د فـطـر صـدقـه(سـرسـايـه)

د فطر د صدقى(سرسايى) اندازه نيمه كاسه ده چه هغه دوه كيلو غنم كيږى يايوه كاسه دخرما يا د وڅكو يا د اوربشو ده ياددغوشيانومروجه بيه نقدى پيسى دى، كه چاخرماياوڅكى ياكشمش وركول نوپوره كاسه به وركوى كه څه هم قيمت ئې ترنيمه كاسه غنموبالاوى امام ابوحنيفه (رح) اوامام محمد(رح) وايى چه كاسه دعراق په رطل سره اته رطله ده چه څلورمنه كيږى مګرامام ابويوسف (رح) وايى چه كاسه دعراق په رطل سره پنځه رطله اويوه دريمه د رطل ده،
هرآزادمسلمان چه دهرمال د نصاب خاوندوى اودغه نصاب تر حاجت اصلى بالاوى لكه داستوګنى تركور، ترجامو، دسپرلۍ تر آس، دپسرلۍ ترموټر، اوترجنګى سلاح لكه ټوپك، كلاشنكوپ ياداسى نورسامان نوسرسايه ورباندى واجب ده، پرمريى ياكافر باندى سرسايه واجب نده، دخپل ځان اونابالغه اولاد اودخدمت د مريانوسرسايه به وركوى، نارينه دخپلى ښځى دسرسايى دوركولو مسئول نه دى، كه ښځه غنى وه نوپردی پخپله سرسايه واجب ده پلاردبالغواولادودسرسايى مسئول ندى كه څه هم اولادونه له ده سره ګډ ژوندكوى .
كه زامنودپلارسرمايه په كاراچولى وه اوګټه ئې پلارته وركول نو زامن مسكينان اودپلارمزدوران دى نه زكات ورباندى شته اونه سرسايه، همدارازكه زامنوخپل كسب ياتجارت درلودى اوپلارئې مسكين وو نو پرپلارنه زكات شته اونه سرسايه، دمكاتب مريى اوهغه مريان چه دتجارت دپاره وى سرسايه دى نه وركوى مګر د هغوى په بيه كښى زكات شته، همدارنګه هغه مريى چه په دوو كسانو شريك وى سرسايه ئې پرهيڅ يوه نشته، مګرمسلمان به د خپل كافرمريى سرسايه دوه كيلو غنم يا يوه كاسه دخرمايايوه كاسه داوربشو يادغنمو يامعادل بيه نقدى پيسى وركوى .
د سرسايى وركړه دكمكى اختردسهارله دوهمى سپيدويعنى صبح صادق وروسته شروع كيږى، امام شافعى(رح) وايى چه دروژى د مياشتى دآخرى ورځى له لمرلويدونه وروسته شروع كيږى، كه څوك دكمكى اختردسهارله دوهموسپيدوترمخه مړشونوسرسايه ورباندى واجب نده، همدارازكه كافر د دوهموسپيدووروسته مسلمان شو ياڅوك وزيږيدى نوسرسايه ورباندى واجب ده، ښه كاردى چه عيدګاه ته له تګ نه مخكى سرسايه وركړى څوچه فقيران او محتاجان په خوشحالى سره عيدګاه وكړى، كه څوك داخترله ورځى نه مخكى سرسايه وركړى رواده اوښه كاردى، كه چاداختر په ورځ سرسايه ورنه كړه نووركړه دسرسايى ورباندى پاته ده وردى كړى. كه ښځى له دروجوړونه زيادى داغستلوجامى درلودى او قيمت ئې ونصاب ته رسيدى پرهغه ښځى سرسايه واجب ده پرچاچه شرعى سرسايه واجب وى يااخترى ورباندى واجب وى هغه ته دبل دزكات اخستل حرام دى .

 

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب