د قرآن کریم درې آياتونه چې که عملي شي هيڅکله به ناروغ نه شئ

 

د غذايې موادو نړیوال متخصص دكتور عماد فهمي وايي:

که څوک د قرآن کریم دا درى آياتونه په خپل ژوند کې تطبیق کړي؛ نو هيڅکله به ناروغ نشې او نه به د چاغوالي او نورو خطرناکو ناروغيو ښکار شي:

۱⃣  ﴿ كُلُـوْا وَاشـرَبُوْا وَلَاتُسرِفُـوا… ﴾ [سورة الأنبياء: ۳۰] وخورئ او وڅښئ خو اسراف مه کوئ…، دا بهترين غذايې رژیم دى.

علماء وايې چې: الله تعالى ټول طب په دغه دريو لفظونو کې راټول کړي دي.

۲⃣  ﴿ وَجَـعَـلنا مِنَ المَاءِ كُلَّ شَيءٍ حَي… ﴾  [سورة الأنبياء: ۳۰] او پيدا کړي دي مونږ له اوبو څخه هر ژوندى شى،

يعنى عموما ژوندي موجودات بالواسطه يا بلا واسطه د اوبو څخه جوړ شوي دي، نو اوبه ډيرې وڅښئ برابره خبره چې تږي ياست او يا نه بايد اوبه وڅښئ، ځکه چې اوبه د ګردې او پښتورګي حفاظت کوي او په ګرده کې د کاڼي جوړېدلو مخنيوي کوى او همدارنګه د زړه په فعال ساتلو کې ډير مهم رول لري.

هر انسان بايد په يوه شپه او ورځ کې لږ تر لږه لس ګيلاسه اوبه وڅښي، او د ګازي مشروباتو، انرژۍ له څښلو بايد ډډه وکړي.

د اوبو څښل د مختلفو ناروغيو لپاره وړيا او بهترین علاج دى، د اوبو څښلو ګټې ډيرې زياتې دي، خو دلته ورباندى بحث کول نه غواړم ځکه چې موضوع به ډيره اوږده کړي.

۳⃣  ﴿ وَجَعلنا اللَّيلَ لباسًا وَّجعـلنَا الـنَّهارَ معَاشًـا ﴾ [سورة النبأ: ۱۰ـ ۱۱] او ګرځولې ده مونږه شپه د انسان لپاره لباس چې پټوي هر څه په خپلې تيارې سره، لکه څنګه چې لباس د انسان بدن پټوي او له مضرو شيانو څخه يې ساتي، همدارنګه شپه هم، تر څو پکې استراحت وکړي او ځينې نور حاجتونه پکې پوره کړي، او ګرځولې ده مونږه ورځ لپاره د کار.

خلاصه دا چې: شپه د استراحت او خوب لپاره ده او ورځ د کار لپاره، نو بايد د شپې له طرفه وختي ويده شو، او سهار پر وخت راپاڅيږو، او د شپې تر ناوخته پورې له کيناستلو څخه بايد ډډه وکړو، ډاکټران وايي چې: د شپې له طرفه زيات ويښ پاتې کيدل د انسان د صحت لپاره ډير مضر دى، او د ورځې خوب کول هيڅکله د شپې د خوب ځاى نشي نيولى.

ژباړه او ترتيب: عزيز الرحمن

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب