د ماشومانو سنتول د ايډز احتمال کموي

 

د امريکا په متحده ایالاتو کې يوه روغتيايي مرکز د ماشومانو ختنه (سنتول) اړين بللي، او له خلکو يې غوښتي چې تر ۴۵ ورځو پورې په دې اړه خپل نظرونه وړاندې کړي، ترڅو یاد مرکز د نارينه ماشومانو د سنتولو په اړه خپله وروستۍ لارښوونه خپره کړي.

دغه امريکايي روغتيايي مرکز د د ختنې (سنتولو) په اړه د خپل ابتدايي لارښود په ترڅ کې په ځانګړي توګه زیاته کړې چې د ایچ آی وي ویروس د لېږد مخنیوي لپاره بايد د روزل شوو ډاکټرانو په لاس د نارينه ماشومانو ختنه کول ترسره شي.

د سنتولو په اړه ارزونو کې څرګنده شوې چې له دې پرته، چې د ایډز خطر کموي، د تناسلي ناروغۍ Herpes خطر هم په سلو کې له ۳۰ څخه تر ۴۰ پورې کموي. او د سرطان نارغيو سره اړيکه لرونکو ویروسونو په مخنيوي کې ستره ونډه لري.

د یادونې وړ ده، چې که غربیان اوس د سنتولو په ګټه پوه شول، خو د اسلام مبارک دين ډیر پخوا ګټور بللی او د ماشوم د یو حق په توګه يې په مسلمانانو لازم ګرځولی.

په دې اړه په یو حدیث کې چې د ابو هریره رضی الله عنه څخه روایت دی، رسول الله صلی الله علیه وسلم، فرمايي: «الْفِطْرَةُ خَمْسٌ الْخِتَانُ وَالِاسْتِحْدَادُ وَقَصُّ الشَّارِبِ وَتَقْلِيمُ الْأَظْفَارِ وَنَتْفُ الْآبَاطِ » یعنې پنځه شیان له فطرته دي، سنتول، له نامه لاندې ويښتان کمول، د بريتونو کمول، د نوکانو اخېستل، او د تخرګ ويښتان ويستل.

علماء کرام په دې حدیث کې د فطرت معنی سنت او دين کړې ده. او د سنتول یې واجب ګڼلي.

اجمل مومند

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب