د فحشاء خپرول د ټولنې ړنګولو په معنی ده

هغه خطر چی په فکري جنګ کې کورنۍ نظام ته متوجه دی فحشاء خبري خپرول دي.
الله تعالی فرمائی :
إِنَّ الَّذِينَ يُحِبُّونَ أَنْ تَشِيعَ الْفَاحِشَةُ فِي الَّذِينَ آمَنُوا لهم عذاب الیم فی الدنیا و الاخرةُُ والله یعلم وانتم لا تعلمون [النور: 19.

تر جمه : بیشکه هغه کسان چه خوښوي دغه (خبره) چه خوره شي فاحشه بدنامی په حق دهغو کسانو کې چه ایمان ئې راوړی دی شته دغو (کسانو) ته عذاب دردناک په دنیا کې (به حد د قذف او په بدنامی سره) او په آخرت کې (په اور د دوزخ سره) او الله ښه عالم دی او تاسی نه پوهیږئ (پر ضرر د هغې خوری کړی فاحشی)

د اسلام دښمنانو دا درک کړي چی اسلامي ټولنه کې د فحشاؤ د خپراوي په وسیله به د مسلمانانو کورونه ړنګوي . یهودو پخوا څخه هم دغه دسیسه کاروله کله چې غوښتل نصرانیت له منځه یوسي ځکه چی نصرانیت دهغوی په غرب کې مستقیما دښمن ؤ د یهودو په برتوکولاتو کې راځي:

پکار ده چی په نصاراو منځ کې دفحشاء او بی حیائی خبري عام او نشر شی ، د فضیلت او بهترې خبرې دی ړنګی او ختمی شي ، او همداسی وه چې شپی او ورځي به ئې دسیسی او پلانونه جوړول ، تر دی پوری چی په غرب کې دخپلو محارمو سره نکاح کیدله.

اوبیا په اسلامی نړی اخبارونو کې به کله نا کله دغسې خبرونه نشر کیدل …

څنګه یو شخص خپلو محارمو سره نکاح کوي ؟ دا نه چی داسی کار به یو ځل شوی وي او بس بلکی ډیرې ځل داسې شوي او بیا نشر ته سپارل شوی .

په همدغه توګه د اسلام دښمنان یهود او نصاری دواړه سره یو شوي او په خپل مادي قوت سره غواړی چی د مسلمانانو ټولنۍ د فحشاء فلمونو، مجلو، کتابونو پذریعه ورڅخه اسلامی اخلاق لری او پرځائې غربی مادی اخلاق ځائې پر ځائې کړي .غواړی چی په اسلامی ټولنه کې یو ماشوم داسی وروزی چی هغه به د اسلامی اخلاقو او دین باندی ایمان نه لري ، ځکه چی د هغه فلمونو څخه ئې دا زده کړی وی چی خپله کورنۍ د غربی وسایلو په ذریعه څنګه ړنګه کړي ؟

ډیری کورنۍ دی چې په همدغه نتیجه کې ړنګي شوي خپل میرمن ته ئی طلاق ورکړي، ډیری میرمنی د خپلو خاوندانو دسترګو لیدلی حال په وجه کور پریښی .نو پدی سره دغه فکری جنګ وکولائې شو چی اسلامي ټولنه هغه مثالي ټولنۍ څخه لری کړي چی د ځان حفاظت کولايی شي . الا ما شاء الله چی په کومو ټولنو باندی الله تعالی رحم کړی وي او هغوی د الله تعالی دین ته ژمن وي او حفاظت ئې کوي .

زیاتونه :
په اوسني شرایطو کې چی افغانستان او اسلامي نړۍ ورسره لاس او ګریوان دی نو غربی نړۍ ټول قوت پدی لګیا دی چی څرنګه د مسلمانانو منځ کی خپلو مادی امکاناتو په کارولو سره لکه : میډیا ، د هیوادونواشغال او تبشری ډلو په واسطه غواړی چی مسلمانۍ کورنۍ هغه تل پاتی خوښي په غم بدل کړي . یو څه موده وړاندی په شمال کې یومسجد خادم لخوا کومه غلطی شوی وه نو هغه ئې د ټولو علماؤ سپکاوي لامل وګرځوه حال دا چی هغه شخص عالم نه ؤ خو غربی میډیا دی ته داسی زور ورکړی ؤ چی خلکو په منځ کی فحشاء خبرو د شایع کیدو لپاره کومه پروژه پلي کوي.

د اسلام مبین دین د قذف (څوک په ناحقه تهمتول) کبیره ګناه بللی او د حد جاري کیدو لپاره ئی (۴) څلور شاهدان شرط کړي او که چیری دری شاهدان وي او څلورم شخص ورسره نه وی نو پدی دری واړو باندی د قذف حد جاری کیږی . د دی لپاره چې دمسلمانۍ کورنۍ مجد او عزت پر ځاي وي ، کورنۍ نظام پیاوړی او برقرار وي.

د حدودو نفاذ مقصد دا دی چی نورو خلکو ته عبرت شی دائی مقصد نه دی چی خلکو منځ کې د داسی فحشی خبري خپري شی او بس.

داسلام دین هر حد د ټولنی سلامتیا او حفاظت په موخه الله تبارک وتعالی د فطرت سره سم پر انسانیت باندی فرض کړئ او که چیرې حدود نافذ شی نو ټولنه به د پرمختګ او ترقي په لور روان شي . بد امنیی ، غلا، اختلاس ، د بیت المال لټول ، رشوت، زنا، لواطت ،شراب څښل او داسی نور ناوړه اعمال چی اسلام منع کړی خلک تری پدی نیت منع شی چی الله تعالی حرام ګرځولی نو الله تعالی به اسلامي امت ته هغه مجد عزت او سرلوړي چی په خیر القرون او خلافت دوران کې ورکړي ؤ بیا به اعاده کوي . او که چیري عزت په مال دولت ، سیادت او قیادت ، او نفسی خواهشاتو په پوره کولو کې لټوو نو بیا به الله تعالی مونږ او تاسو لدی څه زیات ذلیل او رسواکوي . الله تعالی دی وکړي چې مونږ او تاسو ته د اسلام هراړخیز فهم راپه برخه شي . الله تعالی دی وکړي چې د نیک عمل ، اخلاص او په سختیو کې د صبر او زغم حوصیله راته په برخه کړي . آمین یارب العالیمن .

ژباړه : عبدالله (حامد)

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب