د ماشومانو په روزنه کې د لوبو رول

د ماشومتوب د پېر له ځانګړنو يو هم لوبې کول دي. په دې پېر (دوره) کې لوبې کول د فعاليت يا کړنې يوه طبيعي چار ده، د ماشومانو لوبې په بېلابېلو وختونو يا د عمر په بېلابېلو پوړونو کې خپلې ځانګړنې لري، په لومړيو کې د ماشوم لوبې کول له توکو يا شیانو پيلېږي او بیا یې تر انسانه رسوي بيا درې يا څلور کلنۍ کې ډله ييزو لوبو ته مخه کوي. په دې لوبو کې ماشوم د لوبو قانونونه او مقررات زده کوي او له نورو سره مرسته کوي، چې په دې لوبه کې همکار اوسي او دا لوبې د ماشوم په ټولنيزه ودې او ټولنيزو اخلاقو کې ډېرې مرستندویه دي.لوبې د ماشومانو د روحياتو، استعدادونو او د ماشوم د روان پوهنې لپاره يوه ښه هنداره ده او د ماشومانو په پېژندنه کې کولای شو ورنه ښه ګټنه وکړو.

ماشومان نه شي کولای، هغه شيان چې ويني او فکر کوي، موږ ته یې تشريح کړي؛ نو په دې صورت کې لوبې موږ سره مرسته کوي، چې د هغوی په ژبې ډېر ښه پوه شو. که مو وکولای شول، چې د ماشومانو لوبې وپېژنو، نو موږ به توانېدلي يو، چې د هغوی فکرونه يا اندونه او عواطف هم وپېژنو. د لوبو ګټېلوبې کولای شي، چې د ماشومانو د روان، ودې، هيجان او ښه ژوند کولو په برخه کې ښه مثبت رول ولوبوي. د بېلګې په ډول موږ کولای شو، چې د ماشونو ځيرکي په لوبو کې معلومه کړو او له همدې لارې هغوی وهڅوو، چې خپل دغه استعداد ته وده ورکړي  او په پای کې به موږ د ماشوم د شخصيت په وده کې ستر رول ترسره کړی وي.

لوبې ښوونيزې ګټې هم له ځانه سره لري او کولای شي، چې د ماشومانو سره د هغو کارونو په زده کولو کې مرسته وکړي، کوم يې چې نه خوښېږي او ښايي د لوبو له لارې یې په غیر مستقيم ډول ور زده کړو. لوبې کول ماشومانو ته دننۍيا داخلي ارامي ور په برخه کوي او يو ډول د ارامۍ احساس ترلاسه کوي، په تېره بیا د مشرانو له خبرو او فرمايشي کارونو د ترسره کولو وروسته هغوی ته يو ډول خوښي ور په برخه کوي او ځان آرامه احساسوي. لوبې د ماشومانو هوډ ته غښتلتيا ور په برخه کوي او هغه هڅوي، چې لوبه په برياليتوب سره پای ته ورسوي. لوبې د ماشومانو هوښ، فکر، عزم او استعدادونه روزي او کېدای شي د هغوی ذهن ته ارامي ور په برخه کړي. د لوبو له يوې ښې ځانګړنې څخه د روحيې خوشاله ساتل دي، ځکه چې لوبې د خوښي ورکوونکو فعاليتونو څخه شمېرل کېږي، چې د خلکو په ژوند کې په تېره بيا د ماشومانو په ژوند کې د فکر په ښه ساتلو کې مثبت رول لوبوي. روزنيزې لوبې کومې دي؟ نن ورځ هغو لوبو ته روزنيزې لوبې ويل کېږي، کومې، چې د انسانانو روحي وړتيا ډېروي. موږ په خپل هېواد کې بېلابېلې لوبې لرو، چې د ماشومانو سره د ژوند په بېلابېلو پړاوونو کې مرسته کوي، که هغه بدني، ذهني، روحي او يا جسمي دي. د ښوونيزو لوبو ډولونهپه بېلابېلو وړکتونونو او ځایونو کې څلور ډوله لوبې معمول دي؛ لکه: لاسي لوبې، بدني لوبې، ننداريزې (نمايشي) لوبې، او بوختوونکې لوبې.

لاسي لوبې:

په دې ډول لوبو کې ماشومان له کوچنيو شيانو سره؛ لکه: واړه لرګي او يا هم نورو وړو شيانو سره سر او کار لري. دا ډول لوبې نورو کسانو ته اړتيا نه لري؛ بلکې په يوازې ځان سره کېږي او هر وخت چې دا واړه شيان د ماشوم په واک کې ورکړو نو موږ خپلې موخې ته رسېدلي يو، خو ګورئ، چې تاسې يې بايد څارنه وکړئ، هسې نه چې ځان ورباندې ژوبل کړي. بدني لوبې: په دې ډول  لوبو کې ماشومان بېلابېل کارونه لکه: منډې وهل يا ځغاستل، خېز وهل او يا هم په بايسيکل سورېدل ترسره کوي. له دې ډول لوبو څخه موخه له بېلابېلو کارونو سره د ماشومانو ډېره بلدتيا پيدا کېدل دي او همدارنګه د هغو توکو يا شیانو د کارونې په لارو چارو پوهېدل هم دي، چې له ماشوم سره په ښې روزنې کې ډېره مرسته  کوي.

ننداريزې يا نمايشي لوبې:

په ډې ډول لوبو کې زموږ ماشوم له نورو ماشومانو سره فرضي رول لوبوي او هغه داسې، چې په همدغو لوبو کې د ماشوم د راتلونکي ژوند هغه ټول ترخه او خواږه حقيقتونه نغښتي دي، چې دی به ورسره مخ کېږي. په دې لوبو کې د نانځکو ساعتيري او يا هم د نانځکو ودول او داسې نورې لوبې، چې د ماشوم ذهن د راتلونکو پېښو په اړه مخکې له مخکې څه ناڅه تياروي.  بوختوونکې لوبې: لکه څنګه، چې دا لوبې د تفريحي لوبو په ډله کې راځي خو بيا هم له نورو ډېرو لوبو سره توپير لري. هر وخت مو چې ماشومانو ته دا لوبې ورښوولې يا ورسره ترسره کولې؛ نو موږ بايد ځينې نور خاص توکي هم ورسره يو ځای کړو، چې ښوونيز اړخ هم په بر کې ونیسي او د ماشوم له ساعتيرۍ سره سره به مو ورته يو څه ورښوولي هم وي.

your ads

د لوبې له پيلولو مخکې بايد لاندينيو ټکو ته پاملرنه وکړو، چې عبارت دي له:

۱- پرېږدئ، چې ماشوم د خپل ځان لپاره فکر وکړي او په خپله خپلې لوبې خوښي کړي او څنګه يې چې زړه وي هغسې يې ترسره کړي او همدارنګه هغه ته ډېر وخت ورکړئ، هېڅکله هم ماشوم ته پرته له ځينو استثنايي وختونو منفي ځواب مه ورکوئ.
۲- پرېږدئ، چې ماشوم ځينې کارونه يا لوبې په خپله وکړي؛ لکه: له يوه لوښي بل لوښي ته اوبه اچول، د بېلابېلو مکعبونو جوړول او نور. له دې چې ډېره حوصله غواړي او کېدای شي ځينې شيان مو په ځمکه تيت شي، خو هغه ته بد رد مه واياست او يا يې مه منعه کوئ. موږ باید هغوی سره داسې چلند وکړو، چې هغه له لوبې هم خوند او هم زده کړه وکړي.
۳- له ۱۰ څخه تر ۱۵ دقيقو څخه ډېر وخت يوې لوبې ته مه ځانګړی کوئ، ځکه چې که هره لوبه ډېره ترسره شي هغه خپل اصلي خوند له لاسه ورکوي. د څلور کلنو ماشومانو لپاره تاسې کولای شئ، چې د هرې لوبې وخت له دې هم لنډ کړئ.

اخځليکونه 1ـ سادات، محمدعلى، (راهنماى پدران و مادران- شیوه هاى برخورد با کودکان)، تهران، د اسلامي فرهنګ چاپخونه، دريم چاپ، 1373. 2ـ حقدان، محمدعلى، (اصول و برنامه ریزى آموزش و پرورش پیش دبستانى)، تهران، د ماشومانو د روزنيزو خدمتونو مرکز، لومړی چاپ، 1374. 3ـ وینکلر، اډوارډ، اشټوکینګر، ماګډالن، (My Child’s world)، تهران، د فکر روز خپرونې، دريم چاپ، 1378. 4ـ اسپارک، برنارډ، د ماشومتوب په پېر کې روزنه، د آستان قدس رضوي د خپرونو مؤسسه، پنځم چاپ، 1374. 5ـ مهجور، سیامک رضا، روانشناسي بازي، شیراز، ساسان خپرندويه ټولنه، شپږم چاپ، 1378.

رفيع الله ستانکزی

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب