د لمانځه سنتونه

د لمونځ سنتونه څو او کوم دي؟

د لمانځه سنتونه شل (۲۰) او په لاندې ډول دي:

١ ) د لومړي تکبير وېلو په وخت کې نارينه ولره د غوږو تر نرمېو پورې ، او ښځو لره د اوږو تر سرونو پورې دواړه لاسونه پورته کول .
٢ ) د لاسونو د پورته کولو په وخت کې وتې په خپل حال پرېښودل .
٣ ) په لوړ آواز د امام تکبير وېل .
٤ ) د ښي لاس ايښودل په کيڼ لاس باندې په داسې ترتيب سره چې د ښي لاس غټه او خچه ګوتې د کيڼ لاس له مړوند څخه حلقه شي ، او درې نورې ګوتې يې د کيڼ لاس په تخته ، بند ، باندې راشي .
٥ ) د نارينه و د پاره د نامه د لاندې ، د ښځو لپاره په سينه د لاسونو تړل .
٦ ) په خفيه د اعوذُ بِاللهِ لوستل .
٧ ) په خفيه د بِسمِ الله لوستل .
٨ ) په خفيه د ثنا سُبحانَکَ اللهُمه لوستل .
٩ ) د وَلاَالضَآلِين څخه وروسته آمين وېل .
١٠ ) د انتقالاتو تکبير وېل .
١١ ) په رکوع کې درې ځلې (( سُبحَانَ رَبِیَ العَظَيم )) وېل .
١٢ ) په رکوع کې د لاسونو په ګوتو د دواړو زنګنونو ټينګ نيول .
١٣ ) امام لره (( سَمِعَ اللهُ لِمَن حَمِدَه )) او مقتدي لره (( رَبَنا وَلَکَ الحَمدُ )) او يواځې لمونځ کوونکي لره د دواړو وېل .
١٤ ) وروسته له رکوع څخه قومه کول . ( سم نېغ ودرېدل )
١٥ ) سجده په داسې ترتيب کول ، چې اول به زنګنونه بيا لاسونه ، بيا پوزه او ورپسې تندی د دواړو لاسونو په مېنځ کې کېږدي ، څنګلې به له اړخونو نه ، او ګيډه به له ورنونو ، او ورنونه به له پنډيو نه ، او پنډۍ به له ځمکې نه لرې ساتي . او د پښو ګوتې به قبلې ته مخامخ کوي . ښځه به څنګلې د اړخونو ، ګېډه به د ورنونو او ورنونه به د پنډيو ، او پنډۍ په د ځمکې سره نښلوي .
١٦ ) په سجده کې درې ځلې (( سُبحانَ رَبِیَ الاَ علی )) وېل .
١٧ ) د دواړو سجدو په مېنځ کې جلسه (( کېناستل ) او په زنګنونو باندې د دواړو لاسونو اېښودل .
١٨ ) د نارينه و د پاره د ښي پښې ودرول او د کيڼې پښې غوړول ، او ورباندې کېناستل . ښځې لره د دواړو پښو ښي خوا ته ويستل او په کيڼ کوناټي کېناستل .
١٩ ) په وروستۍ قعده کې د تشهد څخه وروسته درود او دعا لوستل .
٢٠ ) د اَاسَلامُ عَليکُم وَرَحمَتهُ اللهِ په وېل سره مخ ښي او بيا کيڼ طرف ته ګرځول .

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب