د لمانځه تېروتنې سجده څه ته وايي؟ حکم او طریقه یې

په لمانځه کې د تيروتنې سجده یا سجده سهوه

كله چې څوك لمونځ كوي نو كله ناكله له هغه څخه په لمانځه كې تيروتنه هم كيږي ,نو كه يو څوك په لمانځه كې تيروځي نو دهغه دلمانځه دسم والي لپاره په هغه باندې دتيروتنې سجده (سجدۀ سهوه) ضروري ګڼل كيږي.

تېروتنې سجده کله لازمېږي؟

دا چې په كومو تيروتنو سره په لمونځ کوونکي باندې د تير وتنې سجده واجبيږي د دې پوښتنې په ځواب كي ښايي وويل شي چې :
1- كله چې دلمانځه له واجباتو نه كوم يو پاتې شي نو دتيروتنې سجده ضروري بلل كيږي .
2- كله چې دلمانځه دكوم واجب په اداكولو كې تاخير راشي نو هم دتيروتنې سجده ضروري بلل كيږي .
3- كله چې دكوم واجب څيره وربدله شي دساري په توګه په جهري لمونځ كې خفا وشي يا په خفي لمانځه كې قرائت وشي نو پدې صورت كې هم د تيروتنې سجده ضروري ګڼل كيږي .
4- د ډيرى علماوو په آند په فرضو كې د تاخير په صورت كې هم دتير وتنې سجده اړينه بلل كيږي .

 

د سجدې ادا كولو طريقه

دسجدې كولو طريقه څه پدې ډول ده چې -كله تيروتنه رامنځته شوه نو خپل لمونځ په خپل حالت جاري ساتل پكاردي خو كله چې په آخري التحيات كيناستلې نو تر تشهد (اشهد ان لا اله الاالله واشهد ان محمدا عبده ورسوله) پورې به يې ولولې او(په اصح قول) يواځې ښي لورې ته به سلام وكړې او بياه به د الله اكبر په ويلو سره سجدې ته ټيټ شې او دوه سجدې به دنورو سجدو په څير اداكړې او بيا به التحيات له پيله تر پايه پورې ووايې كله چې دې التحيات پوره كړ نو دواړو لورو ته به سلام وګرځوې.

كه په يو لمونځ کې (دساري په توګه دسهار په دوو ركعتونو يا دماسپښين په څلوروركعتونو كې) له يوې نه ډيرې تيروتنې رامنځته شوې وې نو دټولو تيروتنو د جبيرې لپاره يوځل سجده كول كافي بلل كيږي .

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب