د قدر د شپې فقهي مسائل

د قدر شپه د دې امت خصوصيت دی

مسئله: د قدر شپه ددي أمت خصوصیت ده په مرقات ۴\ ۵۰۷ کي راغلي : حدیث په دي دلالت کوي چې د قدر شپه ددې امت یوځانګړتیا او امتیاز ده. وړاندیني امتونه له دغه انعام څخه محروم وو .

فی تفسير ابن کثير ۴\ ۵۳۲ وتفسير مظهري۱۰\۲۸۷ وهذايدل علی ان ليلة القدرمن خصائص هذه الامة وبه جزم بن حبيب من المالکية وعدة من الشافعية الخ

د قدر د شپې ځانګړې دعاء

مسئله: د قدر په شپه ددي دعا ډیر ډیر ویل مستحب ده : اللهم انک عفو تحب العفو فاعف عني . تفسیر ابن کثیر ۴\ ۵۳۱ وتفسیر مظهري ۱۰\۲۹۴ وعبارته :

يستحب ان يکثرفي ليلة القدراللهم انک عفوتحب العفوفاعف عني لحديث عائشة قالت قلت يارسول الله أرئيت ان علمت ای ليلة القدر مااقول فيها؟ قال قولي اللهم انک عفوالخ اخرجه الترمذي وغيره .

څوک چې د قدر شپه وويني نو بيا دي چاته نه وايې

مسئله: هغه څوک چې د قدر شپه وومومي نوپه اخلاص دي دعا کوي ، اوبیا دي خلګو ته یادونه نه کوي .

لمافی الشامي ۴\۵۱۳ وينبغي لمن يراها ان يکتمها ويدعوالله تعالی بالاخلاص الخ وفي الطحطاوي ص\ ۳۹۹ ويستحب كتمانها لمن راها اتباعا له صلي الله عليه وسلم والحكمة في اخفائها ان يجتهد من يريدها في احياء الليالي الكثير طلبآ لموافقتها فتكثر عبادته له تعالى . كذا في المرقات ۴\ ۵۱۶

د قدر د شپي طلب مستحب ده

مسئله: د قدر د شپې طلب مستحب ده یعني د قدر د شپې تلاش او د هغې معلومول سنت ده . او دا د ټول کال د شپو نه غوره شپه ده .

کمافی الهنديه ۱\۲۱۶ اعلم ان ليلة القدر فاضلة يستحب طلبها وهي افضل الليالي السنة کلها . کذافی الشامي ۴\ ۵۱۳ .يعني ردالمحتار طبع جديد کمبيوتر

د قدر شپه په ټول کال کي ګرزي

مسئله: د امام ابوحنیفه رحمه الله تعالی ، ابن عربي او نورو ډیرو علماوو رایه داده چې د قدر شپه په ټول کال کې راګرزي کله په رمضان کې وي او کله په نورو میاشتو کښي وي .

في الشامي ۴\۵۱۳ وذکر في البحر ان عن الخانية ان المشهور عن الامام انها تدور فی السنة کلها قد تکون في رمضان ،وقد تکون في غيرها الخ قلت ويؤيده ماقال سلطان العارفين سيدي محي الدين ابن عربي رحمه الله تعالی انه اختلف الناس فی ليلة القدر فمنهم من قال انها فی السنة کلها تدور وبه اقول فاني رئيتها فی شعبان وفی شهر ربيع الاول واکثر مارئيتها فی ليلة رمضان الخ

د قدر د شپي ورځ هم ډيره نيکمرغه وي

مسئله: د قدر د شپې ورځ هم ډیره نیکمرغه وي، که له یوه تن څخه داشپه مهمله یادکوم عذر له امله په غفلة کې تیره شوي وي نو په ورځ یې هم ان شاء الله تعالی دعا قبلیږي .

لما فی الطحطاوي ص\۷۰۱ ذکروا ان الدعاء ليلتها ويومها مستجاب ، فان فاته ليلتها ادرک يومها الخ

في المرقات ۴\۵۱۵ قال ابن الحجر يسن احياء يومها كما يسن احياء ليلها ثم قال علي القاري رح وفي قوله يسن احياء يومها نظر يحتاج الي الاثر ؛

په فتاوی واحدیه کي یې دملاعلي قاري رحمه الله ددي اعتراض ځواب کړی دی کمایقول : في الواحديه ص\ ۳۲۶ قال في فتح القدير :

وتطلع الشمس صبيحتها بلاشعاع كانها طمست انتهى وقال ابن حجر وفائدة كون هذا علامة مع انه انما يوجد بعد انقضاء الليلة لانه يسن احياء يومها كمايسن احياء ليلها وفي قوله يسن احياء يومها نظر احتاج الى اثره قلت بل وجد الاثر كماكتبناه انتهى الخ .

د قدر په شپه د سهار او ماخوستن په جماعت سره

مسئله: هغه څوک چې د قدر د شپې د ماخوستن او سهار لمونځ په جماعت سره اداء کړي نوهغه د دې شپې فضیلت ترلاسه کړ او څوک چې په دغه شپه زیات کوشش په عبادة کې وکړي نولوی خداي هغه ته لازیاته برخه داجر اوثواب ورکوي .

فی الجامع الصغير من صلی العشاء فی جماعة فقد اخذ بحظه ، مرقات ۴\ ۵۱۶

وفی المظهري ۱۰\ ۲۹۴ من ادی صلوة العشاء والفجر في تلک الليلة بالجماعة فقدادرک ثواب تلک الليلة ، ومن زاد زاده الله تعالی ،و عن عثمان رضی الله تعالی عنه قال: قال رسول الله صلی الله عليه وسلم من صلی العشاء فی جماعة فکانما قام نصف الليل ومن صلی الصبح في جماعة فکانما صلی الليل کله . رواه مسلم .کذا في المشکوة .

ژباړه :څوک چی د ماخوستن لمونځ په جماعت سره اداء کړي نوګنې هغه نیمايې شپه په عبادة کې تیره کړه ، او څوک چې دسهار لمونځ په جماعت سره اداء کړي نو هغه ګني ټوله شپه په عبادة کښي تیره کړه .

که څوک د قدر په شپه خبر نه شي

مسئله : که یوتن په عبادت یا ذکر یا تلاوت بوخت وي او خبر نه وي چي دا د قدر شپه ده ،نو دغه تن د قدر د شپي له اجر او ثواب څخه محروم نه دی بلکه دغه ټول اجرونه به ان شاء الله تعالی الله تعالی ور په برخه کړي .

يقول الشيخ ابن عثيمين: إن الإنسان ينال أجرها وإن لم يَعلم بها؛ لأن النبي صلى الله عليه وسلم قال: «مَن قام ليلة القدر إيمانًا واحتسابًا» ولم يقل: عالمًا بها، ولو كان العلم شرطًا في حصول هذا الثواب لبيَّنه الرسول صلى الله عليه وسلم. رسالة العشرالاواخرص\ ۳ ليحی الزهراني

مفتي ابو یاسر عفی الله عنه

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب