د قبر زيارت

د قبر زيارت :

دقبرزيارت  دسړيو لپاره جائز دي چه ېزيارت ته لاړ شي مړی ته دعا وکړی  رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمائی :
زوروا القبور فإنها تذكركم الآخره
دقبرونو زياست ته ځی ځکه داقبرونه تاسی ته آخرت درپه يادوي .

((كنت نهيتكم عَن زيارة القبور، فزوروها. فإنها تزهد في الدنيا، وتذكر الآخرة)).(ابن ماجه)
ما تاسی د قبرونو د زيارت نه منع کړی وئ اوس (اجازت درکوم ) چه تاسې دقبرونو زيارت کوی ځکه چه (ددی ګټه داده چه ) په دې سره د دنيا بی رغبتی او دآخرت ياد او فکر پيدا کيږی.

په اول وخت کې ځکه منع ؤ تر څو هغه د جاهليت د وخت خرافات په بشپړه ټوګه له منځه ولاړ شی
له بده مرغه لاهم په ځنو مناطقو او ولسونو کې همغه مشريکانه اعمال  شته لکه : په قبرونو کې د حيوان زبح کول ، هلته اور بلول يا هغوی شفاء ګرځول او داسې نور دا ډول اعمال په اسلام کې هيڅ ځای نلری دا همغه د جاهليت د وخت پاتی ميراث دی چه له دين څخه ناخبره کسانو ته ورپاتی دی .
داسلام دين سراسر ټول حکمونه  د حکمت او مصلحت څخه ډک دي  د ځنو مصلحتونو پر بنا ښځی ته جايز نده چه د قبر ذيارت وکړی  .
لعن الله زائرات القبور الله ج  لعنت کړی دی پرهغو ښځو چه دقبرونو ذيارت وکړي .
دقبرونو دزيارت په وخت کې دا دعا ويل سنت دي :
«السَّلاَمُ عَلَى أَهْلِ الدِّيَارِ مِنَ المُؤْمِنِينَ وَالْمُسْلِمِينَ وَيَرْحَمُ اللَّهُ الْمُسْتَقْدِمِينَ مِنَّا وَالْمُسْتَأْخِرِينَ وَإِنَّا انْ شَاءَ اللَّهُ لَلاَحِقُونَ ».(مسلم، احمد و نسایی).
سلام دې وي پر تاسی ای ! اهل د قبرونو له مؤمنانو او م سلمانو الله ج دې رحم وکړی پرهغو کسانو چه له مونږ نه مخکی تللی او پر هغو کسانو چه له مونږ نه به ورسته رحلت کوي  اومونږ به هم ان شآء الله له تاسې سره يوځای شو.

په مرګ باندې دصبرکولواجر:

دحضرت ابوهريره (رض) نه روايت دی چه رسو ل الله (ص) فرمائی : چه د الله تعالی  ارشاد دی چه کله زه د خپل مؤمن بنده ،سړی ياښځی څوک ګران چه هرکله زه واخلم بيا هغه د ثواب هيله کې صبر وکړی نودهغه دپاره زما سره بغيردجنت نه هيڅ بدله نشته (بخاری) .
ومن الله توفيق

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب