د كرهڼې د زكات مسایلو

د عشري ځمکې د حاصل د زکات مسایلو بیان

  1. كه كوم ښار دكفارو په ولكه كې و او كفار پكې اوسېدل ، بيا مسلمانانو په هغه ښار بريد وكړ او هغه يې تر خپلې ولكې لاندې راوست او هلته يې اسلام خپور كړ ، او اسلامي پاچا هغه ځمكې له كفارو نه راوګرځولې او په مسلمانانو يې وويشلې نو داسې ځمكو ته په شريعت كې عُشري ځمكې وايي . همداراز كه ددې ښار اوسېدونكي پخپله خوښه اسلام راوړي او له هغوی سره دجګړې كولو اړتيا نه وي پېښه شوي بيا هم دنوموړي ښار ځمكو ته عُشري ويل كېږي .او د عربو د هيوادونو ټولې ځمكې عُشري دي.
  2. كه چاته له پلار نيكه نه دا ځمكې عُشري په لاس ورغلي وي ،يا يې له كوم داسې مسلمان نه اخيستي وي چې آن تر هغه پورې دا ځمكې عُشري تللي وي نو په داسې ځمكو كې چې هرڅه پيدا شي نو په هغه كې صدقه خيرات وركول واجب دي ، چې د زكات د وركړې طريقه به يې څه په دې ډول وي :كه يې كښت اوبه كړى نه وي بلكې يواځې دباران په اوبو يې پيداوار كړى وي ،يا يې دلښتي يا درياب له غاړې په لمده بله ځمكه څه كرلي وي او اوبه يې نه وي پرې لګولي نو دداسې كښت له پيداوار نه لسمه برخه خيراتول واجب دي ،یانې په لسو منو كې يو من او په لسو سېرو كې يو سېر .او كه يې چېرې كښت ته اوبه وركړي وي او يا يې له نوموړو طريقو پرته په كومه بله طريقه خړوبه كړې وي، نو دداسې پيداوار نه شلمه برخه خيراتول واجب دي ،یانې له شلو منو نه به يو من او له شلو سېرو نه به يو سېر خيراتوي .او همدا حكم دبڼ هم دى ،پداسې ځمكو كې دصدقې په وركړه كې دلږ يا ډېر پيداوار هيڅ توپير نشته بلكې په هر حال كې دصدقې وركول اړين دي .كه پيدا وار لږوو كه ډير .
  3. د دانو ،ساكو،تركاريو،ميوو، او ګلانو يانور هغه څه چې پدې ځمكو كې پيداشي همدا حكم دى.
  4. په عُشري ځمكو،غرونو يا ځنګلونوكې كه شات (شهد) راوايستل شي نو په هغو كې هم داصدقه واجبه ده .
  5. كه چا پخپل كور كې ونه ولګوله يا يې دتركارۍ كوم شى وكرلواو په هغو كې ميوه راغله نو په هغو كې صدقه واجبه نه ده .
  6. كه عُشري ځمكه كوم كافر واخلي نو هغې ته اوس عُشري نه ويله كيږي، كه يې بيرته مسلمان واخلي يا يې په يوه بل ډول تر لاسه كړي نو بيا هم هغې ته عُشري نه ويل كيږي .
  7. داخبره چې آيا دا لسمه يا شلمه برخه دچا په ذمه واجبه ده: دځمكې دڅښتن ؟ كه د پيداوار دڅښتن ؟ كه څه هم پدې كې د علماوو اختلاف دى خو غوره خبره داده چې زكواة د پيداوار د څښتن په غاړه واجب دى . كه چېرې كښت چاته د نغدوپه بدل کې په ټېکه ورکړي يا د غلې دانې په بدل كې ، نو بيا دا صدقه د بزګر(چاچې په ټېكه اخيستى) له غاړې كيږي ، اوكه يې كښت په دهقانۍ وركړى وي (په دوهمه برخه يا دريمه برخه يا چې په څو يې وركړى وي ) نو بيا به دځمكې څښتن او بزګر دواړه هريو يې دخپلې خپلې برخې سره سمه صدقه وركوي .

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب