د فیسبوک زیات شمیر کاروونکي په ژور خپګان اخته کیږي

د فیسبوک زیات شمیر کاروونکي په ژور خپګان اخته کیږي

ځينې کاروونکي بیا په ورځنۍ ډول له اندازې زیات فیسبوک کاروي او له ملګرو سره له اړیکه ټینګولو سربیره خپل ژوند او وړتیا له خپل نورو ملګرو سره مقایسه کوي.

د امریکا د هیوستن نومې پوهنتون څیړوونکي د خپلو څيړونو په نتیجه کې معلومه کړې چې څنګه د فیسبوک کاروونکي له دغې ویب پاڼې څخه معلومات ترلاسه کوي او خپل ژوند له نورو سره مقایسه کولو سره په ژور خپګان اخته کیږي.

د یوې څیړنې چې د فیسبوک ۱۸۰ کاروونکي په کې ګډون کړی و پر بنسټ د هر کاروونکي د فیسبوک د استعمالولو موده د هغې له ژور خپګان سره پیاوړی اړیکه لري.

د یوې بلې څیړنې پر بنسټ چې د فیسبوک په ۱۵۲ کاروونکو ترسره شوی و ښيي چې د کاروونکو د خپګان اندازه د هغوي د فیسبوک کارونې طریقې سره نژدې اړیکه لري.

د دغې څيړنې څیړوونکی مای لي استیرز په دې اړه وویل:« دا په دې معنی ده چې فیسبوک په کاروونکو کې د ژور خپګان لامل ګرځي. د خپګان احساس، د اوږدې مودې لپاره فیسبوک کارول او خپل ژوند له نورو سره مقایسه کول هغه عوامل دي چې انسان په ژور خپګان اخته کوي.»

د څیړوونکو په وینا د فیسبوک په څیر اجتماعي ویب پاڼې د خلکو د ژوند په اړه هر ډول معلومات د هغې له دوستانو سره شریکوي چې بیا د ملګرو د ژوند مقایسه له خپل ژوند سره کولی شي انسان په ژور خپګان اخته کړي او د دغې ډول ویب پاڼو زیاتیدل د زیات شمیر کاروونکو په دغه ناروغۍ د اخته کیدو په معنی دی.

مهمه خبره دا ده چې ټول کاروونکي په اجتماعي ویب پاڼو کې خپل د ژوند مثبت اړخونه شریکوي چې نور کاروونکي د هغوي د ژوند مثبت اړخونه له خپل منفي اړخونو سره مقایسه کولو سره په ژور خپګان اخته کیږي.

که غواړئ په ژور خپګان اخته نه شئ نو د اوږدې مودې لپاره فیسبوک مه کاروئ، د فیسبوک په هره خبره باور مه کوئ او د نورو ژوند له خپل ژوند سره مه مقایسه کوئ.

نن ټکی اسیا (۱۳۹۴ل)

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب