د قرآني سورتونو او آيتونو فضيلت او بې شمېره ګټي

داسی آيتونه او سورتونه نور هم ډیر دی چی دهغه تلاوت ډير فضيلت لری خو ما هغه دلته راټول کړی چه لوستل یی د هر مسلمان لپاره ډير ضروری دی .

بل داچه انترنيت د مهمو او لنډو ليکنو ځای دی تر څو هغه وروڼه چی په دفترونو کی په کار لګيا دی د کار سره سره دالله ج ياد او دين په برخه کی چټک معلومات تر لاسه کړی
نو زه په دی اړه هغو وروڼو ته ددنيا او آخرت ښيګڼی له خدايه غواړم چه په خپلو ويب پاڼو کی یی اسلامی ښوونو ته ځای ورکړی.

۱- سوره ملک (تبارک الذی) :
ددغه سورة لوستل دهر مسلمان لپاره ډير ضروری دی ځکه دغه سورت دقبر غذاب دفع کوی او دمړی څخه په کلکه دفاع کوی.
دحضرت ابو هريره (رض) نه روايت دی چه دقرآن پاک يو سورت دی چه ۳۰ آيتونه لری چه دلوستونکی لپاره تر هغه اندازی پوری شفاعت کوی چه هغه بخښنه کول کيږی هغه سوره تبارک الذی دی (ابن حبان )
بل حديث شريف کی راغلی چه هرڅوک دغه سورة هره شپه وایی الله تبارک وتعالی هغه کس دقبر له غذابه څخه خلاصوی .
رسول اکرم (ص) په تنګار سره ويلی زما خوښه ده چه دهر امتی می دغه سوره په یاد وی ولی خو که دچا په ياد هم نه وی  د قرانکريم له مخی یی د هره شپه ضرور تلاوت کوی .

 

۲- آيه الکرسی :
ددعه ايت شريف لوستل د هر مسلمان لپاره ډير ضروری دی ځکه دغه آيت لوستل دهرلمانځه نه وروسته د زکندن سختی دفع کوی ،همدارنګه له بيده کيدو مخکی ويل یی ټوله شپه له ويونکی ساتنه کوی .

۳- دبقری سورة ورستی آيتونه :
دغه آیتونه د شيطان وسوسی دفع کوی کوم کور کی چه ولوستل شی تر دريو ورځو شيطان هغه کور ته نه وی تلای اوپه دغه آيتونو کی ددعا غوره لاری الله تعالی خپلو بندهګانو ته ښودلی ، هغه کسان چه مسافر دی دخپل کور اهل عيال په فراق کی ډيرګړيږی دغه آيتونه دی سهاراو ماښام وایی الله تعالی به صبر ورکړی.دغه آيتونه له آم ن رسول ….شروع د سورة پايه پوری .

۴- دحشر سورة ورستی دری آيتونه:
ددغه آيتونو په باب نبی صلی الله عليه وسلم وينا ده : دغه آيتونه چه د هوالله الذی لااله …نه شروع تر ختم دسورت پوری چی څوک سهار تلاوت کړی اويا زره فرښتی به ورته دمغفرت دعاوی غواړی او يا به یی ساتنه کوی همداسی چی بيګا یی ووایی تر سهاره به یی حفاظت کوی او کوم ورځ چی مړ شی نو شهيد به مری .
ددی آيتونو چه څومره کټی او حفاظت ما په خپلو سترګو ليدلی نو زه بيخی حيران يم نو ځکه ددی لویی برخی څخه دنورو وروڼو خبرول ضروری بولم .

۵- سورة يس (ياسين ) :
په حديث شريف کی راغلی دی چه کوم سړی د ورځی په اوله برخه کی داسورت ووایی الله تبارک وتعالی دهغه ټول ضرورتونه پوره کوی ، بل حديث شريف کی راغلی دی چه کوم څوک داسورت هميشه دشپی وایی او په هغه حال کی مړ شی (دتلاوت په حال کی) شهید مرتبی ته رسيږی ،داسورة دقرآن پاک زړه دی هر څوک چه داسورت دالله تبارک وتعالی او آخرت لپاره وایی دخدای ج بخښنه دهغه نصيب کیږی دغه سورة پر مړو دزکندن په وخت کی دوی ته ورواوره وی (نسایی،ابوداود،ابن ماجه)

۶- سورة واقعه : د دغه سورة لوستل دشپی له خوا  لوږه او فقر له ميځه وړی .

۷- سورة اخلاص (قل هو الله ) :
دحضرت ابودردارضی الله تعالی عنه نه روايت دی چه رسول صلی الله عليه وسلم پوښتنه وکړه چه آيا دريمی برخی دقران پاک د تلاوت څخه یو څ وک عاجز دی؟ صحابه کرامو عرض وکړ چه ای دخدای رسول صلی الله عليه وسلم چه دقرآن پاک دريمه حصه څنګه په یوه شپه کی ویل کیدای شی ،نو رسول صلی الله عليه وسلم وفرمايل قل هو الله په ثواب کی دقرآن ددريمی برخی سره برابره دی .
چه هر څوک دغه سورت هميشه ووایی هغه د جنت لايق ګرځی اوڅوک یی چه دبيديدو په وخت کی په راسته اړخ دپروتی په حال ۱۰۰ ځله ووایی الله تبارک وتعالی هغه جنت ته په راسته طرف ورداخله وی .

۸- د سورة فلق او سورة والناس سورتونه :
دغه سورتونه دسحر او جادو او نورو انسانی او جنی وسوسو ،کنی او شر څخه مخنوی کوی .
رسول الله صلی عليه وسلم به دبيده کيدو مخکی لوستل او په دواړو لاسونو به یی دم او ټول ځان به یی ورباندی مسحه کولو.
په چا چی کوډی شوی وی په دی سورتونو سره یی د دم کړی .

 

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب