د لمر وړانګو یا ماوراء بنفش (Ultra Violet ) څخه د ماشومانو ساتنه

د لمر وړانګو یا ماوراء بنفش (Ultra Violet ) څخه د ماشومانو ساتنه

د ماوراء بنفش وړانګو تر ټولو مهمه طبیعي سر چینه  لمر ده، د لمر وړانګې په ورځیني ژوند کې د استعمال  ډیر ځایونه لري او زمونږ روغتیا ته  هم  ډیرې ګټې لري لکه د میکروب وژنې، غدائي موادو پاک ساتل،  او د میکروب څخه د طبي او صنعتی وسایلو پاک ساتل، د لنډ طول موج  لرونکې وړانګې کولې شي چې واړه باکتریاوې او اورګانیزمونه له مینځه یوسي نو له همدې امله  په شفاخانو او کلینیکونو کې د میکروب وژنې په حیث ورڅخه استفاده کیږي .

دا چې له یوې خوا  د لمر وړانګو ته  د بشریت ضرورت دی او د انسان په وجود کې د ویټامین ډي (VD) دتولید باعث ګرځي خو د وړانګو اخیستل په زیاته پیمانه د انسان په وجود کې د ناروغیو د پیدا کیدو لامل ګرځي، له لمر څخه د ماوراء بنفش وړانګو د رارسیدلو او مخنیوی کولو په مقابل کې د اوزون طبقې شتون ډیر اړین دی او  هغه کیمیاوي مواد ODS  (Ozone Depleting Substance) چې د اوزون طبقې د له منځه وړلو باعث ګرځي د استعمال مخنیوی اوشي، د اوزن طبقه د لمر ماورای بنفش وړانګې جذبوي او نه پریږدي چې ځمکې ته  ورسیږي چې د ژوندیو موجوداتو ژوند ته ګواښ پیښ کړي، نوموړې ماورای بنفش وړانګې(UV-B) چې د زیاتې انرژي لرونکې او لوی طول موج لري او د ځمکني ژوندیو موجوداتو (انسانانو، حیواناتو او نباتاتو) ته ډیرې مضرې دي چې د اوزون د پردې پواسطه په ستراتو سفیر کې جذبیږي او ځمکې ته نه رارسیږي د اوزون پوړ له ځمکې څخه د ۲۰ څخه تر ۳۵ کیلو مترو پورې واټن کې وجود لري کوم چې د لمر وړانګې جذبوي او د ځمکې د ډیر ګرموالی مخه نیسي .

د لمر وړانګې په دری ډوله دي:

1.    Ultra Violet-A: د تخریب توان ئي کم دی او نشي کولې ځمکې ته ورسیږي د اوزون طبقه هم څه برخه ددې وړانګو جذبوي.
2.    : Ultra Violet-B ددې وړانګو تخریب نسبت (UV-A او UV-C) ته زیات دی چې ځمکې ته د رارسیدلو توان لري او په ځمکه کې د انسانانو، حیواناتو او نباتاتو ژوند ته ګواښ پیښولئ شي.
3.    : Ultra Violet-C د لمر وړانګو دا ډول چې د کمې انرژي لرونکي دي په مجموعي ډول د اوزون د طبقې پواسطه جذبیږي او ځمکې ته نه رارسیږي.
ماوراء بنفش وړانګې کولې شي یوه اندازه د نرې وریځې څخه تیرې شي او ځمکې ته ورسیږي .

 

د لمر وړانګې کوم وخت جدي خطر پیښولې شي؟
1.    دوه ساعته مخکې له غرمې (ماسپښین) څخه او دوه ساعته وروسته له ماسپښین څخه کله مو چې سیورۍ له ځان څخه لنډ وي، چې په  نوموړي وخت کې ماوراء بنفش وړانګې زیاتې خپریږي.

 

2.    د لمر مستقیمو وړانګو په مقابل کې  د یو کال څخه د کم عمر ماشومانو پریښودل د ماشومانو روغتیا ته ګواښ پیښوي.

 

3.    د ماشومانو لمبول د لمر د مستقیمو وړانګو لاندې د ماشومان صحت ته جدي ګواښ دی.

 

4.    په هغه ځایونو کې  چې ماشومان پکې لامبي لکه حوضونه، د سیند غاړه او دیته ورته ځایونه کې د ماشومانو روغتیا ته په پام  سره باید له مناسب پوښښ(حفاظ) څخه لکه خولئ، اوږده لستوڼو لرونکي جامې او نورو څخه ګټه واخیستل شي

 

5.    هغه ماشومان چې عمرونه ئي له یو کال څخه کم وي باید د لمر وړانګو څخه د ځان ساتنې لپاره  له مناسب سیوري څخه استفاده وکړي.

 

6.    له  لمبولو څخه وروسته د ماشومانو  ځان وچول  د لمر د وړانګو پواسطه ډیر خطر لري.

 

7.    په مدرسو، مکتبونو او پارکونو کې د لمر مستقیمو وړانګو لاندې د ماشومانو پریښودل ددې باعث ګرځي چې ماشومان په زیاته پیمانه د لمر وړانګې جذب کړي.

8.    ماشومان باید وروسته له لامبلو څخه تر سیوري لاندې کښینول شي تر څو دلمر له وړانګو څخه خوندي اوسي.

 

هغه عوامل چې د لمر وړانګو د اخیستلو باعث ګرځیږي:
1.    د لمر مستقیمو وړانګو لاندې د زیات وخت تیرول
2.    نامناسب پوښښ
3.    د لمر ضد کریم څخه ګټه نه اخیستل
4.    د لمر ضد عینکو څخه کار نه اخیستل

د ماوراء بنفش وړانګو څخه د ځان ساتنې او ماشوم ساتنې په موخه باید د مناسب پوښاک څخه ګټه واخیستل شي چې ځینې ئي په لاندې ډول ذکر کیږي.
1.    د مناسب سیوري څخه ګټه اخیستل
2.    له مناسب پوښښ څخه ګټه اخیستل
3.    لمر ضد کریم څخه ګټه اخیستل
4.    لمر ضد عینکو څخه استفاده کول

هغه زیانونه چې د لمر وړانګو ( Ultra Vialot) څخه انسانانو ته رسیږي ، عبارت دي له:
1.    پوستکې  تخریبوي.
2.    د انسانانو د سترګو د تخریب لامل ګرځي.
3.    د پوستکې مختلف ډوله سرطانونه پیداکوي .
4.    د پوستکې د رنګ د بدلیدو لامل ګرځي.
5.    په پوستکې کې د نري خالونو د پیداکیدو لامل ګرځي.
6.    د پوستکې د شدید درد لامل ګرځي.

د اسلامی حجاب نه  مرعات کول ددې لامل  ګرځې چې د انسان بدن په زیاته پیمانه د لمر وړانګې جذب کړي همدا علت دی چې په غربې نړی کې وګړي اسلامی لباس نه مرعات کوي او د انسانانو  زیاته فصیدي  لمر وړانګې جذبوي او په نتیجه کې  د پوستکي په مختلف ډوله سرطانونه  اخته کیږي .
په ورځیني ژوند کې هغه خلک چې خپل زیات وخت د لمر وړانګو لاندې تیروي او د دوې بدن  په زیاته پیمانه د لمر وړانګې جذبوي عبارت دي له، دهقان، باغوان، ماهي نیونکي، د اوسپنې پټلې کارکوونکي، نظامي پرسونل، د ساختمانونو کارکوونکي اونور دي .

 

د UV-A سره د مواجه کیدلو او د واښو سره د تماس نیول څخه وروسته په پوستکې کې بخار پیداکیدل.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب