د قبطي وژل او د موسي علیه السلام مدين ته تلل

موسي علیه السلام  دفرعون په کور کي ځوان سو. په دغه کور کي يې په خورا عزت اوتکريم سره ژوند کاوه  داسي ژوند يې کاوه لکه دپاچهانو زامن . له همدې وجهي څخه دى دفرعون پر مرکبونو باندي سپرېدئ داسي جامې يې اغوستې لکه فرعون چي اغوستې ډېرو خلګ ده ته  دفرعون زوى ويل . موسي علیه السلام  يوه ورځ ښار ته راووتى په کوڅو کي ګرځېدئ ، ورځ دڅاښت په حالت کي وه ټول دکانونه تړلي وه خلګ په کورو کي بيده وه ناببره موسي علیه السلام  دوه کسان وليده چي په جنګ سره اخته وه  يوه دبله يې سره وهل په دوى دواړو کي قبطي برلاسى وو بني اسرائيلى يې ژوبل کړى وو په دغه وخت کي موسي علیه السلام  ور ورسېدئ بني اسرائيلي دموسي علیه السلام  څخه مرسته وغوښته موسي علیه السلام  هڅه وکړه چي بني اسرائيلى دقبطي څخه خلاص کړي نو بناءً يې پر قبطي حمله وکړه په يوه سوک يې وواهه کله چي موسي علیه السلام  قبطى په سوک وواهه قبطى ځاى پرځاى مړ سو. دموسي علیه السلام  په دې کارسره ډېره خوا بده سوه ، په دې کارسره ډېر پښېمانه سو ليري يوځاى وړلاى دالله جل جلاله  څخه يې پردې کار باندي استغفار وغوښتى او دالله جل جلاله  درحمت غوښتنه يې وکړه په دې کار باندي دموسي علیه السلام  پرته يوازي بني اسرائيلى خبر وو او بل الله جل جلاله  خبر وو بل هيڅوک په دې کارباندي خبر نه وه . قبطيان چي خبر سوه سخت په غصه سوه او دا کار يې پربني اسرائيلو باندي ور واړوئ بيا فرعون ته ورغلل او هغه ته يې وويل چي زموږ نفر بني اسرائيلو وژلى دئ بايد ددوى څخه انتقام واخيستل سي او دوى په اسانه باندي خلاص نه سي ځکه  که دوى داغسي پرېښودل سي بيا جرائت پيدا کوي او تل به بيا دغه کارونه کوي. فرعون  ورته وويل :
تاسو وياست چي دا قتل بني اسرائيلو کړى دئ تاسو په خپلو سترګو ليدلى دئ؟ او که ددې کار لپاره شاهدان تېرولاى سئ ؟ چي داکاربني اسرائيلو کړى دئ؟ قبطيان بې جوابه پاته سوه سمدستي دقبطي دقاتل لټون يې پيل کړ، تصادفاً موسي علیه السلام  پر يوځاى باندي تېرېدئ بيا يې هغه بني اسرائيلى وليدئ چي دبل قبطي سره په جنګ اخته دئ هغه بني اسرائيلي چي موسي علیه السلام  وليدى نو دستي ورته ږغ کړ، چي ما ددې قبطي څخه وژغوره ، موسي علیه السلام  چي دده دا دوهم جنګ وليدئ ډېر په قهرسو چي ستا خو دهر چا سره جګړه وي بيا يې ورته وويل : (إِنَّكَ لَغَوِيٌّ مُّبِينٌ) يعني ته ښکاره ګمراه يې . خو بيا هم ور روان سو ددې لپاره چي پر هغه قبطي باندي حمله وکړي ، بني اسرائيلي چي دموسي علیه السلام  په مخ کي دقهر اوغصې نښي وليدې ژر يې ناري کړې او وې ويل :
 أَتُرِيدُ أَنْ تَقْتُلَنِي كَمَا قَتَلْتَ نَفْسًا بِالْأَمْسِ   (سورة قصص الاية ١٩)
ژباړه : اې موسي! ته غواړې چي ماووژنې لکه پرون چي دي يو سړى وواژه .
بني اسرائيلي چي داخبره وکړه قبطي واورېدل دستي يې دغه ځاى پرېښودئ سيده ولاړى نورو ملګرو ته يې وويل چي پرون چي کوم کس وژل سوى دئ دهغه قاتل موسي علیه السلام  دئ . خلګو وفرعون ته حال ورکړ، چي قبطي موسي علیه السلام  وژلى دئ . فرعون دستي خپل فوجيان ولېږل ترڅو موسي علیه السلام  ونيسي بيا يې ده ته راولي او دعامو خلګو په وړاندي يې قصاص کړي.ددې کار په کولو سره به بني اسرائيلو ته عبرت سي او بيا به ددې کار جرائت نه کوي .
دفرعون ددغه امر سره سم فرعوني فوجيان راووتل په کوڅو کي يې په موسي علیه السلام  پسي لټون پيل کړ، دفرعون دکورنۍ څخه يوکس حزقيل نومېدئ پټ يې ايمان راوړى وو دموسي علیه السلام  په مخه ورغلئ او ورته وې ويل چي فرعون داسي فيصله کړې ده چي تا ووژني نو زما مشوره داده چي ته نوره داسيمه پرېږده بل هيواد ته ولاړ سه ځکه فرعون غواړي چي تاووژني . موسي علیه السلام  ددغه مسلمان ورور مشوره خوښه کړه دستي يې اراده وکړه چي دمصر څخه ووزي او مدين ته ولاړسي ، ددې ارادې دکولو سره يې الله جل جلاله  ته دعا وکړه چي الله جل جلاله  لاره ورته وښيي او دتګ پرمهال دده دښمنان پر ړانده کړې او دده پرنيولو باندي هيڅوک بريالى نسي او نه دده دتګ لاره ډب کړي . ددغه خبري يادونه په لاندي آيت کي پوره ډول سره سوې ده چي الله جل جلاله  فرمايي :
وَدَخَلَ الْمَدِينَةَ عَلَى حِينِ غَفْلَةٍ مِنْ أَهْلِهَا فَوَجَدَ فِيهَا رَجُلَيْنِ يَقْتَتِلَانِ هَذَا مِنْ شِيعَتِهِ وَهَذَا مِنْ عَدُوِّهِ فَاسْتَغَاثَهُ الَّذِي مِنْ شِيعَتِهِ عَلَى الَّذِي مِنْ عَدُوِّهِ فَوَكَزَهُ مُوسَى فَقَضَى عَلَيْهِ قَالَ هَذَا مِنْ عَمَلِ الشَّيْطَانِ إِنَّهُ عَدُوٌّ مُضِلٌّ مُبِينٌ (15) قَالَ رَبِّ إِنِّي ظَلَمْتُ نَفْسِي فَاغْفِرْ لِي فَغَفَرَ لَهُ إِنَّهُ هُوَ الْغَفُورُ الرَّحِيمُ (16) قَالَ رَبِّ بِمَا أَنْعَمْتَ عَلَيَّ فَلَنْ أَكُونَ ظَهِيرًا لِلْمُجْرِمِينَ (17) فَأَصْبَحَ فِي الْمَدِينَةِ خَائِفًا يَتَرَقَّبُ فَإِذَا الَّذِي اسْتَنْصَرَهُ بِالْأَمْسِ يَسْتَصْرِخُهُ قَالَ لَهُ مُوَسَى إِنَّكَ لَغَوِيٌّ مُبِينٌ (18) فَلَمَّا أَنْ أَرَادَ أَنْ يَبْطِشَ بِالَّذِي هُوَ عَدُوٌّ لَهُمَا قَالَ يَا مُوسَى أَتُرِيدُ أَنْ تَقْتُلَنِي كَمَا قَتَلْتَ نَفْسًا بِالْأَمْسِ إِنْ تُرِيدُ إِلَّا أَنْ تَكُونَ جَبَّارًا فِي الْأَرْضِ وَمَا تُرِيدُ أَنْ تَكُونَ مِنَ الْمُصْلِحِينَ (19) وَجَاءَ رَجُلٌ مِنْ أَقْصَى الْمَدِينَةِ يَسْعَى قَالَ يَا مُوسَى إِنَّ الْمَلَأَ يَأْتَمِرُونَ بِكَ لِيَقْتُلُوكَ فَاخْرُجْ إِنِّي لَكَ مِنَ النَّاصِحِينَ (20) فَخَرَجَ مِنْهَا خَائِفًا يَتَرَقَّبُ قَالَ رَبِّ نَجِّنِي مِنَ الْقَوْمِ الظَّالِمِينَ (21) (سورة قصص الايات ١٥ الي ٢١)
ژباړه : موسي علیه السلام  ښار ته داخل سو چي دښار ټول خلګ په کورنو کي بيده وه نو ددوه داسي کسان يې وليدل چي جنګ يې سره کاوه يو دده دقومه څخه وو او بل دده ددښمنانو دډلي څخه وو . هغه کس چي دده دقوم څخه  و  دده څخه يې مرسته وغوښته ده هم په مرسته پيل وکړ، او هغه خپل دښمن يې په سوک باندي وواهه هغه مړ سو نو ده وويل دا دشيطان عمل وو بېشکه شيطان ښکاره لار ورکونکى دښمن دئ. موسي علیه السلام  وويل : اې ربه! بېشکه ما پرخپل ځان باندي ظلم وکړ، ماته مغفرت وکړې . الله جل جلاله  ده ته مغفرت وکړ، بېشکه الله جل جلاله  زيات مغفرت کونکى او زيات مهربانه دئ . موسي علیه السلام  وويل : اې زما ربه ! دهغه نعمت له وجهي چي تا ماته راکړى دئ زه دمجرمانو ملاتړونکى نه يم . بيا په ښار کي په داسي حالت کي سهار سو چي خلګ دقبطي په قاتل پسي ګرځېده په دغه وخت کي هغه کس بيا دده څخه مرسته وغوښته چي پرون يې مرسته ورسره کړې وه . موسي علیه السلام  ورته وويل : بېشکه ته ښکاره ګمراه يې . کله چي ده اراده وکړه چي هغه کس ونيسي چي ددوى  دواړو دښمن وو بني اسرائيلي وويل : اې موسي! ته غواړي چي ماووژنې لکه پرون چي دي هغه بل سړى وواژه. ته اراده نه لري مګر داچي ته په مځکه کي يو ظالم کس سې او ته اراده نه لرې چي ته دمصلحانو خلګو څخه جوړ سې. يو بل کس دښار دپاى څخه راغلى په ډېره چابکۍ سره او وې ويل : اې موسي! بېشکه رئيسان مشوره کوي چي تا ووژني نو ته دښار څخه ووزه بېشکه زه تاته دنصيحت کونکو څخه يم . نو موسي علیه السلام  دښار څخه وواتى دويري څخه دهغه کسانو چي دده لټون يې کاوه . موسي علیه السلام  وويل : اې زما ربه ! ماته دظالمانو څخه نجات راکړې.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب