د قيامت د ورځي پنځه پوښتني

عن ابن مسعودرضي الله عنه عن النبي صلي الله عليه وسلم قال :لاتزول قدم
ابن ادم يوم القيامة حتي يسأل
عن خمس عن عمره فيماافناه وعن شبابه فيماابلاه وعن
ماله من اين اکتسبه وفيماانفقه وماذاعمل فيماعلم (رواه الترمذي)
له حضرت عبدالله بن مسعودرضي الله عنه څخه روايت دی چي رسول الله صلي
الله عليه وسلم وفرمايل ؛
دقيامت په ورځ به انسان يوقدم له زمکي نشي پورته کولی ترڅوچي پنځه
پوښتني ترې ونه شي
۱:دعمرپه هکله چي په څه کي يې تېرکړی دی۲: دځوانۍ په هکله چي په څه
کي يې تېره کړه ۳:دمال په هکله چي په څه ډول يې گټلی وو(۴) خپل گټلی
مال يې په کوموکارونوکي مصرف کړی وو(۵) څومره علم چي يې حاصل کړي
وو
په هغه يې څومره عمل کړی وو؛
تشريح :ددې حديث مبارک مطلب دادی چي انسان بايددافکرله ځانه سره ولري
چي داتېر شوی وخت ماپه څه کي تېرکړو،په دې عمرکي مي څومره دالله پاک
ددين تابعداري کړې ده
اوڅومره عمرمي په نافرماني کي تېرکړی دی
ځکه ددې وخت په هکله به راڅخه پوښتنه کيږي.

همداراز کوم مال چي ګټم نوداپه کومه طريقه ګټم،آياداطريقه رواده؟ که
ناروا؟په دوکواوپه
دورواغوخوبه نه وي؟بياچي داګټلي مال مصرفوم نوپه دې کي هم انسان خپلواک
نه دی،انسان نه شي کولای
چي په خپله خوښه خپل مال په هغه څه کي ولگوي کوم چي دده زړه غواړي،
که چاخپل مال په عبثوکارونوکي يادګناه په کارکي مصرف کړونودغه کس ته به
ددې بې ځايه لگښت سزا ورکول کيږي.
همداراز به دعلم په هکله هم پوښتنه کيږي چي څومره دي حاصل کړی
وو،اوڅومره دي په خپل علم عمل کړی وو،
په يوه روايت کي راغلي دي چي ابوالدردآءرضي الله عنه يوه ورځ له عميررضي
الله عنه څخه وپوښتل چي اې
عميره!په هغه وخت کي به ستاڅه حال وي په کومه
ورځ الله پاک له تاڅخه ددې سوال ځواب وغواړي چي ته په دُنياکي عالم وي
که جاهل ؟که ته ووايې :زه جاهل وم ،اودرته وويل شي چي دعلم له زده کړي
چابندکړی وې ؟(نوڅه
ځواب به ورکوې ) اوکه ته ووايې: عالم وم.
اوبيادرته وويل شي چي په خپل علم دي څومره
عمل کړی وونوستابه څه ځواب وي؟!!
يعني بايدانسان په دې دُنياکي چي کوم
کارکوي نودافکردي له ځان سره کوي چي سباددې ځواب ورکولی شم کنه؟
که دافکردانسان سره پيداشونوبيابه انشاءالله تعالی دگناهونوپرېښودل ورته اسان شي
وصلی الله علی نبينامحمدوعلی آله وصحبه اجمعين

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب