د ماشومانو د ښې روزنې لپاره باید لاندې ټکو ته جدي پام وکړو

د ماشومانو په روزنه(تربیه) کې لاندې پنځه فکتورونه اساسي رول لري،چې عبارت دي له: ۱- کورنۍ ۲- ټولنه ۳- ملګرې ۴- ښوونیز مرکزونه ۵- میډیا
دلته هر فکتور په لنډ ډول ستاسو درنو لوستونکو ته وړاندې کوم.

۱- کورنۍ:

که څوک غواړې د هغه ماشومان ښه وروزل شي،نو باید د خپلې کورنی اصلاح ته دې ډیر توجو وکړې.
په یو کورنی کې د ماشومانو او بچیانو په روزلو کې ترټولو ډیرمسؤلیت مور،پلار او د کور مشران لري.
نوموړې مسؤلین باید د خپلو ماشومانو د روزلو لپاره  صحیح لارې چارې چې د اسلام په چوکاټ کې وې برابر او د  خپلو ماشومانو د ټولوکړنو(حرکات او سکنات) قوي کنترول کړې.
که چیرې الله ج مکړه د یو کورنی اکثریت غړې فاسقان او مفسدین وې،نو ماشومان او بچیان یې هم د همدغه کورنی په فکراو فرهنګ روزل کیژی او جامعې ته تقدیمیږي.
مونږ او تاسو باید د خپلو کورنیو په اصلاح او جوړونه کې ډیر کوښښ او زیار وباسو تر څو زمونږاو تاسو ماشومان چې د خپل ملت راتلونکي ټاکي ښه وروزل شي او دغه مظلوم ولس ته د آرامۍ ساه ورکړې.
د ننی عصر د ماشومانو غیر شرعی حرکات د کورنیو بې غوري ده.
غربیان او د هغوی غلامان پدې هڅه او کوښښ کې دي ترڅو زمونږ کورنی فاسد اود غربګرایی لور ته سوق کړې.
غربیان او د دوی غلامان پدې پوهیږي که چیرې د یوې کورنی د ټولو غړو تربیه او اخلاق د اسلام په چوکاټ کې برابر وې،نو مونږ نشو کولئ چې د دې کورنۍ ځوانان او پیغلې په راتلونکی کې د اسلام په ضد استعمال کړو.
نو لنډه دا چې د ماشومانو په روزلو کې تر ټولو لمړنۍ او مهم فکتور کورنۍ روزنه(تربیه )ده.

۲- اجتماع(ټولنه):

په دوهم پړاو کې د یو ماشوم په تربیه او روزنه کې ټولنه یا اجتماع مهم او اساسي رول لوبوي.
که چیري یو ماشوم په داسې یو ټولنه کې ژوند وکړې چې هلته د ټولنې تربیه اصلاح وي او په هغه ټولنه کې فسق،فجور ،فحشا او بې لاریتوب موجود نوي .د ټولنې ټول غړي پدې هڅه او کوښښ کې وې چې باید دغه ټولنه د اصلاح په لور سوق شي او ټول افراد او غړي یې د اسلامي شریعت د اصولو مطابق ژوند وکړې،نو ددغه ټولنې ماشومان به د اخلاقو،لیاقت او استعدادونو بیلګه وې.

برعکس که چیري یوه ټولنه فاسد او پدې ټولنه کې فحشا،ډمتوب،شراب خوري ،قمار او نور د شریعت خلاف کارونه آزاد وي،نو پدې ټولنه کې د یو ماشوم روزل د اسلام په چوکاټ کې ډیر مشکل دي.
زمونږ ننې ټولنې ټول فاسد شوي او ورځ تربلې د فساد په لور روان دي.غربیان او د هغوئ غلامان هم پدې پوهیژې که چیري په یو ټولنه کې اسلام حاکم او د شریعت ټول قوانین تطبق شي،نو مونږ نشو کولئ د دې ټولنې په افرادو خپل راج وچلوو.
نو مونږ او تاسو ته پکار ده،چې باید د خپلې ټولنې په اصلاح او اسلامي تربیه کې ډير کوښښ وکړو او ورځ تربلې خپل ټولنې د اصلاح په لور سوق کړو،تر څو له یوې خوا زمونږ په ټولنه کې فساد او فحشا کم او له بلې خوا زمونږ ماشومان او اولادونه په اسلامي روحیه تربیه شي

انجینرخالد عاطف

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب