د قيادت اومشرۍ لوازم او شرطونه

د لاندې درج شوي اشاراتو ډير ى د اهل منصب والاو پورې تړاو لري پدې لړ كې د تفصيلي خبرو اترو په ځاى دعلماو او ماهرينو ښودل شوي اصول او اشارات ليكل كيږي :

اهل علمو ويلي دي : له مونږنه تر هغه وخته د نورو خلكو د لارښوونې هيله نه كيږي تر څو چې په خپله ځان دحكومت كولو او خپل ځان ته د لارښوونې طريقه ياده نه كړو.

علامه ماوردي د قيادت لپاره لاندې شرائط ښودلې دي: دحق پلټنه ، علم اوپوهه ، د اجتهاد وړتيا، د نطق اوحواسو صحت،عقل اوفراست ، شجاعت او زړورتيا، ښه حافظه او ياد لرل ، دحقائقو تل ته د زر رسيدو وړتيا، د مافي الضمير د ښكاره كولو توان لرل، له لهو او لعب نه پرهيز اوډډه كول، دخوراك اوڅښاك د زياتې غوښتنې نه لرل ، له عياشۍ نه ليري والى ، رښتياو سره مينه ، له استبداد او ظلم نه نفرت ،د عدل خپرو قوت او د خپل مسئوليت په ادا كولو كې بي خوفه اوسي.
حضرت عمر رضي الله عنه فرمايلي دي: دحكومت كولو وړ هغه څوك دى چې په هغه كې دغه څلور صفتونه وي:

۱- نرميوي… خونه دكمزورۍ له مخې.
۲- مضبوطي اوكلكتوب… خو نه د سختۍ په بڼه كې.
۳- كم خرچي … خو نه د بخلۍ غوندې او
۴- سخاوت … خو نه د اسراف او بي ځايه مصرف په بڼه كې.

تنبيهات:
حضرت معقل بن يسار رضي الله عنه (د بنواميه و والي) عبيدالله ته وفرمايل چې: زه تاسې ته يو حديث اوروم چې ما د رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه اوريدلى دى حضور صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي: ( څوك چې د مسلمان رعيت حاكم و او پداسې حال كې ومړ چې له رعيت سره يې خيانت كړى وي نو الله تعالىٰ پر هغه جنت حراموي ).

نبي اكرم صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي: اى عبدالرحمنه ! كله هم امارت ونه غواړې كه د غوښتنې په پايله كې در ورسيده نود نفس په رسيو كې به راګيرشې اوكه بې له غوښتنې درته حاصل شو نو د الله تعالىٰ له خوا به تاسره مرسته كيږي.

حضرت عمر فاروق رضي الله عنه يو ځل خپلو واليانو ته په خطاب وفرمايل: اى د حكومت مسئولينو ! د قائد له نرمۍ اوتحمل نه زياته ګټه رسونكې او د الله تعالىٰ په نزد زيات غوره بل كوم تحمل او صبر نشته، دغه ډول د رهبر له بي فهمۍ په جذبې او بي سوچه او بې فكره كار كولو څخه زيات تاواني او ناغوره كومه بله ناپوهي نشته د يو حاكم له عياشۍ نه زيات د الله تعالىٰ په نزد د كوم بل چا عياشي او جهالت ناغوره ندى.

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

د “د نن داعي د سبا قائد او رهبر دى” له کتاب څخه

ليكوال : محمد بشير جمعه
ژباړن: محمد امان “رسولي”

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب