د قبرونو د خاورو یا خوردو خوړلو حکم

سوال :-ډیری ښځی اوځنی سړی دقبروخاوری چی دوی يـــي خوړدې بولې خوری اوکور ته يي هم راوړی چی هلته يي دکورنوروکړې هم استعمـالوی ایاداعمل جائزده اوکه نه ؟
ځواب :- خاوره په خپله پاکه ده البته خوړل يي حرام دې مطلقاًکه دقبــــروې اوکه دغیرقبر په حـدیـــث شـریف کښې ددی عمل سخت ممانعت راغلی له حضرت ابوهریره (رض) مرفوع حدیث ده . مــن اکل الطین فکانمااعاناعلی قتل نفسه طبرانی ج۶ ص ۳۱۱ ترجمه چاچی خاوره یاخټه ؤخوړله ګویاکی هغه کومک وکړپه وژلوله خپل ځان سره
فتاوی علمګیری لیکی
الطین الذی یحمل من مــکه ویسمی طین هــمزه هــــــــــــل الکراهة فیه کا لــکراهة فــــی طین الذی وردالـحدیـــــــــث فیه قال الـــــــــــــــــــکراهة فی الجمیع متــــحـــــدکــــــــذافی جـوهــــر الفتــــــــاوی ج ۵ص ۳۴۱ باب الکراهة هـــغه خــــاوره چی دمـــکی مکرمی نـــــه رااخســــتل کیـږی اوخاوره دحمزه (رض) يي بولـــې ایــــاکــراهة پکښی شته لکه کراهة په هغـــه خــــاوره کـی چی حدیث شریف پکښــــی راغـــلی په ځــواب کی لیــکی چی کراهة پوټولوکی یوشی ده په جوهـــرالفــــتاوی کـــی هـــم ذکـــردی همدارنګه مخته مونـــږذکرکړوچـــی مـــکروه مطلقاًذکـــرشی مــرادورنه دامام صاحب و غیره په نزدمکروه تحریمې دی لهذاخوړل دخاوری یاخوړدو حرام دی 

 قبرو ته دنذر منلو حکم

سوال :-ځینی خلګ قبروته نذرونه منې په دی طریقه چی که زمـافلانی کار وشونوزه به دفلانی بزرګ یاشهیدپه قبرپســـه حلالوم اویابــــه پوښ پـــرې اچــوم وغیره په شریعت نبوی ﷺ کښی ددی عمل حکم څه ده ؟
ځوب : په دغه مسئله کښی څه تفصیل ده چی تشریح يي پـــه لاندی ډول ده داحنافومشهورکتاب درمختارلیکې
واعلم ان النذرالـــــــذی یقــــع للامـــوات مــن اکثــــرالعـوام ومــایـــــؤخــــذمــــن الـــدراهم والشــــــــــمع والزیت ونـــــحو همــــــاالی ضـــــرائح الاولیــــأالــــــکرام تقربــــاًالیــــهم فـهو بالاجماع بـــاطل وحرام مــالم یقصدواصرفهالفقراء الانــام وقدابتـــــــلي النـــاس بذالک لا سیمافی هذه الاعصاروقـد بسطه العلامه قاسم فی شرح درالبحاردرمختارقبیل باب اعتکاف پوشه چـــی اکثـــرعـــوام دمړوپه نـــامو نذرونه منی اوداولیأووقبروته شمعی روپۍ اوتیـــل اوداســـی نورنـــذرونــــه راوړی هغوی ته دنزدیکت لپاره داټول په اتفاق دعلمــــأووسره بـــاطل اوحرام دی ترڅـــوچــی يـــي قصــدنـــه وی کړی صرفول ددی نذروفقیرانوتـــه اوخلګ په دی عمـــل کـــښی پــــه کثــــرت ســـره مبتلادی خاصکرددغی زمـــانی خلګ اودغه مسئله علامه قـــاسم په شـــرح د در البحارکی په نفصیل سره بیان کړی
علامه شامی دنذردحراموالی په بارکی څووجی بیان کړی دی اول داچــه دانذردمخلوق دپاره دی اونذردمخلوق دپاره منل جائزندی دوهــــــم داچــه دچادپاره نذرمنل کیږی هغه مړی ده اومړی دهیڅ یوشی مالکان ندی دریم داچه دنذرمنونکی خیال داوی چی له الله تعالی ﷻ نه پرته مړی هم پـــه تکو ینی اموروکښی تصرف کولای شی حالنکه داعقیده کفرده ردمحتارج۲ ص۳۳۹ مطلب داچه نذردی الله تعالی ﷻ نه پرته بل چاته منل حرام دی که هـرڅه وی دوهم داچی که چاداسی نذرومانه نوپوره کول يي روانــدی که پـــوره کړی سرته ورسوی نوپوره کونکی يي کنهګارده فتاوی عـــــــلمګیری ج۱ص۲۰۸ بحـــرالرائـــق اوداســـی نـــوروپـــه دی تــصریح کــړی چی که چادی معصیت نذرومانه نوپوره کول يي ضروری ندی لهذاله الله تعالی ﷻ نه پرته نذرمنل یوه ګناه ده اوپوره کول يي بله ګناه ده نوکه یوه ګناه شوې وی دبلـی نه ځــان وساته دریم که چاداسی نذرومانه اوپــوره يـــي هـــم کړنودادغیـــراللهﷻ پـــه ناموده او حرام ده خوراک يااستعمالول يي جائــزندی نـــوکه کوم ځناوردی قبردپاره نذرشی اوحـــلال شی ولوکه دی حـــــلالیدو پروخت بسم الله پــری ویل شوی هم وی داحرام ده اوخـــوراک يــي جائــزنـــده

امام ربانی مجدد الف ثانی لیکی
حیوانات راازمشـائخ می کـنــــند وبرسرقبرهـای ایشـــــــان رفته ان حیوانات راذبح مــی نمــــــائیددر روایات فقهـیــه ایـــن امررانیــــــز دا خل شرک ساخته انـدودر ایـــن مبالغه نموده واین ذبح راازجنس ذبائح جن ساخته اندکه ممـــنوع شرعـی است داخل دائره شــــــــرک مکتوبات امام ربانی دفتــــرسوم کوم ځناورچـی دبزرګانوپه نامود هغوقبــروته بوتـل کیـــږی اوهلته حلالیږی دی فقهی روایــــــاتـوله مخی داعمل شرک ده اولـــه دینه دبچ کــــــــیدوډیـــرتاکیدراغـــلی اوداپـه هغوحلالولوکــی شمیرل کـــیږی کوم چی دپیریانوپه نامو حلالیــــږی داعمــــل منع ده اوپـه شــــــرک کی داخـــــــل ده څلورم که چانذردی الله تعالیﷻ دپـــاره کـــړی وی اومـــړی ته صرف ایصال ثواب مطلب وی اویايي زیارت ته په بووتـــلوکی دزیارت ملنګانوته فائده رسول مطلب وی نوداقســـم نـــذرحرام نـــده خوبدبختانه چی عـــوام ددغــــه صورت اودمختنی جلاولی نشی سره کولای لهذاله دینه هم پرهـیزپکارده حضرت امــام ربانی له مختنی عباراتووروسته لیکی
وازین عمل نیزاجتناب بــــــــاید نمودکه شائبـــــــــــه شــــرک دارد وجوه نذربسیار است چه درکار است که نذرذبـح حیوانی کنــند وارتکاب ذبح ان نمائندوبذبـح جن ملحق سازندوتشبه بعـــبده جن پیداکنندمکتوب ۱۴دفترســــوم له دینه هـــــم پرهیــزکول پــکاردی ځـــکه چی شائبــــه دی شـــرک پـــکښی شته دی نـــذر ډیری وجـی دی څه ضروری ده چی کــــــــــــــــــوم حیــــــوان حـــلالــــوی اوپـــه حلالــیدوسره يي دپیریانوپه نامه حلال شوی سره پیوسته کوی اودی پیــریانود عبــــادت کونکـــی ســــره مـشابهت کوی

پنځم که چاداسی نذرومانه چی که زمافلانی کاروشونوزه به دالله تعالیﷻ په نامودومره روپۍ یاغنم دروحانی بابامینجورته ورکوم اوثـــــواب به يي روحانې باباته بخښم دانــــــــذرهم صحح ده البته که چیری ددی شخص هغه مطلوب کاروشونوضروری نده چی نذرشوی شی به ضروردروحـــانی بــابـا مینجورته ورکوی بلکی هرچیرته چی يي فقیرانو او غریبانوته ورکړی دده نذرپوره شواوثواب يي روحانی باباته رسیږی اوکه هغومینجور ته ورکول ضروری بولې نومعلومیږی چی په زړه کی يي اخلاص نشته دی الله تعــالی د پاره شپږم دی نذرپه باره کی اهم ترین مسئله چی په دی باب کی فیــصله کن ده هغه داچه دکـــــوم کارپه کولواونه کولوکی دنذرمنلوهیڅ دخل نشته اونه نذردالله تــعالی ﷻ قضأاو تقدیــربدلولای شی ځکـــه چی حضرت نبی ﷺ فرمايي
لاتنذروافان النذرلایغنی من القدرشیأًوانمـــــــــــــا یستخرج من مال البــخل مشکوة ص ۲۹۷ تاسونذرونه مه منـــئ ځکه نذردی اللهﷻ تقـــــدیرهیـــــڅ نشی بـــــدلــولای اونـــذر دبخیلانولـــــه مـــــــاله ووځـــــی چی پــــه شرط صدقـه ورکـوی شیخ عبدالحق محمدث دهلوی ددی حدیث په شرحه کی لیکې چی نذردی تقدیرخبری ته ټال ورکوی ځکه مـــنع ده اودادی بخــیل مخــلوق کارده چی دانذرچی یوقسم صدقه ده په شرط يي ورکوی لهذابغیردی شرط نه صدقه ورکول پکارده خوکه نذرمنی باید ډیرپه مخلصانه طریقه وی .

حاشیه مشکوة فی ذالک لاموضوع بالاخیره دی عوامودپاره ښه داده چـی شهدا وواولیاووته دثواب رسولوپه نیــــت دی هم نــــــــــذر ونه نکوی ځــــکه چــی یوخونذر تقـــــدیرنــــشی بـــدلولی اوبل داچـــه که دهغه مطلوب کار ووشی بـــیاوای چی ګـــوره دی فـــلانی ولی دپـــاره مانذرمـــــنلی ووخــــدایﷻ می کاروکړچی داهم دی عقیدی خرابـی ده ځـــکه نذرصرف الله تعـــالی ته منل کیږی اوصحح عقیده عوام نشی برابرولای والله اعلم

په زیارتو د غړو ویشلو پخولو حکم

سوال :-بعضی زیارتونوته ښځی ورځی اوهلته پری غړی پخوی ایاداهم په مثل دنذر ولیانوته حرام عمل ده اوکه نه ؟
ځواب :-دزیـــارتونومتــــعلق چــی څومره منکرات دی مونږذکرکړوداټول د اوسنی عصر په ښځوکی موجـوددی ځکه خواوس دعلماووفصله داده چی دښځوتلل زیارتوته ولـوکه زړې وی هــم نـــده صحح یوله هغومنکراتوڅخه چی دی زیارتومتعلق ترسره کیږی همدغه په سوال کی ذکرمنــکرعــــمل ده حضرت شاه عبدالعزیز(رح)په دی هکله داسی فرمايي
سوال :- طعام منت بزرګان جائزاست یانه . خـــوراک بـــزرګانوته نذرکول جائزدی اوکه نه ؟
ځواب :-خــوردن ان قریــــب بــــحرام اســــت بشرطیکه نذرالغــــیرالله باشـــد فتاوی عبدالعزیز ج۱ ص۹ خوړل ددی حراموته نیږدی دی په دی شرط چی نذردی اللهﷻ نه ماسواء دبل چادپاره وی لهذایوخووتل دښځوله کوره داحرام دی اوبل تحضیص دمکان دابدعت اوبل حرام ده اوبل دانذرالغیرالله ده ځــکه چی ښځی دجهالت دوجه خـــپل نـــیتونه صرف دی الله تعالی ﷻ دپاره نشی ګرزولای نودابل حرام ده بـــالاخیره له داسی اعـــمالونه پرهیزکول پکاردی

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب