د قدر شپه څه شی دی؟

د قدر د شپې عبادت د زرو مياشتو د عبادت څخه بهتره دی، “ليلة القدر خير من الف شهر”.

د روژې د مياشتي د وروستيو لسو شپو زيات اهتمام بايد وسي، ځکه د قدر شپه هم د ډېرو علماء کرامو په نزد په دغو شپو کي ده.

د دوی په وينا د دغو لسو شپو په طاق شپو کي يې د پيدا کولو چانس تر نورو شپو ډېر زيات دی.

نو راسئ چي دغه شپې د الله په دربار کي په عبادت تيري کړو.

هغه کسان چي معتکفين وي، هغوی ته خو د دغو شپو عبادت ډېر آسانه کار وي، ځکه هغوی همدغه عبادت ته خپل ځان فارغه کړی وي، خو هغه کسان چي هغوی په اعتکاف کي نه وي څنګه کولای سي چي د قدر د شپې ثوابونه په لاس راوړي؟
ځکه د قدر د شپې د ثوابونو د لاسته راوړلو يو شرط په دغه شپه کي عبادت کول دي.

د دې لپاره څو ټکي بايد په پام کي ونيسو:

لومړئ: د غير معتکفينو لپاره دا مهمه ده چي د ماخستن او سهار د جماعت لمونځ په پابندۍ سره وکړي، ځکه د ماخستن او سهار لمونځ په جماعت سره آداء کول د ټوله شپې د عبادت کولو ثواب لري .

دوهم: بايد د ماخستن له لمانځه وروسته په مسجد يا بل فارغه ځای کي پاته سي او د قرآن کريم تلاوت، اذکار او نفلي لمونځونه وکړي، او بيا د تهجد د لمانځه په انتظار بيده سي، ځکه د لمانځه په انتظار کي خوب کول هم عبادت بلل کيږي .

دريېم: کله چي د تهجد لمانځه ته را پورته سو نو د خپل توان مطابق دي بيا هم عبادت وکړي او د هغه وروسته دي پېشلمی وکړي، د خوراک تر فارغه کېدلو وروسته دي بياهم د قرآن کريم په تلاوت او اذکارو بوخت پاته سي تر څو چي د سهار لمونځ په جماعت سره آداء کوي، او که خوب ورته راتلئ نو هم کولای سي چي د يوه ساعت لپاره بياهم بيده سي، خو چي د سهار جماعت ته راپورته سي.

د جماعت وروسته بيا هم وخت لري ترڅو په قرآن او ذکر سره مشغول و اوسي ترڅو د اشراق د لمانځه وخت راځي، نور نو ده د شپه ګواکي په عبادت تېر ه کړه.

نو په دې سره اُميد دی چي د ده د شپې عبادت دي يوه نه يوه شپه د قدر د شپې سره برابر سي او هغه لوی اجرونه چي په قرآن او حديثو کي يې يادونه سوې تر لاسه کړي.

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب