د لاسونو او پښو پوستکی اچول

ډېر ځلې به مو لېدلي وي چې لاسونه او پښې مو پوستکی اچوي، وچ وي او ځيني وخت خارښت هم کوي. دې حالت ته په انګلېسي کې (Skin Peeling) وايي او علمي نوم يې (desquamation) دی. دا ناروغي په لاسونو او پښو کې د مستقيم ټپ کېدو او يا هم د نورو داخلي نارغيو او د وجود له بې نظميمو څخه منځ ته راځي.

د پوستکې اچونه ښايي د وجود په يوه ځانګړي برخه کې وي او يا هم په ټول وجود کې، چې د ناروغۍ په ډول پوري تړاو لري.

که چېرې د مالوم ټپ او ژوبل کېدو پر بنست ياده ناروغي رامنځ ته شوې وي، نو درملنه يې آسانه ده. دا ځکه چې د ناروغۍ تشخيص له وړاندې شوی دی. خو که د وجود د داخلي بې نظميو او نارغيو په اساس مو وجود پوستکی اچوي، تر څو چې د داخلي نارغۍ درملنه نه وې تر سره شوي په ملهم، او کريم او يا نورو درملو سره يې درملنه نه کيږي.

لاملونه يې:

۱- لمرسوځېدنه: په لمر کې د UV وړانګو په نوم، وړانګې شتون لري. هغه خلک چې ډېر حساس پوستکی ولري نو يادې وړانګې، د دې سبب کيږي چې مخ او يا ټولې هغه برخه چې لمر پرې مستقيم لګيږي، پوستکی واچوي.

your ads

۲- اکزیما يا خارښت: د وجود هغه برخه چې خارښت کوي او د لاسونه په وسېله ګرول کيږي د پوستکي اچولو بل لامل دی.

۳- حساسيت يا الرجي: که چېري کوم کس الرجي ولري نو د ځينو شيانو په لېدلو اويا هم ورسره په لامس کېدو يې وجود پوستکي اچوي.

۴- فنجي: ځينې وخت يو ډول فنجي د انسان پښو او لاسونو ته لار پيدا کوي او د يادې ناروغۍ سبب کيږي.

۵- سرطان يا کنسر: د سرطان ناروغي هم د پښو او لاسونو د پوستکي توېدو لامل کيږي.

۶- د پوستکي وچووالی او د بوټونو پرځای په څپليو کې تګ او راتګ کول.

۷- د بلې ناروغۍ له امله: د ځينو درملو خوړل په وجود کې نورې ستونزې پیدا کوي چې عوراض جنابي او (Side Effects) ورته وايي. چې ممکن ده، ځينې درمل مو د پوستکې اچونې لامل شي.

۸- خو تر هرڅه ډېر د پستکي اچونې لامل د پوستکي وچوالی دی.

د پوستکې اچونې په اړه ځينې سپارښتنې:

۱- کله مو چې د وجود کومه برخه پوستکی اچوي نو هغه مه لرې کوئ. هر څومره چې تاسې راپورته شوې برخه لرې کوی، همدومره به نور هم زيايږي.

۲- که پوستکی اچونکي برخه خارښت کوي نو مه يې ګروئ، د ګرولو په وسيله ياده برخه ژوبله کيږي او ويرسونه د وجود داخل ته ځي.

۳- که چېرې د راپورته شوي پوستکي سره په تکليف وي، نو د لاس پرځاي يې په قيچي لرې غوڅ کړئ.

۴- پوستکی مو وچوالي ته مه ورکوئ، هر وخت يې مرطوب او لوند وساتئ.

۵- داسې ډودۍ وخورئ چې په ډېره شمېر د پروټينو، اوسپنې، اې، بي او سي ويټامينونو درلودونکي وي.

۶- بدرنګ دايروي ټوټه کړئ، او ټوټې يې په پوستکي ومښوئ. دا کړنه مو پوستکی په طعبيي ډول نرم او لوند ساتي. او که شوني وي د بدرنګ له ټوټو سره ګبين او زيتون هم يوځای کړئ.

ژباړه: شمس رحمانزی

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب