د قدر شپې (لیلة القدر) فضیلت

لیلة القدر: الله جل جلاله فرمايي چې : «لَيْلَةُ الْقَدْرِ خَيْرٌ مِنْ أَلْفِ شَهْرٍ (۳) تَنَزَّلُ الْمَلَائِكَةُ وَالرُّوحُ فِيهَا» ( د ) ليلة القدر ( د شپې عبادت ) د زرو مياشتو ( له عبادت ) څخه غوره دی ، پدې شپه کې د رحمت ملايکې او جبريل ځمکې ته را کوزېږي . ( القدر : ۳ ، ۴ آيتونه).

زر مياشتې = اتيا کلونه او څلور مياشتې کېږي .

بيهقي له امام مجاهد رحمة الله عليه څخه دا روايت نقل کړی دی چې : رسول الله صلی الله علیه وسلم د بني اسرائيلو د يو کس په هکله اوفرمايل چې : اتيا کاله يې د خدای په لاره کې جهاد کړی وو ، نو مسلمانانو ته خپل عملونه کم ښکاره شول ، ( ځکه چې اوس عُمرونه کم وي ) نو بیا دا آيت را نازل شو ( او د اتيا کلونو د عبادت ثواب الله جل جلاله په يوه شپه عبادت کې اعلان کړو ) . ( روح المعاني )

ابوهُریرة رضي الله عنه وايي چې : رسول الله صلی الله عليه وسلم اوفرمايل : څوک چې د ليلة القدر په شپه له ايمان او د ثواب په نيت سره قيام ( نفلي لمونځونه) وکړي نو ټول مخکني ګناهونه به يې وبخښل شي . ( بخاري او مسلم )

په يو بل روايت کې راغلي چې وروستني ګناهونه به يې هم وبخښل شي . ( نسائي )

عُباده بن صامِتْ رضي الله عنه فرمايي : رسول الله صلی الله عليه وسلم مونږ ته دا خبره وکړه چې : ليلة القدر د روژې د مياشتې په وروستيو لسو شپو کې ده ، ۲۱ يا ۲۳ يا ۲۵ يا ۲۷ يا ۲۹ يا هم آخري شپه ، څوک چې پدې کې په ايمان او د ثواب په نيت سره قيام ( نفلونه ) وکړي نو ټول مخکني او وروستني ګناهونه به يې وبخښل شي . ( مسند أحمد )

حضرت عایشه رضي الله عنها فرمايي چې : رسول الله صلی الله عليه وسلم اوفرمايل : تاسو لیلة القدر د روژې د آخري لسيزې په تاقو شپو کې ولټوئ . ( بخاري )

فائده : ليلة القدر ډېره مبارک او د قدر شپه ده ، د دې شپې حقيقت او اسرار او همداسې د عبادت ثواب يې يواځې الله جل جلاله ته معلوم دی ، ځينې عالمان وايي چې له زرو مياشتو څخه مطلب ټوله زمانه ده .

پدې شپه ډېر ې زياتې ملايکې له اسمانونو څخه ځمکې ته را کوزېږي ، د دوي د را کوزېدلو دوه مطلبونه عالمانو بيان کړي دي ، نور نو خدای ته معلوم دي : يو دا چې : په ځمکه باندې ګرځي هر مسلمان ته ورځي جبريل عليه السلام مصافحه ورسره کوي او په کور کې يې د خدای رحمتونه او برکتونه وېشي ، هر کور ته ځي يواځې هغه کور ته نه ورځي چېرته چې شرابي وي ، عکسونه وي ، سپی وي .

دوهم دا چې : دا شپه او برکت يې يواځې په دنيا کې وي نو د دې برکت د حاصلولو لپاره ملايکې دنيا ته را کوزېږي څو له مسلمانانو سره يو ځای د دې شپې په عبادت کې شريکې شي . ( روح المعاني )

د دې شپې نښه داده چې : ډېره ارامه وي ، د شپې ستوري نه وارېږي ، نه ګرمه وي او نه ډېره يخه ، د دې شپې په سهار باندې د لمر رڼا يو څه تته ( کمه ) وي ، علامه آلوسي فرمايي چې : دا ځکه تته وي چې په فضا کې د کوزېدونکو او ختونکو ملايکو انوار وي .

امام شعبي رحمة الله عليه فرمايي چې د ليلة القدر د ورځې عبادت هم د شپې د عبادت هومره ثواب لري . ( روح المعاني)

لیکوال : مفتي محمد شریف راشد

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب