د قرآنکريم زده کړه او یادول؛ زه کولای شم!؟

قرآنکريم د الله سبحانه وتعالی هغه سپېڅلی کتاب دی چې د فضيلت او اهميت د پاره به دلته يوازې دومره ووايم چې نن عصر کې نه پيغمبر شته او نه هم وحی ځکه چې د پيغمبرۍ او وحی سلسله د جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم په رسالت سره ختمه شوې ده نن عصر د الله تعالی او د مخلوق تر مينځ د ارتباط وسيله يوازې قرآن او د رسول الله صلی الله عليه وسلم سنت دي .

څوک چې قرآن لوستلای شي هغه دې کوښښ وکړي چې قرآن په ښه شان تجويد سره تلاوت کړي .

او څوک چې قرآن نشي لوستلای او عمر يې زيات وي هغه دی هيڅکله دا فکر نه کوي چې زه اوس قرآن نشم زده کولای دا هسې شيطاني وسوسې دي الله سبحانه وتعالی قرآنکريم د خپلو بندګانو لپاره آسانه کړی دی .

لکه چې فرمايي :وَلَقَدْ يَسَّرْنَا الْقُرْآنَ لِلذِّكْرِ فَهَلْ مِنْ مُدَّكِرٍ ( [القمر۱۷ ).
ژباړه :او يقيناً مونږ آسانه کړی دی قرآن د يادولو ، زده کولو او پند اخيستلو لپاره نو آيا شته څوک زده کوونکي ، يادونکي او پند اخيستونکي .

مونږ وينو چې ډېرو کوچنيو ماشومانو ټول قرآن حفظ کړی وي آيا بل کتاب به داسې آسانه او مکمل ياد کړای شي ؟

your ads

ماشوم چې په واړه بدن ، واړه دوماغ او وړه ژبه ټول قرآن يادولای شي آیا تاسې يې په لوی او تکميل شوي بدن ، دوماغ او پوره ژبه یوازې له مخه نشی زده کولای ؟

بلکي هر کله چې وغواړئ زده کولای يې شئ .

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب