د كفر حقيقت

د كفر حقيقت:

دويم اړخ د انسان دا دي ، چي فطرتاً مسلمان پيدا شوى دی , اوهمدارازدخپل ژوندانه په لړ كي  هم په فطري ډول مسلمان وي , خو د وركړي شوي علم او عقل سره سره د خدای جل جلاله له پيژندنې انكار كوي , او دخپل واك او اختيار په اساس د الله تعالى له اطاعت څخه سر غړونه كوي , دا انسان كافر دی .  د كفر اصلي معنى پټول او پرده اچول دي . دغه انسان ته ځكه كافر ويل كيږي چې ده په خپل فطرت باندي پرده اچولي ده . دی داسلام له فطرت سره سم پيدا شوي دي , د ده دجسم هر اندام د اسلام له فطرت سره سم كار كوي , د ده ګردا ګرد کون ټول مخلوقات د اسلام له فطرت سره سم په كار بوخت دي  , خو  د ده په عقل پرده اچول شوي ده , لده څخه خپل فطرت او د ټولى نړۍ فطرت پټ پاتي شوی دی ، يا په بل عبارت ورك دي , د دغه اصل پر خلاف  فكر كوي ، او د دغه اصل څخه پر مغايره لاره باندي روان دي , اوس تاسو كولي شي چي پوه شي ، هغه انسان چې كافر دی څومره لوي ګمراه دی  .

 د كفر نقصونه  :

كفر يو جهالت دی . بلكه بنيادي جهالت همدا كفر دی .لدې څخه بل لوي جهالت نشته چي سړی خپل خالق ونه پيژني , يو انسان دومره لويه كارخانه ويني چي د شپې او ورځې په اوږدو كې په  پوره دقت او منظمه توګه كار كوي , د دې كارخانې خالق نه پيژني !,هغه خالق څوك دي چې اوبه ,اوسبنه , كلسيم , سوډيم غوندي شيان يې سره يو ځاي كړي او له هغوي نه يې يو بې نظيره مخلوق چى انسان دي  جوړكړي دي , يو انسان هرې خوا ته داسي ډول ډول موجودات او كارونه ويني چې د بې نظيره انجنري ، رياضي ،فيزيكي سيستم په اساس جوړشوي دي ، او په روښانه توګه يى هر څوك ليدلي شي ، خو د دغه علم خالق او مالك نه پيژني چې په نړۍ كې دا ټول مخلوقات په دقيقه توګه اداره كوي . ښه غور او فكر وكړئ دا راز انسان ته به څرنګه د علم دروازې پرانيستل شي , چې هغه د علم په لومړۍ دروازه نه شي ننوتلی ؟ هغه كه هر څومره فكر اوغور وكړی  د علم يوې څانګې ته به هم سمه لاره پيدا نكړي , ځكه چى  له لومړي سر څخه  يې په تياره او جهالت كي پل ايښي دي ، او تر آخره به له جهالت او تيارې څخه پرته بل څه ونه ويني  .

          كفر يو ظلم دي . بلكه تر ټولو لوي ظلم دي . آيا ته پوهيژي چى ظلم څه ته وايى ؟ ظلم هغه څه ته وايى چى له يوه شي نه د هغه له فطرت او طبيعت څخه خلاف او په زور ګټه واخيستل شي  , ته خو پوه شوي چى په نړۍ كې هر څومره مخلوقات موجود دي د الله تعالى اطاعت كونكى او فرمانبردار دي , او د دغه مخلوقاتو فطرت اسلام يعني د الله تعالى د قانون اطاعت كول دي , په خپله د انسان هر اندام د همدغه فطرت په اساس پيدا شوى دى , الله تعالى انسان ته ضرور يوڅه واك وركړي دي تر څو لدغو مخلوقاتو  ګټه پورته كړي , او دا ګټه پورته كول بايد د الله تعالى د رضا او د هغه مخلوقاتو له فطرت سره سمه وي , خو څوك چى كفر كوي هغه لدغو مخلوقاتو څخه د الله د رضا خلاف او د دغو مخلوقاتو له فطرت څخه مغايره ګټه اخلى , په خپل زړه كې يې د نوروخدايانو څخه د ويري , لويى , او محبت صنم جوړكړي وي حال دا چې د ده دې زړه فطرت غواړي چې يوازي د الله تعالى ويره , لويى , او محبت پكښې ځای ولري , د خپلو اندامونو اود نړۍ له هغو ټولو شيانوڅخه چې د ده په واك دي د الله تعالى د رضا پر خلاف ورنه كار اخلي , حال دا چى له ټولو شيانو څخه بايد دهغوي له فطرت سره سم د الله تعالى د قانون مطابق كار واخيستل شي , تاسي ووايى لدې انسان څخه بل لوي ظالم شته  چې په خپل ژوند كې هر وخت په هرشي ان تر دې چې پر خپلو اندامونو ظلم كوي اوله فطرت نه يې خلاف  ورڅخه كار اخلي ؟

          كفر يوازي ظلم نه بلكه بغاوت او نا شكري او احسان  فراموشي ته هم ويل کيږی  . لږ غور وكړي ,  آيا انسان خپل دماغ په خپله جوړ كړئ كه الله تعالى يې خالق او جوړونكئ دي ؟ انسان خپل زړه , خپلې سترګې ,خپله ژبه , خپل لاسونه اوپښي او خپل ټول اندامونه په خپله جوړكړي دي كه الله تعالى يې خالق او جوړونكئ دي ؟ دا ټول شيان انسان ته ګټور ګرځول او انسان ته دا قوت او طاقت وركول چې له دغو شيانو استفاده وكړی د الله تعالى كار دي كه دانسان ؟   ته به ضرور ووايى چې دا شيان الله تعا لى پيدا كړي دي , الله سبحانه وتعالى د دغوشيانو مالك او څيښتن دی , او الله تعالى دا شيان انسان ته وركړي دي ، نو چې بنيادي حقيقت دا دي چې دا شيان ټول دې الله تعالى دي , نولدې انسان څخه بل لوي جاهل او باغي څوك كيدلي شي چې د الله تعالى د وركړی شوی دماغ په واسطه د الله تعالى خلاف فكركولو هڅه كوي , دالله تعالى په وركړي زړه كې د الله تعالى پر خلاف خيالونه پالي , الله تعالى چې كومې سترګې , ژبه , لاس اوپښي او نور اندامونه وركړئ دئ  د الله تعالى د رضا پر خلاف ورڅخه ګټه اخلي , په حكومت كې كه كوم مسئول كس د حكومت وركړی شوی واك د حكومت خلاف استعمال كړي ، هغه ته باغي ويل كيږي , كه څوك له خپل محسن سره خيانت كوي هغه ته احسان فراموشه ويل كيږي , د انسان  سرکشي ،احسان فراموشي ،خيانت د بل انسان په وړاندي  د دې په پرتله چې  انسان د الله تعالی په وراندي سرکشي، احسان فراموشي او خيانت وکړي هيڅ مفهوم او حيثيت نلري ؟ انسان بل انسان ته له كومه ځايه رزق وركوي ؟ د هغه سره خو دالله تعالى وركړي شوی رزق دي , حكومت خپلو مامورينواوكاركونكوته چې واك اومسوليتونه وركوي هغه يې له كومه كړي ؟ الله تعالى دا د حكمروايۍ طاقت او قدرت وربښلي دي , يو انسان پر بل انسان له كومه ځايه احسان كوي ؟ هر څه خو الله تعالى وركړي دي , په انسان باندي له ټولو لوي حق د مور او پلار دي , خو د مور او پلار په زړونو كې د اولاد لپاره مينه او محبت  چا اچولي ؟ د مور په تيووكې شيدې چا پيدا كړى دي ؟ د پلارپه زړه كې دا خبره چا اچولي ده چې خپل دولت خپل وخت خپل هر څه په خپله خوښه او خوشحالۍ د خپل اولاد د پالنې اوروزنې لپاره قربان كړي ؟ اوس راته ووايه هغه خالق چې د انسان حقيقي محسن او تر ټولو لوي پادشاه  او وركونكي دي , كه د هغه سره څوك كفر كوي او يا يې خدايى نه مني او له بندګۍ څخه يى انكار كوي او له اطاعت څخه يې مخ اړوي , نو دا څومره لوي بغاوت دي ، دا څومره لويه احسان فراموشي ده ؟

          چيرته دا فكر ونه كړی ، چى د انسان له كفر څخه به الله تعالى ته كوم زيان متوجه شي , د كوم پادشاه سلطنت چى دومره لوي وي ، چې موږ يې په هرڅومره لوي دوربين كه  پيل او خاتمه ونه شوو ليدلي , د كوم پادشاه طاقت چى دومره بې ساريه وي چې زموږ ځمكه ، سپوږمۍ ، لمر، مريخ او نورې وړې  وړې سيارې د ده په امر په يوه ټاكل شوي مسير كه شپه او ورځ په حركت كي وي , كوم پادشاه چې دومره دولت مند وي ، چې د ټولى نړۍ كاينات د ده ملك وي , په دغه دولت كى هيڅ شريك ونلري , كوم پادشاه چې دومره بي نيازه  وی او هيڅ چا ته محتاج نه وي , نو د انسان به د داسي بې نيازه پادشاه په وړاندي څه حيثيت وي چې د منلو يا نه منلوپه هكله به يې كوم زيان ور واوړي , د انسان سركشي اوبغاوت د خداي جل جلاله له خدايۍ څخه الله تعالى ته هيڅ زيان نشي اړولي بلكه د خپل تباهۍ كنده كني .

your ads

د كفر او نافرماني حتمي پايله دا ده چى انسان د هميش لپاره ناكام او نا مراد پاتي شي , دا راز انسان به د علم سمه لاره هيڅ كله پيدا نكړي , ځكه چى هغه انسان چې خپل خالق ونشي پيژندلي هغه به كوم شي سم وپيژني ؟ د ده عقل به هميشه په كږه لاره روان وي , خكه چې هغه عقل چې خپل خالق نشي پيژندلئ هغه به كوم شي سم وپيژني ؟ دی به د خپل ژوندانه په ټولو كارونو كي بری ونه مومي  , د ده اخلاق به خراب وي , د ده تمدن او پرمختګ به ناوړه وي, د ده راكړه وركړه به کرغيړنه وي , د ده حكومت او سياست به ناوړه وي, دی به په نړۍ كى بداخلاقي او بدبختي خوره وی  , وژنه او وينه تويونه به يې دنده وي , د نورو  حقوق به غصبوي  , ظلم اوستم به كوي , خپل ژوند به د خپلو بدو اوناوړه خيالونو او فكرونه په پايله كه تريخ كاندي , بيا كله چې لدې نړۍ څخه سترګې پټې كړي هغه ټول شيان  چې  ده ورباندي  ټول عمر ظلم كړي  به لده نه نليږي , د ده دماغ د ده سترګي د ده ژبه د ده زړه د ده ټول اندامونه به د الله تعالى په دربار كې دا وايى چې دغه ظالم د دوي له ارادې پرته د الله تعالى څخه بغاوت كاوه او زموږ څخه يې پدغه بغاوت كي په زور او جبر كار اخيسته , هغه ځمكه چې دی د نافرمانۍ سره ورباندي تللی او اوسيدلی , هغه رزق چې ده له ناروا لارو څخه په لاس راوړی , هغه دولت چې د ناروا لارې څخه راغلي او په ناروا لاره خرڅ شوی دي , هغه ټول شيان چې ده په خپل ژوندانه كې په غاصبانه شكل ورباندي قبضه لګولي وه  ,  هغه ټول شيان چې ده پدغه بغاوت كي ورڅخه ګټه پورته كړي ده , د ده په مقابله كي به د الله تعالى په دربار كي فرياد او چغي وهي ، او الله تعالى  چې ريښتيني او حقيقي انصاف كونكئ دي د دغو مظلومينو داد او فرياد ته رسيږي ، او ده ته به د ذلت څخه ډكه سزا وركوي .

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب