د قریشو د سپکاوي په وړاندې د رسول الله ﷺ چلند

د قریشو شاعرانو به چې په شعرونو کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم سپکاوي کاوه نو هغه به یې په خپل نوم محمد (ستایل شوی) سره نه يادوه بلکي مذمم (بد پرې ویل شوی) به یې يادوه،

لکه د ابو لهب له ښځې ام جمیل (حمالة الحطب) نه دا ډول شعرونه رانقل شوي دي: مُذّممًا أبَيْنَا، ودِينَهُ قَلَيْنَا، وأمْرَه عصَيْنَا. رواه الحاکم في المستدرک علی الصحیحین.

د دوی د دې توهين په مقابل کې رسول الله صلی الله علیه وسلم له خشونته لري، له حکمته ډکه او مثبت چلند غوره کړ، لکه په دې روایت کې راغلي: ابوهريره رضي الله عنه روایت کوي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: تاسو تعجب نه کوئ چې الله جل جلاله له ما نه د قریشو ښکنځل او لعنتونه ویل پخپله منعه کوي، دوی د (مذمم) ښکنځي او په (مذمم) لعنتونه وایي او زه (محمد) یم. عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللهِ صلى الله عليه وآله وسلم : أَلَا تَعْجَبُونَ كَيْفَ يَصْرِفُ اللهُ عَنِّي شَتْمَ قُرَيْشٍ وَلَعْنَهُمْ؛ يَشْتِمُونَ مُذَمَّمًا وَيَلْعَنُونَ مُذَمَّمًا وَأَنَا مُحَمَّدٌ. (رواه البخاري)

د رسول الله دا خبره ډېره ژوره او دقیقه ده، ده د مشرکو شاعرانو د منفي کړنو په مقابل کې مثبت دریځ خپل کړی دی ځکه الله جل جلاله هغه ته وایي: تا ته چې د کوم شي امر شوی دی هغه په ډاګه بیان کړه، له مشرکینو مخ واړوه، ستا د سپکاوي کوونکو له پاره موږ کافي یو، فَاصْدَعْ بِمَا تُؤْمَرُ وَأَعْرِضْ عَنِ الْمُشْرِكِينَ. إِنَّا كَفَيْنَاكَ الْمُسْتَهْزِئِينَ. سورة الحجر 94/95. د (وَأَعْرِضْ عَنِ الْمُشْرِكِينَ) په تفسیر کې امام الماوردي په خپل تفسیر “النکت والعیون ” کې لیکي: یعني د کفارو د سپکاوي او استهزاء پرا مه کوه.

[irp][irp][irp]

نن سبا لویدیځوالو د رسول الله صلی الله علیه وسلم پر ضد کټمټ د مکي د مشرکینو چلند خپل کړی دی، د مکي مشرکین چې د اسلام په مقابل کې له منطق او استدلال نه عاجزه شول نو په سپکو، ښکنځلو او ترټنو یې پیل وکړ، نن سبا که څه هم په نظامي لحاظ د نړۍ د کفارو په مقابل کې مسلمانان کمزوري او لیږځواکه دي خو د منطق او استدلال ځواک یې لاهم پیاوړی ده، غرب یې د منطق او استدلال په وړاندي کمزوری او بې وسه ده نو ځکه یې ښکنځلو او سپکو سپورو ته پناه يووړه.

د قرانکریم او نبوي حدیثو او نبوي چلند په رڼا کې د لویدیځ د مطبوعاتو د روانو سپکاویو په مقابل مسلمانان باید څه وکړي؟ په موجوده حالاتو کې مسلمان باید هیڅکله له خشونت، نارو او سورو کار وانخلي، مظاهرې او غربیانو ته ورته ښکنځل او سپکې ویل قراني لاره نه ده او بل دا کارونه له خپلو سینو یخولو پرته بله ګټه نه لري، نن سبا مسلمانانو ته لازمه ده چې په مثبته توګه د رسول الله صلی الله علیه وسلم سیرت اوغوره اخلاق نړیوالو ته ورسوي او دا یې بیخي عجیبه او نادره موکه ده، د فرنسوي ورځپاڼې ورځني تيراژ له څو زرو نه څو مليونو ته لوړ شو او کله چې خلک د رسول الله کارتونونه ویني حتما یې دلچسپي پیدا کیږي چې د هغه له ژونده ځانونه خبر کړي، بناء نن سبا د رسول الله سیرت او اخلاق روښانه کول او مختلفو ژبو ته ژباړل د مسلمانانو تر ټولو لوی، مهم او ګټور کار دی.

[irp][irp][irp]

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب