د لبلبو یا جغندر له حیرانوونکو ګټو ځان خبر کړئ

د لبلبو یا جغندر له حیرانوونکو ګټو ځان خبر کړئ

د جغندر ژور سور رنګ ښيي چې دغه خواړه د ویټامینونو او منرالونو یو له غوره منابعو څخه دی. دلته مو د جغندر له ځینو روغتیايي ګټو سره اشنا کوو.

جغندر د بدن زهري موادو په پاکولو کې مرسته کوي

دغه مغز لروونکي خواړه یوه اندازه ګټور مواد د بیټالینز (Betalains) په نامه لري کوم چې له ځیګر څخه زهري مواد له منځه وړي او د ځیګر روغتیا پیاوړی کولو کې مرسته کوي. دغه خواړه له ځیګر سره د هغه د فعالیتونو په ترسره کولو کې مرسته کوي او له بدن څخه زهري مواد خارجوي. په دغه خواړه کې شته اکسیډنټ ضد خاصیت د بدن ازاد راډیکلونه خنثی کوي، د پړسوب مخه نیسي، د سرطان او نورو مهلکو ناروغیو د کوربه د پرمختګ مخه نیسي.

د بدن د اړتیا وړ غذايي مواد پوره کوي

په جغندر کې شته ویټامینونه او غذايي مواد به مو حیران کړي. جغندر زیاته اندازه ویټامین اې (A)، بي ۶ (B6)، سي (C)، اي (E) او کې (K) لري. دغه خواړه همداراز د بدن د اړتیا وړ ځینې منرالونه لکه منګنیز (Manganese)، پوتاشیم (Potassium)، مګنیزیم (Magnesium)، فاسفورس (Phosphorous)، مس (Copper)، کلسیم (Calcium) او زینک (Zinc) پوره کوي. جغندر خپل ترکیب کې اوسپنه هم لري چې له همدې امله د دغې خواړه خوړل امیدواره ښځو او د وینې کموالی لروونکو ناروغانو ته تر ټولو غوره درمل ګڼل کیږي.

عصبي روغتیا غښتلی کوي

په دغه خواړه کې شته ځینې مواد او مرکبات اعصابو ته ډیره زیاته ګټه لري او انسان خوشحاله کوي. همداراز دغه خواړه د بیټین (Betaine) نومې موادو هم غوره منبع ګڼل کیږي. بیټین نومې مواد د سیروتانین (Serotonin) او ډوپامین (Dopamine) نومې هارمونونو کوم چې د خوښۍ هرمونونه دي په فعاله کولو کې مهم رول لوبوي.

بدن ته انرژي ورکوي

دغه خواړه د عضلاتو تقویه کوونکی په نوم هم شهرت لري. دغه خواړه هغو کسانو لپاره چې اندارم جوړولو ورزش کوي ډیره زیاته ګټه لري. جغندر د بورې او قندي موادو غوره منبع هم دی کوم چې کولی شي د بدن د اړتیا وړ انرژي پوره کړي. د جغندر له خوږوالی مه ویریږئ ځکه چې د جغندر قندي او خواږه مواد روغتیا لپاره هیڅ ډول زیان نه لري.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب