د قرآن د (ق) توري اعجاز

موږ پوهېږو چي د قرآن لغوي معنی لوستل ، ويل يا قرائت کول دي . د قرآن لغت په (ق) سره پيلېږي او پخپله همدا (ق) د زياتو معجزو څخه ډک دئ . بايد وويل سي چي د قرآنکريم په متن کي د دې حرف جوړښت پر رياضي ولاړ دئ :

1.       که موږ د ابجد په جدول کي وګورو ، نو هلته نولسم عدد همدا (ق) دئ ، چي قيمت يې (۱۰۰) دئ . هو ! دا د (۱۹) سره د دې حرف يو مستقيم ارتباط راښيي او موږ پوهېږو چي ۱۹ د قرآنکريم مشترک مخرج دئ او د بې شمېره قرآني عناصرو او مفاهيمو په دننه کي نغښتی دئ .
2.       که موږ او تاسي قرآنکريم خلاص کړو نو وبه ګورو چي نولسم (ق) د دوهم سورت (البقره) په نولسم آيت کي ذکر سوی دئ . لکه چي ومو ويل (۱۹) د قرآنکريم مشترک مخرج دئ او د ډېرو ځانګړو قرآني عناصرو ترکيبات پر همدې ۱۹ باندي پوره پوره وېشل کېږي ، يا دا چي د هغه سره نېغ تړاو لري . نو دلته هم نولسم (ق) د البقره سورت په نولسم آيت کي پخپله د ۱۹ ځانګړتيا راښيي .
3.       د قرآنکريم پنځوسم سورت (يعني ق) چي د (ق) په توري پيلېږي جمعاً ۵۷ دانې (ق) لري . په همدې ترتيب دوڅلوېښتم نمبر سورت (يعني الشوری) هم چي پخپل پيل کي د (ق) توری لري ، جمعاً درلوونکی د ۵۷ دانو (ق) دئ . که دغه (ق) او هغه (ق) سره جمع کړو نو حاصل به يې (۱۱۴) سي چي د ټول قرآنکريم د سورتونو تعداد دئ . دا په دې معنی چي د (ق) توری چی د قرآن لومړنی حرف دئ ، د هر صورت لپاره يو يو رسېږي . بايد وويل سي چي (۵۷) او (۱۱۴) دواړه پر (۱۹) پوره پوره وېشل کېږي (يعني ۱۹ × ۱۳ او ۱۹ × ٦) چي دا څه تصادفي خبره نه ده . بل دا چي سورت نمبر ۴۲ درلوونکی د ۵۳ آيتونو دئ (۵ × ۱۹ = ۹۵ = ۵۳ + ۴۲) حال دا چي سورت نمبر ۵۰ بيا ۴۵ آيتونه لري : (۵ × ۱۹ = ۹۵ = ۴۵ + ۵۰) .
4.       په زړه پوري خو لا دا ده چي د پنځوسم نمبر سورت پيل (ق والقرآن المجيد) دئ ، يعني ق او دا قرآن مجيد (مو درکړ) مطلب دا چي ق او قرآن سره ضميمه او توحيد کړه سول چي دا پخپله د (ق) اهميت ثابتوي . آيا پوهېږئ چي د (مجيد) هندسي عدد څو دئ ؟ هغه ۵۷ دئ (يعني ۱۹ × ۳) . آيا پوهېږئ چي د (قرآن) کلمه په قرآنکريم کي د وروستي ځل لپاره چيري ذکر سوې ده ؟ هغه د البروج سورت په ۲۱ نمبر آيت کي (۲۱: ۸۵) ذکر سوې ده . آيا پوهېږئ چي دا د (قرآن) څووم ذکر دئ ؟ دا د (قرآن) د کلمې ۵۷ م ذکر دئ او يو ځل بيا يې قرآن پوره ثابت کړ ، ځکه دا په ټول قرآنکريم کي وروستی ذکر دئ . ځکه نو (مجيد) چي هندسي قيمت يې (۵۷) دئ ، د (قرآن) کلمه دوه واره بشپړوي (يعني ۵۷ × ۲ = ۱۱۴) ، چي دا د ټول قرآن د سورتونو تعداد دئ او په دې ډول يې د قرآنکريم بشپړتيا د رياضي په ژبه راته ثابته کړه .
5.       د (قرآن) د کلمې د تعداد په هکله درې لوی حقايق د پاملرني وړ دي :
الف : د (قرآن) کلمه په سراسر قرآن کي ۵۷ واره ذکر سوېده . البته په ځينو سورتونو کي د (قرآناً) يا (قرآنهُ) او يا د (بل قرآن) په توګه هم ذکر سوی چي هغه ترې حذف سوي دي . صرف د دغه قرآن د ذکر تعداد ۵۷ ته رسېږي يعني ۱۹ × ۳. پس له دې څخه ښکاري چي الله تعالی قرآنکريم په يو الجبري توازن کي ساتلی دئ چي د هغه اعجاز نن د عصري کمپيوټر په مرسته يو يو کشفېږي .
ب : آيا پوهېږئ چي دغه ۵۷ ځله تکرار جمعاً په څو سورتونو کي ذکر سوی دئ ؟ ځواب دا دئ چي د دغسي سورتونو تعداد ۳۸ ته رسېږي (يعني ۲ × ۱۹ = ۳۸) . دا د (۱۹) سره د قرآنکريم يو بل مستقيم تړاو ثابتوي .
ج : که دا دواړي مجموعې ( یعنی ۵۷ او ۳۸ ) سره جمع کړو نو حاصل به (۹۵) سي چي دا هم پر قرآني مشترک مخرج (يعني ۱۹) باندي پوره پوره وېشل کېږي :                                                ۵ × ۱۹ = ۹۵
پورتني ټول حقايق او الجبري مفاهيم دا راښيي چي په قرآنکريم کي د سورتونو ترتيب ، د آيتونو تعداد او ټول حروف له يو مخي په منظم ډول سره اوډل سوي دي . دا مکمل سيسټم پخپله راته ثابتوي چي دا اوډنه او انتظام د هغه انسان له خوا قطعاً نه دئ سوی چي ۱۴۰۰ کاله مخکي يې په صحرا او رېګستان کي ساده ژوند کاوه . بلکي دا د هغه عظيم خدای راوړنه ، اوډنه او سَموَنه ده چي ټول کائنات يې پيدا کړي دي .
6.       د حيرت خبره لا دا ده چي که موږ د قرآنکريم د هر سورت په نولسم آيت کي د (ق) تعداد ولټوو او هغه ټول سره جمع کړو نو مجموعه به يې ( ۷٦) سي ، يعني ۴ × ۱۹ = ۷٦  . له دې څخه ثابتېږي چي الله تعالی د خپل کلام د نوم لومړنی توری (يعني ق) د قرآنکريم په سورتونو او آيتونو کي په يو خاص الجبري تناسب کي ساتلی دئ ، چي د انساني مداخلې څخه بالکل ماسوا دئ او هغه د ۱۹ سره څومره نېغ ارتباط لري .
7.       که موږ د قرآنکريم د هغو سورتونو (ق) وشمېرو ، چي د ترتيب شمارې يې پر ۱۹ د وېش وړ دي ( لکه نمبر ۱۹، ۳۸، ۵۷، ۷٦، ۹۵ او ۱۱۴) نو د هغوی د (ق) مجموعي تعداد به ۲۲۸ سي او دا عدد پر ۱۹ د وېش وړ دئ :               ۱۲ × ۱۹ = ۲۲۸       د ښه وضاحت لپاره لاندينی جدول وګورئ :
په ټولو هغو سورتونو کي د (ق) تعداد چي شماره يې پر ۱۹ د تقسيم وړ ده
سورۀ نمبر
۱۹
۳۸
۵۷
۷٦
۹۵
۱۱۴
مجموعه
د (ق) تعداد
۸۶
۷۴
۴۹
۱۵
۳
۱
۲۲۸ = (۱۲×۱۹)
په رښتيا چي د الله (ج) د کلام دغه او هره معجزه ډېره ستره ده . که الهي کلام څوارلس پېړۍ مخکي معجزې ښودلې ، نو په هماغه ډول نن د کمپيوټر او تکنالوژۍ په عصر کي هم کټ مټ حيرانوونکي معجزې ښيي .
8.       آيا پوهېږئ چي په ټول قرآنکريم کي د (ق) شمېر يا تکرار څو دئ ؟ ځواب دا چي په ټول قرآنکريم کي د (ق) حرف جمعاً (۷۹۸) واره ذکر سوی دئ، يعني :               ۴۲ × ۱۹ = ۷۹۸
دلته دوه الجبري حقايقه په لاس راغلل :
الف : عدد پر قرآني ضريب يعني (۱۹) د تقسيم وړ دئ .
ب : په حاصل کي د (۴۲) مضروب هماغه د قرآنکريم دوڅلوېښتم نمبر سورت هم دئ ، چي (الشوری) نومېږي او پخپل پيل کي د (ق) مقطعات هم لري .
9.       موږ وويل چي په ټول قرآنکريم کي د (ق) تعداد ۷۹۸ ته رسېږي . آيا پوهېږئ چي د دې جملې څخه څو په (ق) لرونکو مقطعات والا سورتونو کي او څو هم په متباقي ټولو سورتونو کي ذکر سوي دي ؟ ځواب دا چي (۱۱۴) په دوو (ق) لرونکو مقطعاتو سورتونو کي (چي نمبر ۴۲ او ۵۰ دي) ذکر سوي دي ، يعني په هر يوه کي (۵۷) دانې (يعني ۱۹×٦) او متباقي ٦۸۴ هم په نورو ټولو سورتونو کي راغلي دي ، يعني :                            ۳٦ × ۱۹ = ٦۸۴
په رښتیا چی په مځکه او کایناتو کی هیڅ شی او هیڅ پدیده هم د الله تعالی څخه پټه نه بلکی د هغه په کنټرول کی ده ( السبا : ۳ ) . والسلام ، ( ن . صمد )
منبع : د لیکوال اثر : ( قرآنی ریاضی ؛ ۲۰۰۹ ) ؛ ۷۵ ـ ۷۸ مخونه

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب