د لباس اغوستلو سنت او آداب

رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايي: كله چې تاسو پايزار په پښو كوى، نو لومړي ښى پايزار په پښو كړئ. او كله يې چې وباسئ، نو لومړى چپه وباسئ، او يا دواړه په پښو كړئ او يا دواړه وباسئ. مانا دا چې داسې مه ګرځئ چې په يوه پښه كې مو پايزار وي او په بله كې نه وي.

كه فكر وكړو په ورځ كې څو ځله پايزار پښو كوو، او وباسو يې، هر ځل كه د رسول الله متابعت او سنت په پام او نيت كې ولرو او عملي يې كړو، د څومره ثوابونو وړ به ګرځيدلي وو، تر دې چې دا به عادت واخلو چې ټول كړه وړه مو د هغه صلى الله عليه وسلم په پيروى كې تير شي.

كله چې لباس اغوندى او يا وباسئ، نو بسم الله ووايئ.
رسول اكرم صلى الله عليه وسلم به چې كله كوم لباس اغوست كه به هغه جامي وي، يا پګړۍ، څادر او نور څه وو، نو دا دعا به يې ويله. اللهم اني اسئلك خيره و خيره ما صنع له، و اعوذبك من شره و شر ما صنع له، رواه ابوداود و ترمذي.

بيا هم له ښي پلوه په اغوستلو كې پيل وكړئ، رسول الله صلى الله عليه وسلم وايي: كله مو چې لباس اغوستلو نو په ښي طرف يې پيل كړئ. او كله چې غواړئ چې ويې باسئ نو په كيڼ اړخ يې پيل كړئ، لومړئ كيڼ لسټونى وباسئ او بيا ښى، او هم لومړى چپه پايڅه او بيا ښۍ.

ژباړه: سيد مصطفى حماس

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب