د قربانۍ فضليتونه

د لوي اخترپه رارسيدوسره کابل ښار يان دقربانۍ لپاره مالونه اخلي ترڅو دخداي (ج) دپيغمبر ابراهيم خليل الله ، ابراهيمي تاريخ ژوندى اوخپله اسلامي وجيبه اداکړي .

ابراهيم خليل الله چې داولوالعزمه پيغمبرانو له ډلې څخه دي په مکه مکرمه کې چې اوس دجمراتو دويشتلودځاي په نوم ياديږي خداي تعالى له امر سره سم دخپل زوي اسماعيل ( ذبيح الله ) پرغاړه دقربانۍ په نيت چاړه راکش کړه خو په الهي حکمت سره دهغه زوي روغ رمټ پاتي اوپرځاي يې يوپسه ذبح شو .

له هماغه وخت څخه بياترننه په همدې ورځ ( لوى اختر) دنړۍ مسلمانان مالونه قرباني کوي ، دقرآني ارشاداتو له مخې قرباني پرهغه چاباندې واجبيږي په کوم چاچې ذکات فرض شوي وي.

دغه راز هغه کس چې دژوندانه داړتياوو نه زياته د ٢٠٠ درهمو په اندازه شتمني په کور کې ولري ذکات پرې فرض ګڼل کيږي .

په قربانۍ کې شرط داښودل شوي چې له يوکال نه دکمې مودې پسه ياخوسى نه قرباني کيږي .

دهغه چالپاره چې قرباني وکړي نو الله تعالي دهغه دنيت له مخې ورته اجر ورکوي،دارنګه هغه کس چې قرباني وکړي نو دمسلمانانو دستر لارښود حضرت محمد ص سنت دي چې دقرباني غوښه دريو برخو وويشي ، يوه برخه يې بيچاره خلکو ته ،بله يې خپلوانوته اودريمه يې خپل ځان ته وګرزوي .

د قربانی اهميت يوازې د يو حيوان په غاړه باندی د چاړی راکش کول نه دي ، بلکه د هغه جذبی له امله دی په کومه جذبه چی دغه عمل تر سره کيږی، او د همدی له امله دې طريقې ته حضرت محمد مصطفى صلی الله عليه و سلم د (ابراهيم عليه السلام سنت وايی)
په مکه مکرمه کې دقربانۍ دځاي څخه دتيرکال قربانۍ په تصوير کې ښکاريږي .

د ابراهيمی جذبی پرته دهغه مبارک سنت تر سره کول څه معنی لری؟
قربانی زمونږ ددين يوه اهمه نښه ده، او زمونږ د تابعدارۍ کولو ثبوت دى. دا د تابعداری او د الله حکم ته د غاړی ايښودلو واقعی ياد داشت دی.

نبی کريم صلی الله عليه و سلم د قربانۍ ډير فضيلت بيان کړی دی، د مسلمانانو مور بي بي عايشه رضی الله عنها د پيغمبر عليه السلام څخه روايت کوی چی ، د لوی اختر په ورځ د الله جل جلاله په وړاندی د قربانۍ کولو څخه غوره بل څه نشته، د قيامت په ورځ به په دغه حيوان د خپلو ښکرو، ويښتو(وړۍاويا وژغنو) سره يو ځای حاضر شی، دا عمل (قرباني) ځمکی ته دويني درسيدو څخه مخکی د الله جل جلاله حضور ته رسيږي (قبليږی) نو تاسو د قربانی په واسطه خپل ځانونه پاک کړی.

به يو بل حديث کی راغلی چی زيد بن ارقم وايی، صحابه کرامو د رسول الله صلی الله عليه و سلم څخه د قربانی په هکله پوښتنه وکړه چی: دا قربانی څه شی ده ؟ هغه مبارک عليه السلام وفرمايل : دا ستاسو د پلار ابراهيم عليه السلام سنت دی، هغوی پوښتنه وکړه چی، مونږ ته پدی څه راکول کيږی؟ هغه عليه السلام وويل چی: ستاسو لپاره ددی د هر ويښته په سر يوه نيکی ده.
قربانی په اسلام کی دومره اهميت لری چی ددی په هکله ابو هريرة رضی الله عنه د رسول الله صلی الله عليه و سلم څخه روايت کوی چی: څوک طاقت لری او بيا هم قربانی و نکړی نو هغه دی زمونږ عيدګاه ته نه راځی.
په پاي کې دالله تعالى له دربار څخه آرزو کوو چې زموږ عبادتونو په خپل دربار کې قبول کړی او د ابراهيم عليه السلا په څير جذبه پيدا کړي تر څودده مبارک سنت په ښه ډول تر سره کړو. آمين ثم آمين

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب