د مکې فتح | د قرآن وړاندوېنې | د قرآن علمي اعجاز

د قرآن وړاندوېنې:
د قرآن بل اعجاز د هغو پېښو وړاندوینه ده چې کټ مټ پېښې شوې دي چې بېلګې یې دا دي:

د مکې فتح:

البته الله(ج)  دخپل رسول خوب ريښتیا کړ که الله غوښتې وی مسجدالحرام ته به په امن سره ننوځی په داسې حال کې چې ( دحج لپاره) به سرونه وخرییی اویا به یی لنډ کړی له ډاره پرته.  . الله(ج)  پوهېږی په هغه څه چې تاسو نه پوهېږی برسېره پردې به ډیره ژر بل بری هم ولری  (الفتح 27).

یو شپه حضرت محمد(ص) خوب ولید چې مؤمنان مکې ته ننوځی اودمسجدالحرام په شاوخوا راګرځی . سهار یی خپل دغه خوب مهاجرو ته ووایه. وروسته دغه آیت نازل شو او ډاډ ورکړ شو چې خوب به یی په حقیقت بدل شی . هغه وخت لا مکه نه وه فتح شوې چې وروسته له هغه په لږه موده کې دحدیبیی سوله اودمکې فتح وشوه اومؤمنان مسجدالحرام ته ننوتل . الله (ج)   وښوده چې دا دده اراده وه چې رسول دخدای خوب ولید.

که چېرې ځیر شو دابه ومومو چې په دې آیت کې یوې بلې فتحې ته چې مخکې دمکې له فتح به واقع شی هم اشاره شوې اودا دخیبر فتح ده چې ډیر ژر وروسته دمکې له فتحې وشوه.  هغه وخت خیبرکلا دیهودانو په واک کې وه چې ترې آزاده شوه.
حضرت محمد (ص) په زېږدیز ۶۳۰ کال کې مکه فتح کړه اودوه کاله وروسته ټولو کفارو مکه خوشې کړه  څه ډول چې الله (ج)  فرمایلی وو.مهم ټکۍ دلته دی چې کله  محمد (ص)  ددې سوبې زېری مسلمانانو ته ورکړ، حالات داسې وو چې هیچا داباورو نه درلود چې مسلمانان به دومره ژر مکې ته ننوځی اوهغه به فتح کړی اوان ځینې مسلمانان چې مذبذبه ول ددې وړاند وینې په وړاندې یی شک وکړ. خو بیاهم حضرت محمد(ص)  هغوی ته کومه پاملرنه ونه کړه اوالهی وحیه یی ټولو ته تبلیغ کړه  . الله(ج)  خپلې خبرې په عملی توګه تایید کړې اوبری ډیر ژر راغی.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب