د لوط (ع) ژوندلیک

 لوط(ع) زوی دهاران لمسي دتارخ – چی ورته آزرهم ویل کیږي – ده ،  دي دابراهیم(ع) دتره زوی ده، اوله لمړنیو ځوانانو څخه وه چی په ابراهیم(ع) باندي یی ایمان راوړ،کله یی چی وُویل : زه دخپل څښتن لورته ورځم کوم چی دلوی زور وقدرت څښتن ده ،( فآمن له لوط قال اني مهاجرالی ربي انه هو العزیز ملحکیم)
کله چی ابراهیم(ع) او دهغه ښڅه مصر ته په سفر باندي روان شول – لکه څنګه چی مو مخکي وُویل- لوط(ع) له دوی سره ملګري شو،ورسته بیا له ډیري شتمني سره له مصر نه بیرته شام ته راوګرڅید ل.

    په دي وخت کي ابراهیم(ع) ده ته وپرمایل چی د- سدوم- کلي ته لاړ شي کوم چی د غورزغر په ځمکه باندي پروت وه، او یبا هلته دخدای دیوالي لورته خلک راوُ بولي، چي په دي باندي ایمان راوړي چی الله یوده ،له هغه سره شریک نه  پیدا کیږي،او ورته ووایي چی دبوتانوعبادت اوپیروي پریږدي، اویوازي دیوه خدای عبادت وتابعت وکړي .

    مګرداچی ددي کلي – سدوم- خلک ډیرغله رازن اوخورا بدکاران وُه، نودلوط(ع) خبرو اوغوښتنوته یی غوږ کښی نه ښود، اود لوط(ع) نصیحت یی وانه وریده ،اوپه خپلوبدکاریو اوحرامیوکي روان اوسیدل.

    د دې کلي دخلکو له ډیرو لویو بدکاریو څخه چی تردوی نه مخمکي دخلکو ورسره پیږندنه نه وه،هغه دا چی دوی به دښځو په ځای له نرانو سره جنسي کارونه کول، اوښخي به یی له خپل طبیعي حق څخه بې برخي کړي وي، چی ددوی دا کار دالهی اوطبیعي قانون برخلاف ګڼل کیده.

   لوط(ع) به دوي له بدکاریو نه مني کول، اودخیروښو کارونو خواته به یی رابلل ترهغي پوري چی دوي دلوط (ع) له خبرو او غوښتنو نه نور ډیر په تنګ شول، او هغه ته یی وُویل چی ته یو دروغجن انسان یی ، او له دي کلي څخه به نوبهر کیږي.

   د- سدوم- دکلي خلکو په لوط (ع) باندي ډیره سختي راوستله،او په هرځاي کی  به یی دهغه سپکاوي کاوه، اودا اجازت به یي ورته نه ورکاوه چی دچا ازاد تګ وراتګ وکړي، اویادچامیلمه شي او یا بل څوک په خپل کورکي میلمه کړي، چی زموږ د دې زماني په خبرو کی ورته جبري اقامت وایو، چی انسان له ورکړې راکړې راشه ودرشې څخه بی برخي وي.

     دسدوم دکلي خلکوبه لوط(ع)او دخداي نو پیغمبران دروغجڼ بلل (كَذَّبَتْ قَوْمُ لُوطٍ الْمُرْسَلِينَ (160) .

   اوکله به چی له لوط(ع)سره دحق په ویلوکي ناکام شول ،نوبیا به یي ویل چی نور دلوط(ع) کورني له دي کلي څخه وُباسي، ځکه دوی هغه خلک دي چی له هغوبدکاریو څخه منې کول کوي کوم چي دهغو کول موږغواړو(فَمَا كَانَ جَوَابَ قَوْمِهِ إِلَّا أَنْ قَالُوا أَخْرِجُوا آَلَ لُوطٍ مِنْ قَرْيَتِكُمْ إِنَّهُمْ أُنَاسٌ يَتَطَهَّرُونَ (56)

   کله چی ددوی دبدبختیو جام په نسکوریدو راغي، اوله بدو کارونه ستانه نه شول،     اودپیغمرانوخبرو ته یی غوږونه ونه نیول ، دروغجن یی بلل،نور پاک الله دوي لره     دسزا دورکولو لپاره – جبریل ، میکاییل واسرافیل – راولیږل، چی ابراهیم(ع) لره راشي، اودزوی دروکولو په زیري باندي یی دپاک الله(ج) له لوري خوشحال کړي، که څه هم بوډاګان دي.    بیا ورسته – سدوم – ته دظالمانو دسزاورکولو لپاره لاړشي.

    ابراهیم(ع) دوي لمړی وُنه پیږندل چی دوي دلوی څښتن پریښتي دي، خوکله یی چی خواړه تیار کړل او دي دوی مخي ته یی وړاندي کړل، دوی وُویل چی موږ خواړه نه خورو،ابراهیم حیران پاتي شو،هغوي ورته وُویل مه ویریږه، موږ دڅښتن(ج)  استازي یو چی پاک الله به تالره زوي درکړي،ابراهیم وُویل چی داڅنګه موږ اوس خورا بوډاکان یاست، هغوی وُویل چی دا دالله غوښتنه همداسي ده،بیا ورسته یی ورته وُویل چی اوس موږ د- سدوم – کلی ته روانیږو ،چی په هغه کي ټول ظالمان تباه کړو،او هرڅه یی له منځ نه یوسو.

   دا چی ابراهیم (ع) یوخورا مهربان پیغمبر وه، ویی دغوښتل چی دکلي له ورانولو څخه ډه ډه وکړي، نوځکه یی پریښتوته وُویل : چی څرګه تاسو داسي کلي ورانوي چي په هغه کي ایمانداران او مسلمانان اوسیږي، هغوي ورته وُویل چی که چیري پکښی یوسړي ښه کاره او ایمانداره ږوند کولای موږبه نه وه وران کړي، ابراهیم(ع) ورته وُویل چی هلته زما دتره زوی اوسیږي، هغوی ورته وُویل چی دا پته موږ ته شته ،اوپه هغه باندي موږ تر هر چا ښه پو هیږو، اوته دهغه په هکله هیڅ فکر مه کوه ، پاک الله(ج) دلوط(ع) اودهغه دکورني ساتندوی ده.

   پرښتي نور دابراهیم(ع) له کوره وُوتلي او د – سدوم – لورته رواني شولي، زیړ مازدیګري وه چی د ـ سدوم –  کلي ته ورورسیدلي، دلوط(ع) کروندي ته ورغلې،       او سلام یی پري واچولو،لوط(ع) چی د دوی ښکلا وځوانۍ ته وکتل او په کلي کی یي بدکارۍ وبي پتۍ چي وکتل،نو وډار شو چي دوی ته په دي مجرم کلي کي کومه بي پتي وروانوړي، نو ویي غوشتل چي له دوی نه ځان خلاص کړي او په سلامتي باندې یي له کلي نه لري کړي،نو پښتنه یي ورڅخه وکړه چي تاسو څوک یاست او چیرته روان یي؟ خوپریښتو ځواب پریښود ورته وُیی ویل چی موږ دتا میلمانه یو،لوط(ع) وویل: چی داورځ په ماباندي ترټوورځو نه سخته ورځ ده ، ده خوداخبره ددي لپاره وکړله چی:

      1 / دظالم کلي خلکو په ده باندي بندیز لکولي وه ،چی دی هیڅوک نشي میلمه کولای، اوهیڅوک دي ده کورته نشي ورننوتلي.

   2/ بل داچی پریښتوخپل ځانونه دیر ښکلي ځوانان جوړکړي وه،او ددي کلي خلکو ځوانان تر ښځو څخه ډیر خوښول،که چیری مجرمان دشپي دلوط(ع) کور ته راشي لوط(ع) نشی کولای چی له هغوی څخه ساتنه او دفاع وکړي،اولوط(ع) ویریږی چی دهغه په کورکي هغوی ښکلوځوانانوته دلوط(ع) په وړاندي کومه بدنامي وروانوړي. نوځکه یی وُویل چی داورځ پرما باندي ترټولو ورځونه سخته ورځ ده.

     خو پریښتولوط(ع) ته وویل چی ته مه ورخطا کیږه ، ته موږ خپل کورته په داسي حال کي ورسوه چی هیڅوک موږ وُنه ویني، لوط(ع) خپل میلمانه کورته بوتلل، هیچا وُنه لیدل، یوازي دلوط(ع) ښځي هغوي ولیدل،ږرترږر دکلي خلکو ته وروُوَ تله او ورته ویی ویل چی لوط(ع) ډیرښکلي ځوانان کورته راوستلي دي،دي داکار ددي لپاره وکړل چی دا پخپله هم کافره وه،اودلوط(ع) تابعت به یی نه کاوه.

    لږورسته په توره شپه کی ډاکوګان مجرمان بدکاران دلوط(ع) کورته راغلل دروازه یی ورماته کړله، له لوط(ع) څخه یی وُغوښتل چی خپل میلمانه ښکلي ځوانان هغوی ته ورتسلیم کړي او که نه دهغه په مخکی به بدناموسي ورسره وکړي، لوط(ع) هرڅومره عذر وزاري چي هغوي ته وکړي ونه منل شوي، په پای کی یی ورته وویل چی زما دوه لوراني زما دمیلمنو دعزت دساتلو په بدل کی واخلی، داهم ونه ومنل شو،  هغه وه چی مجرمانو وظالمانو په لوط(ع) باندي تیری اووهل وټکول پیل کړل.

   پريښتوچی داحال ولید نور نو دصبرجام نسکور شو، جبریل(ع) هغوی ته په خپل وزرباندي دهغوي په مخ باندي ډز ودکړو، ټول بي سده اوپه سترګو باندي یی تیاره شوله توره شپه لا هم پري توره شوله ، بیرته خپلو کوروته وګرځیدل اولوط(ع) ته به یي ویل چی سبا به درسره ګورو یا لیوني ،لوط(ع) چی داحال ولید حیران پاتي شو ، ده ته داپته نوه چی دي ده میلمانه به پریښتی وي .

   ورسته پریښتو لوط(ع) ته وویل چی نور نو له دي کلي څخه وُوزه، چی نور داکلي د لوڅښتن(ج) په امر سره سباته ورانیږي،او سباون نږدي ده (إِنَّ مَوْعِدَهُمُ الصُّبْحُ أَلَيْسَ الصُّبْحُ بِقَرِيبٍ (81)

   لوط(ع) له خپلي کورني سره له کلي نه خپل وتل پیل کړل،له ده سره یوازي دِده دوه لوراني- أریثا و زغرتا – په ملګرتیا کي وي،اوښځه یی له کافرانوسره پاتي شوله

   وایی چی لوط(ع) د- صوعر- کلي ته چی خلک ورته – غورزغر- وایی لاړاو هلته پکښي میښت شو،او د-سدوم – په کلي دخدای عذاب راکوز شو، ښارونه یی سره لاندي باندي او کورونه ومالونه  یی تر خاورو لاندي شول .

   وایی چی جبریل علیه السلام دخپل وزر په یوه بڼکه باندي دې دوی ټول ښارونه چي شمیریی اوو-7- ته او دخلکو شمیر یی زرګونوته رسیده له ځمکي څخه یی پورته کړل ترهغي پوري چی دسپیو او چرګانو اوازونه یی داسمان پریښتو واوریدل، بیایی پرځمکه باندي پړمخي نسکور کړل چی هرڅه له خاروسره برابر شول اوظالمان ټول   دتیږزپه پرله پوسي باران کومي چی دهر ظالم نوم پری لیکل شوی وه که لری وه که نږدی وه ټول تباه شول، اودکليو وکورونویادیدل یی دبشریت لپاره کیسې وآثار پاتي شول چی عبرت ورڅخه واخستل شي.( فَلَمَّا جَاءَ أَمْرُنَا جَعَلْنَا عَالِيَهَا سَافِلَهَا وَأَمْطَرْنَا عَلَيْهَا حِجَارَةً مِنْ سِجِّيلٍ مَنْضُودٍ (82) مُسَوَّمَةً عِنْدَ رَبِّكَ وَمَا هِيَ مِنَ الظَّالِمِينَ بِبَعِيدٍ (83)

   ساینس پوهان هم داثابتوې چی د- مړه سمندر- اوبه ترنورو سمندروڅخه ډیرې تروشې وترخې دي او کثافت یي هم ترنورو تروشو سمندرو څخه ډیر ده،او له معدني تیږوڅخه یي داسي ښکاریږي چي له اسمان څخه په ډیرزورسره په شهابونو اونیزکونو باندي ویښتل شوی دی.

ورسته بیا لوط(ع) ترابراهیم(ع) پوري ورغی، او ورته دهغو اوو-7- کلیو کیسه یي ورته وکړه کوم  چي پاک الله(ج) په ډیره غوسه سره وران کړل، ابراهیم ورته وویل چي ماته پته شته لوط(ع) حیران پاتي شو ، بیا ابراهیم(ع) هغه ته حقیقت بیان کړ، ورسته دوی دواړو دیوه الله(ج) عبادت او نیکاري لورته بلنه راکوله ترڅو چي دخپل څښتن(ع) غیږي ته ورغلل.

انا لله وانا الیه راجعون.

    لیکوال : استاذ علي خان صافي.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب