د لمانځه د ترسره کولو ترتيب – د ماشومانو لپاره اسلامي لارښود

اوس ماسپښین دی او لمونځ کوونکی سړی بايد لاندې ترتيب په پام کې ونيسي:

۱ـ د ماسپښین د لمانځه د څلور رکعتو فرضو د ترسره کولو نيت په زړه کې ولري. دا به ښه وي چې په ژبه يې هم نيت ووايي او داسې نيت وتړي:

«نيت مې کړی د زړه له اخلاصه، اداء کوم څلور رکعته فرض لمونځ په دې حاضر وخت د ماسپښین، مخ مې د کعبې شريفې په لورې، خاص الله لپاره، الله اکبر» او لاسونه سرته پورته کړه، بټه ګوته د غوږونو له نرمۍ سره ونښلوه.

 

۲ـ وروسته له نيته په ښي لاس کيڼ لاس ونيسه او د نامه لاندې يې کېږده، او وروسته بيا لاندې دعاء ووايه:

«سُبْحَانَكَ اللَّهُمَّ وَبِحَمْدِكَ وَتَبَارَكَ اسْمُكَ وَتَعَالَى جَدُّكَ وَلا إِلَهَ غَيْرُكَ».

ژباړه: خدايه! پاکې ستا لره ده، او موږ ستا ستاينه کوو، ستا نوم با برکته او ستا شان عظيم دی، ستاینه او حمد ستا د لوی والي لپاره دی، هيڅ معبود پرته له تا نشته.

که څوک په جومات کې لمونځ کوي يعنې مقتدي وي چوپ دې ودرېږي او سورة فاتحه ته دې په آرامه غوږ ونيسي. د دې سورة په پای کې دې «آمين» ووايي.

 

خو کله چې مقتدې نه وي، بیا دې:

«أَعُوذُ بِاللهِ مِنَ الشَّيْطَانِ الرَّجِيمِ».

ژباړه: له شړل شوي شیطان څخه الله جل جلاله ته پناه وړم.

«بِسْمِ الله الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ».

ژباړه: د لوی او بښوونکی څښتن تعالی په نامه.

وروسته بيا سورة فاتحه او د قرآن پاک یوه بله سورة يا څو آيتونه لوستل کېږي.

د فاتحې سورة

﴿ بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ (۱) الْحَمْدُ لِلَّهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ (۲) الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ (۳) مَالِكِ يَوْمِ الدِّينِ (۴) إِيَّاكَ نَعْبُدُ وَإِيَّاكَ نَسْتَعِينُ (۵) اهْدِنَا الصِّرَاطَ الْمُسْتَقِيمَ (۶) صِرَاطَ الَّذِينَ أَنْعَمْتَ عَلَيْهِمْ غَيْرِ الْمَغْضُوبِ عَلَيْهِمْ وَلَا الضَّالِّينَ (۷)  ﴾

ژباړه: ستاينه هغه خدای لره ده چې د دې نړۍ خاوند دی، بښونکی او مهربانه دی. د جزا د ورځې خاوند دی، یوازې تاته عبادت کوو او يوازې له تاڅخه مرسته غواړو، مونږ ته د سمې لارې هدایت وکړه، د هغو کسانو لاره چې تا نعمت ورکړی، او نه د هغو کسانو لاره چې ته پرې په قهر شوی يې او له لارې وتلي دي.

بله سورة:

﴿ قُلْ هُوَ اللَّهُ أَحَدٌ (۱) اللَّهُ الصَّمَدُ (۲) لَمْ يَلِدْ وَلَمْ يُولَدْ (۳) وَلَمْ يَكُنْ لَهُ كُفُوًا أَحَدٌ (۴)  ﴾

ژباړه: ووايه خدای یو دی، غني او بې نياز دی، څوک له هغه څخه نه دي زيږېدلی او نه دی له چا څخه زېږدلی دی، او هیڅوک د هغه په شان نشته، یوازې او يو دی.

کوچنۍ سورة يا د قرآن پاک څو آيتونه د فرض لمونځونو په دوو لومړي، رکعاتو او د سنت او نوافلو په ټولو رکعاتو کې ويل کېږي، خو د فرض لمونځونو په دوو وروستیو رکعاتو (ماسپښين، مازديګر، ماښام او ماسختن) کې يوازې د فاتحې سورة لوستل کېږي.

۳ـ د «الله اکبر» په ويلو رکوع ته ټيټ شه، خپل لاسونه په ګونډو کېږده (رکوع) او درې ځلې «سُبحَانَ رَبيَ الْعَظِيمِ» يعنې «زما خدای لوی، پاک او منزه دی».

کولای شې «سُبحَانَ رَبيَ الْعَظِيمِ» له دريو څخه هم زيات ولولې مګر بايد طاق وي، يعنې ۵، ۷، ۹ وي.

 

۴ـ وروسته بيا نيغ ودرېږه او خپل لاسونه خوشې کړه او ووايه:

«سَمِعَ اللهُ لِمَنْ حَمِدَهُ، رَبَّنَا لَكَ الْحَمْدُ».

ژباړه: «خدای د هغه چا ستاینه اوري چې هغه ستا يې، ای خدايه! شکران او ستاينه ستا لپاره ده».

که کله مقتدي وې فقط «رَبَّنَا لَكَ الْحَمْدُ» ووايه.

 

۵ـ بيا «الله اکبر» ووايه او سجدې ته کښته شه، یعنې لومړی ګونډې، بيا لاسونه او وروسته بيا ټنډه او پزه په ځمکه کېږده، ګوتې بايد په عادي حالت کې د قبلې لورې ته او دواړه لاسونه د مخ په دواړو خواو کې موازي کېښودل شي، څنګل (آرنج) او ليچې (ساعد) بايد له ځمکې نه فاصله ولري او خېټې ته نږدې نه وي، د پښې ګوتې بايد په ځمکه او قبلې خواته وي، په دې حالت کې درې ځلې «سُبحَانَ رَبيَ الْأَعْلَى» يعنې (د ټولو نه ښه پاک او منزه خدای دی) ووايه، خو «سُبحَانَ رَبيَ الْأَعْلَى» کيدای شي زيات شي، مګر بايد طاق وي، يعنې ۳، ۵، ۷، ۹ وي.

 

۶ـ وروسته له سجدې څخه په ترتيب ټنډه، پوزه او لاسونه پورته کړه او کېنه، داسې کېنه چې ښۍ پښه ولاړه او کينه (چپه) پښه پرته وي. لاسونه په ګونډو داسې کېږده چې ګوتې په ګونډو راشي.

 

۷ـ د «الله اکبر» په ويلو سره بيا سجدې ته کښته شه او درې ځلې «سُبحَانَ رَبيَ الْأَعْلَى» ووايه.

۸ـ وروسته له «الله اکبر» څخه دويم رکعت، د لومړي رکعت په شان ولوله. د دويم رکعت له سجدې څخه وروسته په ځای کېنه او تشهد ولوله.

تشهد

«التَّحِيَّاتُ لِلَّهِ وَالصَّلَوَاتُ وَالطَّيِّبَاتُ السَّلَامُ عَلَيْكَ أَيُّهَا النَّبِيُّ وَرَحْمَةُ اللَّهِ وَبَرَكَاتُهُ، السَّلَامُ عَلَيْنَا وَعَلَى عِبَادِ اللَّهِ الصَّالِحِينَ، أَشْهَدُ أَنْ لَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ وَأَشْهَدُ أَنَّ مُحَمَّدًا عَبْدُهُ وَرَسُولُهُ».

ژباړه: هر راز ستاينې (قولي، بدني او مالي) یوازې د الله جل جلاله لپاره دي، سلام او درود دې وي پر تاباندې چې د الله تعالی را استول شوی پيغمبر يې او د الله تعالی رحمت او برکت دې هم پر تا وي، سلام دې پرما او د خدای په نيکو کارو بندګانو وي، شهادت ورکوم چې له «الله» پرته بل خدای نشته او محمد د هغه بنده او را استولی پيغمبر دی.

۹ـ د «الله اکبر» په ويلو سره پاڅېږه او دريم او څلورم رکعت هم د لومړي او دويم په شان ترسره کړه، يوازينی توپير پکې دا دی چې کله فرض نه وي او سنت وي نو یوازې سورة فاتحه بس ده او نور آيتونه ورسره نه لوستل کېږي.

د څلورم رکعت د دويمې سجدې څخه وروسته د دویم تشهد څخه وروسته درود او حسنه دعاء په لاندې ډول لوستل کېږي.

درود

«اللَّهُمَّ صَلِّ عَلَى مُحَمَّدٍ وَعَلَى آلِ مُحَمَّدٍ كَمَا صَلَّيْتَ عَلَى إِبْرَاهِيمَ وَعَلَى آلِ إِبْرَاهِيمَ إِنَّكَ حَمِيدٌ مَجِيدٌ».

ژباړه: ای ربه! پر محمد او امت يې رحمت واستوه لکه چې په ابراهيم او امت دې استولی دی، په رښتیا سره چې ته لوی او د ستاينې وړ يې.

«اللَّهُمَّ بَارِكْ عَلَى مُحَمَّدٍ وَعَلَى آلِ مُحَمَّدٍ كَمَا بَارَكْتَ عَلَى إِبْرَاهِيمَ وَعَلَى آلِ إِبْرَاهِيمَ إِنَّكَ حَمِيدٌ مَجِيدٌ».

ژباړه: ای خدايه! پر محمد او امت يې برکت واستوه لکه چې په ابراهيم او امت دې استولی دی، په رښتیا سره چې ته لوی او د ستاينې وړ يې.

حسنه دعاء

«رَبَّنَا آتِنَا فِي الدُّنْيَا حَسَنَةً وَفِي الْآخِرَةِ حَسَنَةً وَقِنَا عَذَابَ النَّارِ».

ژباړه: ای پروردګاره! پر موږ په دنيا او په آخرت نيکي او حسنات نازل کړه او مونږ د دوزخ له عذابه لرې وساته.

۱۰ـ وروسته بيا ښۍ خواته مخ وګرځوه او ووايه:

«السَّلامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ».

ژباړه: د الله درود او سلام دې پر تاسو باندې وي.

 

۱۱ـ بيا کيڼې (چپې) خوا ته مخ وګرځوه او هماغه کلمات تکرار کړه.

«السَّلامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ».

ژباړه: د الله درود او سلام دې پر تاسو باندې وي.

 

له سلام څخه وروسته دعاء

«اللهُمَّ أَنْتَ السَّلَامُ وَمِنْكَ السَّلَامُ وإليك يرجع السلام، تَبَارَكْتَ ربنا وتعاليت يَا ذَا الْجَلَالِ وَالْإِكْرَامِ».

ژباړه: يا خدایه تا سوله رامنځ ته کړې او سوله له تا پيل شوې او ته پاک ذات يې، ته د حيثيت او د عزت خاوند يې.

که وروسته له لمانځه څخه په ځانګړي توګه وروسته له فرض لمانځه څخه دعاء وکړئ او د خپل ځان او نورو ټولو مسلمانانو د ښېګڼې او نېکمرغي غوښتنه وکړئ نو تاسو به ښه او صالح عمل ترسره کړی وي.

کتاب: د ماشومانو لپاره اسلامي لارښود

ليکوال: سيد عبد الله ولی زی

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب