د لوی اختر احکام، مسائل او آداب!

 ټول خير په اسلامي ارشاداتو کې دی او ټول شر د اسلامي ارشاداتو په مخالفت کې دی، نو ځکه مو دلته د اختر د ورځې ځنې مهم شرعی احکام او آداب ذکر کړی دي.

د اختر لمونځ:

پر چا چې د جمعې لمونځ فرض وي، په هغه باندې د اختر لمونځ واجب دی، د اختر د لمانځه وخت د لمر ختلو څخه د لمر تر زوال پورې دی .

د اختر د لمانځه طريقه:

د اختر د لمانځه طريقه دا ده چې لومړی نيت کول، بيا به امام په اوچت آواز او مقتديان په ورو سره تکبير ووايې، لاسونه به غوږونه ته پورته کوي، بيا به امام او مقتديان خپل لاسونه دې نامه لاندې وتړي، په ورو سره به ثنا ( ّسبحانک اللهم ) ووايې، د ثنا نه پس به امام په اوچت آواز او مقتديان په ورو سره دری تکبير ووايې، داسې چې د هر ځل تکبير ويلو په وخت کې به لاسونه غوږونو ته پورته کوي او بيا دې یې ښکته کوي، د دريم ځل تکبير وروسته به امام او مقتديان لاسونه په نامه وتړی، بيا به اعوذ بالله او بسم الله ويل کيږي، بيا به امام په اوچت آواز الحمدالله او قرائت ووايې، بيا به رکوع او سجده وکړي، دوهم رکعت ته به پورته شې، بسم الله ويل کيږی امام به فاتحه او قرآيت په اوچت آواز وايې، کله چې سورت ختم شې، د رکوع نه مخکې به د لومړي رکعت په څير دری ځله تکبيرونه ووايي، بيا به د الله اکبر په ويلو رکوع ته لاړ شي او لمونځ به د نورو لمونځونو په څير ختم کړي، ښه به دا وي چې دعا ونه کړي، خطبه شروع کړي خو که دعا وکړی هم باک نلری، امام به دوې خطبی ووايې او مقتديان به په خاموشې سره هغه اوري .

د اخترونو د لمانځه مسائل:

– د اخترونو د لمانځه د پاره آذان او اقامت نشته .
۲- په جُمعه کې خطبه د لمانځه نه مخکې ويل کيږي، د اختر په لمانځه کې د لمانځه نه وروسته .
۳- که د جُمعې لمونځ قضا شي نو د ماسپښين لمونځ به کوي، خو که د اخترونو لمونځ قضا شي څه نشته، که ډیر لمونځ کونکې پاتی وي، نو ځانته لمونځ کولای شي .

د اخترونو د ورځې سنت او مستحب کارونه:

۱- غسل کول او مسواک وهل .
۲- ښې جامې اغوستل .
۳- خوشبوئې لګول .
۴- په عيدګاه کې لمونځ کول (د اخترونو لمونځ خو په جومات کې کيدای شي، خو په عيدګاه کې يې کول سنت دي )
۵- سهار وختې پاڅيدل .
۶- عيدګا ته وختې ځان رسول .
۷- په لوی اختر کې د لمانځه نه وروسته قرباني کول .
۸- عيدګاه ته د تلو نه مخکې د څه شی نه خوړل او له لمانځه پس د خپلې قربانۍ نه څه خوړل او يا که د قربانۍ غوښه نه وي تياره شوې بل څه خوړل، مطلب دا چې د لمانځه وروسته خوړل د نبی کريم صلی الله عليه وسلم عادت مبارک ؤ.
۹- عيدګاه ته له يوی لاری، تلل او پر بله لار بيرته راتلل .
۱۰ د تشريق تکبيرونه ويل:
د عرفې د ورځې د سهار له لمانځه څخه د ديارلسم د ذوالحجې تر مازديګر پورې، يعنې څلور ورځې د فرض لمانځه نه پس ويل کيږي، همدارنګه دا تکبيرونه د عيدګاه د تګ په وخت کې هم ويل کيږي، چې په کوچني اختر کې په ورو سره او په لوی اختر کې په اوچت آواز لوستل کيږي.
دا تکبيرونه به نارينه په اوچت آواز او ښځې په ورو سره وايې دا تکبيرونه دا دي:
الله اکبر الله اکبر ، لا اله الا الله ، والله اکبر الله اکبر ، و لله الحمد. (حديث صحيح/ سنن بيهقي رقم ۵۹۲۵)

۱۱ – د اختر په ورځ د مړی غمرازی يا فاتحه خاني کول بدعت دی، همدارنګه د اختر ورځ د زيارت د پاره غوره کول بدعت دی.
۱۲ – د لهو لعبو او منکراتو نه ځان ساتل:
لکه موسيقي اوريدل، فلمونه کتل، د بيګانه ښځو او نارينه اختلاط، قمار، اسراف او داسې نورو څخه ځان ساتل .

آخري خبره :
مسلمانه وروره او مسلمانې خورې! دغه اختر د مينې او صله رحمۍ اختر دی، د خپلو خپلوانو زيارت، د خپلوي پالل، د کينې او بغض ترک کول، په فقيرانو او مسکينانو، کونډو او يتيمانو عاطفه او مهرباني او د هغوی سره مرسته او مدد کول او د هغوی زړونو ته خوشحالې داخلول له ياده مه باسې.

وصلى الله على نبينا محمد وعلى آله وصحبه أجمعين.

لیکنه: رحمت الله مومن

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب