشتين

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب