د لب سرین څخه د سرطان مریضي پیدا کیږي

اروپایانو به پخوا ویل چي سره شونډان باید سړی مچ کړي ، مګر اوس وایي د سر شونډانو څخه لیري کرځه چي د سرطان مریضي ځینی پیدا کیږی . په حقیقت کي همداسي هم ده . د امریکا فدرالی صحي موئسیسي له ډیرو پلټنو وروسته ثبوت کړه چي د ښځو په لب سرین کي له هغه مصنوعي رنګونوسره چي لب سرین ځينی جوړوي ، سرب هم شامل دي . د طب له نقطه نظره ډیر وخت پخوا ثبوت شوی وه چي د سربو څخه سرطان پیدا کیږي .

د نړۍ والو پلټنو له مخي هره ښځه په خپل ژوند کي څه د پاسه ۳،۵ کیلو ګرامه لب سرین خوري . له همدی کبله دې راپور زیاته نا راحتي رامنځ ته کړیده . په راپور کي راغلي دي چي د لب سرين جوړونکي مشهوره کمپنیاني د خپلو تولیداتو سره سرب ور ګډوي . د سربو خاصیت په لب سرين کی دادی چي لب سرین زیات وخت پر شونډانو پاته کیږي . سرب چي هر څومره زیات وخت د انسان پر پوست پاته شي هغمومره یي تاثير زیات دی او د سرطان لپاره ژر لاره هواروي . په کال ۱۹۸۷ کي کوم وخت چي د لمړي ځل لپاره ثابته شوه چي سرب د انستان لپاره مضر دي ، د بنزین او پنسل قلمانو له نسخي څخه و ایستل شول .اوس امریکایي تحقیقاتو ثبوت کړه چي په لب سرین کي سرب هم دصحت لپاره خطر لري .

د ښځو په اصطلاح لب سرین چي په قیمت کي هر څوکره ګران وي همغومره هغه پر شونډانو زیات وخت پاته کيږي . په طبي حساب لب سرین چي هر څومره پر شونډانو زیات وخت پاته شي هغومره یي سرب ډیر وي او په هغه اندازه یي د سرطان د مریضي خطر هم زیات وي . په راپور کي راغلي دی چي تر ټولو زياد سرب د لور يال مارکه لري او هغه تر ټولو ګرانه مارک ده . تر لور يال وروسته بیا نارس ، کورګړل ، کوين کولکشن او ستار ګازر دي چي زیاد سرب لري .

هغه څوک چي د پښتورګو (بډوډي) تکلیف لري ، د هغوی لپاره سرب لرونکي لب سرین زیات خطرناکه دی ، دا ځکه چي سرب په بدن کي زیات وخت پاته کيږي او پسي ډیریږي ، پښتورګی خرابوي ، په وینه ور ګډیږی . که یي مقدار په وینه او پښتورګو کي زیات شي د بدن دفلج امکانات را منځ ته کوي چي پایله یي د انسان مرګ دی . طب پوهان وايی ددي لپاره چي ځانته یي مالومه کړئ چي په لب سرین کي سرب شته او که نه ، باید لمړی لب سرین پر لاس ووهل او بیا سره زر پوری وموښل شي . که د هغه رنګ شین شو ، نوبیا ثبوت ده چي په لب سرین کي سرب ور ګډ شوی دي . سرب دلب سرین په واسطه په دوه قسمه بدن ته ځی . چي پر شونډانو ووهل شي له یوی خوا د خوړو سره او له بلي خوا د شونډانو د پوست له خوا بدن ته داخیلیږي چي دا دکم سنه او تازه پر ځوانی راغلي نجونو لپاره پوره خطر ناکه دي .

راپور و هغو میندو ته چي لوڼی یي د آرایش سن ته رسیدلی وي توصیه کوي چي خپلي لوڼی و دي خطر ته متوجه کړي او ويي پوهوي چي د لب سرین په استعمال کي زیاته پاملرنه ولري . د امریکا د قانون له مخي په لب سرین او نورو خوږو کي (۰،۱ پي پي ایم) مجاز دی ، خو لور يال د نړۍ مشهورترینه لب سرین جوړونکې کمپنۍ په لب سرین کي پوره (۷،۱۹ پي پي ایم) ور ګډوي ، دا ددی لپاره چي لب سرین زیات وخت پر شونډانو پاته شي . له همدې کبله ښځي دا مارکه زیاته خوښوي .
»ټول افغانستان«

احمدالله رحمانی

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب