د قربانۍ او اختر فضائل او مسایل

د لوی اختر د مبارک موسم د رارسېدلو په مناسب غواړم د قربانۍ او اختر اړوند ځیني داسي ضروري مسائل درسره شریک کړم، چې هر مسلمان ورسره مخ کیږي او ښایي ډیری کسان ورسره په مشکلاتو کې هم واقع کیږي. دغه مسائل مي د حنفي مذهب له معتمدو فتاوو لکه درمختار مع ردالمحتار، عالمګیریه، فتاوی دارالعلوم دیوبند، امداد الفتاوی او امدادالاحکام څخه اخیستي دي چې هره فتوی یې معتمده او د حنفي مذهب د اصولو مطابق ده، بلکي د یادو فتاواوو نومونه یادول هم د اعتماد لپاره بس او کافي دي.
دغه مسائل د څو لړیو په نشرولو سره د سوال او ځواب په شکل ترتیبوم، تر څو عام فهمه هم وي او استفاده هم ترې اسانه وي.

[۱] ســـوال: قرباني پر چا واجبیږي؟
جواب: قرباني هر د نصاب پر مالک واجبیږي، مګر د ماشومانو له طرفه یې کول ضروري نه دي. هو که په یوه کور کې نارینه او مېرمني د نصاب مالکان وي، نو پر هر یوه جلا جلا قرباني کول واجب دي.

[۲]ســـوال: آیا د نصاب پر څښتن هر کال قرباني کول واجب دي او که به یې صرف یو کال کوي؟
جواب: قرباني د نصاب پر مالک هر کال کول واجب ده.

[۳]ســـوال: که په یوه کور کې پلار او زامن ټول د نصاب خاوندان وي، نو آیا ټول به قرباني کوي؟
جواب: هو! له پلار او اولادونو څخه که هر یو د نصاب څښتن وي، نوپر هر یوه جلا قرباني واجبیږي.

[۴]ســـوال: که د څو وروڼو مال سره ګډ وي، خو که چیري دغه مال سره تقسیم کړل شي نو د هیچا حصه نصاب ته نه رسیږي، نو آیا قرباني پرې واجبیږي او که نه؟
جواب: په دې صورت کې چې د یوه ورور حصه هم د نصاب مقدار ته نه رسیږي، نو پر یوه ورور هم قرباني نه واجبیږي.

your ads

[۵]ســـوال: که خاوند خپله د نصاب خاوند وي، خو د مېرمني سره یې هم دومره اندازه سره زر وي چې د نصاب مقدار ته رسیږي ، نو آیا پر مېرمن باندې هم قرباني لازمیږي او که صرف د خاوند قرباني کول کافي کیږي؟
جواب: هو، که د مېرمني سره د نصاب په اندازه سره زر وي نو پر هغې هم قرباني واجبیږي.

[۶]ســـوال:که یو څوک خپله په بل هیواد کې د کرایې په سرای کې اوسیږي او په اصلي وطن کې دی خپل سرای هم لري چې په کرایه یې ورکړی دی او څه اندازه ضروري سامان هم دی، چې اوس همداسي له استعمال پرته پروت دی، آیا پر دغه سرای او سامان باندې قرباني واجبیږي او که نه؟
جواب: د اوسېدلو سرای په حاجات اصلیه ؤ کې داخل دی، که څه هم د سفر له امله په هغه کې کرایه دار اوسیږي او دی خپله د کرایې په سرای کې اوسیږي، د دې سرای له امله پر ده باندې قرباني نه واجبیږي. او کوم کورني اسباب چې یې په کور کې بلا استعماله پراته دي، پر هغو باندې هم قرباني نه واجبیږي.

[۷]ســـوال: زید یو څه اندازه جائیداد لري او هغه یې د تجارت په کار کې لګولی دی، چې په منافع او آمدن یې د زید د کور ګوزاره په ډیر مشکل سره کیږي، بلکي قرضداره وي، اوس که زید دغه جائیداد جلا کړي او قرضونه ترې ادا کړي، نو د نصاب خاوند پاتي کیږي، آیا پر زید باندې قرباني واجب ده او که نه ؟
جواب:د مفتی به قول مطابق پر زید باندې قرباني نه واجبیږي.
وفیهاــــ ای التاترخانیة ـــــ سئل محمد عمن له ارض یزرعها، او حانوت یستغلها او دار غلتها ثلاثة آلاف، ولاتکفي لنفقته و نفقة عیاله سنة، یحل له اخذ الزکاة و ان کانت قیمتها تبلغ الوفا، و علیه الفتوی، و عندهما لا یحل آهـــ[رد المحتار۲۶۷/۳ کتاب الزکوة، باب المصرف، قبیل مطلب في جهاز المرأة هل تصیر به غنیة؟] [۸]ســـوال: ما یو ملګري ته وویل چې دوه پسونه رانیسه، زه بل ځای ته روان یم، زه چې د هر چا له طرفه درته ووایم، د هغه له طرفه یې ذبح کړه، زه پر ۷ ذي الحجه روان سوم او نوموړي ته مي ونه ویل چې دچا له طرفه یې قرباني کړه. پر ۹ ذي الحجه ما نوموړي ته خط ولیکی چې یو د مریمي له خوا او بل زما له طرفه قرباني کړه، خو نوموړي ته هغه خط ونه رسېدی او خپله یې زما د والدینو له طرفه دواړه حلال کړي ؤ، دغه قرباني اوس د چا له طرفه اداء شول؟
جواب: هغه دواړي قربانۍ ستا د نیت مطابق یوه د مریمي له طرف څخه او بله ستا له طرف څخه اداء شول، ځکه چې په دې کې د قربانۍ د خاوند او مالک د نیت اعتبار وي د ذبح کونکی د نیت اعتبار نشته. کذا یفهم من کتب الفقه.

[۹] ســـوال:که یو څوک د اختر په ورځ د بل چا قرباني د هغه له طرفه د نوموړي له اجازې بغیر ذبح کړي، آیا دغه قرباني یې صحیح کیږي او که نه؟
جواب:په دې صورت کې دغه قرباني د پسه د مالک له طرف څخه اداء شول. کما في الشامي: و اذا ذبح اضحیة الغیر ناویا مالکها بغیر امره جاز، ولاضمان علیه آهــ و هذا استحسان لوجود الاذن دلالةکما في البدائع الخ[ردالمحتار۴۰۰/۹ کتاب الاضحیة] [۱۰]ســـوال: نرښځی/مخنث/ هیجړا که دین داره وي آیا د هغه قرباني د الله تعالی په نزد قبلیږي او که نه؟
جواب: نرښځی که دیندار او پرهیزګاره وي، د هغه قرباني د الله تعالی په نزد مقبوله ده، بلکي که استطاعت ولري، نو پرې واجبیږي او که یې نه وکړي ګناهګاریږي.
پورتنۍ فتواګاني اکثره د فتاوی دارالعلوم دیوبند دي.

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب