د ماشوم اړیکی له قران سره د ساتلو لپاره 25 لارښوونی:

د ماشوم اړیکی له قران سره د ساتلو لپاره 25 لارښوونې چې له کابله زموږ ملګري حاجي حبیب الرحمن ورور په یوه لیک کې موږ ته را استولې دي او موږ یې کټ مټ خپروو.

لاندینی لارښوونی باید په خپل ماشوم باندی په دوامدار ډول عملی کړو چی پدی کی د ماشوم مور ډیر مهم او اساسی رول لوبولی شی:
1- د حمل په موده کی قرآن ته غوږ شی
جنین پدی کار سره نفسی او روحی اغیزمن کیږی، کله چی د ماشوم مور تلاوت کوی یا ورته غوږ نیسی البته د راحت احساس کوی چی دغه احساس په جنین هم تاثیر کوی نو کښښ وکړی د حمل په موده کی ورځنی تلاوت وکړی لږ وی او که ډیر وی په ماشوم باندی اغیزه کوی ٠د ماشوم تلاوت
2- کله چی ماشوم د تی رودلو په حالت کی وی هم دقران تلاوت کوی او یایی اوری

په ورځ کی لس یا پنځلس دقیقی تلاوت چی وشی ښه به وی او دا تلاوت د ماشوم ذهن له قران سره روږدی کوی او په راتلونکی کی له ماشوم سره د قران په حفظولو کی مرسته کوی٠
3- د ماشوم په مخکی تلاوت کوی
4- ماشوم ته مو یو ځانگړی قران هدیه کړی

ماشوم ته دلو بو د اسبابو په څیر قران هم هدیه ورکړ او دا قران دده په نامه کړی٠
5- د قرآن ختم په ورځ یو محفل جوړ کړی

که تاسو دقران د ختم په ورځ کوم محفل برابر کړی او خپل ماشوم ته پکی یوه ډالی هم ورکړی د ماشوم شوق او علاقه له قران سره ډیریږی او هرکله پدی فکر وی چی کله به بیا قران ختموو٠

6- ماشوم ته مو د قرآن کیسی وکړی

د ماشومانو داخاصیت دی چی کیسی ډیری خوښوی نو تاسی مو ماشوم ته د قران کیسی ډیری کوی او د کیسو په منځ کی ورته هماغه مربوط آیت هم تلاوت کوی ترڅو د ماشوم اړیکی له قرآن سره ډیری شی٠

7- ماشوم ته قرانی مسابقی جوړول

که ممکنه وی مور دی خپل ماشومان په خپلو منځوکی په قرانی مسابقو سره بوخت کړی او یا مور تری داسی پوښتنی وکړی چی د ماشوم له سویی سره برابروی

مثلا: د قریش په سورت کی د سفر په کوم نامه یاد شوی ځواب یی رحله دی او یا د قریش په سورت کی د کال د فصلونو یادونه شوی دا کوم ځای دی ځواب یی الشتا؛ والصیف دی او داسی نوری پوښتنی چی د ماشوم له سویی سره برابری وی٠
8- محیطی عناصر له قرآن سره و تړی

لکه د مځکی ، اسمان ، ستورو ،سپوږمی او داسی نورو ارتباط له قران سره ښیی٠

9- قرانی مسابقی کوی

له ماشوم څخه پوښتنه کوی چی پلانی کلمه په کوم ځای کی ده نو هغه مجبوریږی له قرانی قاموس څخه استفاده وکړی چی پدی وخت کی له ډیرو آیتونو سره آشنا کیږی او ددی پوښتنو طریقه باید د ماشوم له سویی سره برابره وی لکه تری به پوښتنه کوی چی د الفلق کلمه په کوم ځای کی ده٠

 

10- قرآن مو له ماشوم سره ملگری کوی

په هرځای کی باید له ماشوم سره قران وی مثلا د عمه سپاره باید ورسره وی دا مو دماشوم روح آرام ساتی او د ډار او ویری پر وخت مطمین وی، البته ماشوم مو لمړی باید د قران په آدابو پوهولی وی٠
11- ماشوم مو په ځانگړو وسایلو له قران سره نیژدی وساتی

مثلا د قران د تلاوت سیډیانی او کیسټی ورته واخلی یا هغه قرانی تلویزیونی چینلونه ډیر نیسی چی تلاوتو نه په ښه غږ ږدی چی دا ډیر مهم دی ځکه ماشوم مو هم غواړی د هغو په څیر شی او ددی لاری ډیر هڅیږی

12- ماشوم ته مو تعلیمی سیډیانی واخلی

که ممکنه وی ماشوم مو په داسی سیډیانو عادت کړی چی ماشومانوته پکی قرانی یا دتجوید یا داسی نوری علمی ښوونه کیږی چی لدی لاری مو دماشوم تلاوت سمیږی٠

13- ماشوم مو مسابقاتو کی برخه اخستو ته وهڅوی
په جومات کی، مکتب کی او یا کور کی په مسابقاتو کی برخه اخستو ته مو ماشوم وهڅوی ځکه ماشوم هرکله غواړی جایزه وگټی او داهم د قران سره د علاقی او د حفظ ښه لاره ده٠

14- کله چی مو ماشوم تلاوت کوی غږ یی ثبت کړی

د ماشوم غږ ثبتول ماشوم دقران حفظ ته ډیر خوښی په ځانگړی توگه کله چی بیرته خپل غږ واوری نو احساس کوی چی دی هم کولای شی قران یاد کړی٠
15- د مکتب په پروگرامونو کی پری تلاوت وکړی

د مکتب له مدیر او یا له استاذ سره اړیکه ونیسی او ورته ووایی چی کله یی ماشوم تلاوت کوی غلطیانی یی اصلاح کوی چی پدی سره ماشوم دقران حفظ ته ډیر هڅیږی په ځانگړی ډول کله چی د استاذانو لخوا وهڅیږی٠

16- له ماشوم څخه مو قرانی کیسی اوری

کله مو چی ماشوم قرانی کیسی کوی تاسو ورته چپ کینی او داسی ښیی لکه چی هیڅ مو داکیسی نه وی او ریدلی او کله چی مو ماشوم غلطیږی تاسو یی غلطی ور ښیی٠
17- کله ناکله مو ماشوم د امامت لپاره مخکی کوی

کله ناکله مو ماشوم د امامت لپاره مخکی کوی او که د ماشوم امامت په نوافلو کی وی ښه به وی ٠
18- په کورنی حلقه کی مو ماشوم گډوی

په کورنی کی مو د تلاوت یوه حلقه جوړه کړی که ممکنه وی هره ورځ دا حلقه د 5 دقیقو لپاره کوی٠
19- ماشوم مو د جومات حلقی ته لیږی

دا دماشوم لپاره ډیره ښه ده او د تجوید په ښه کولو کی یی ورسره مرسته کوی٠
20- که مو ماشوم دقران په هکله درڅخه وپوښتل ښه ځواب ورکړی

که مو ماشوم دقران په هکله درڅخه کومه پوښتنه وکړه تاسو ښه په دقت او په طریقی ځواب ورکوی٠
21- ماشوم ته مو قرانی قاموسونه واخلی
له کابله د حاجي حبیب الرحمن ابراهیمي رااستول شوی لیک

ماشوم ته مو دهغه له سویی سره برابر د ماشومانو قاموسو نه واخلی ترڅو د معانیو په پوهیدو کی خپله خپل مشکل حل کړی٠
22- ماشوم ته مو دقران د تفسیر آسانتیاوی برابر کړی

ددی لپاره چی ماشوم مو په تفسیر څه ناڅه وپوهیږی د تفسیر سیډیانی ، کیسټی او کتابونه ورته واخله او هغه تفسیرونه ورته وانخلی چی پکی د مفسرینو اختلاف دی٠
23- ماشوم مو له اهل علم سره په ارتباط کی لری

ماشوم مو تل علماو ته ورولی له هغو سره یی ناسته پاسته ډیره کړی، ځکه دامو ماشوم ته داجرت ورکوی چی له علماو سره دیوی موضوع په اړه بحث وکړی٠
24- د ماشوم تعلیمی منهج له قران سره تړی

کوم کتابونه چی مو ماشومان په مکتب کی وایی له قران سره ارتباط ورکوی٠
25- ورځنیو احادیثوته له قران سره ربط ورکوی

مثلا ځنی احادیث د اسراف په اړه نازل شوی له قرانی ایاتو سره ارتباط ورکوی٠
لدی لارښوونو څنگه گټه اخلی؟
لمړی دا پاڼه پرینټ کړی

بیا دا لارښوونی په څو برخو وویشی آسانه او د تطبیق وړ تری جدا کړی او پری عمل وکړی

او هر کار مو دماشوم له سویی سره برابر سرته رسوی.

اسلامي لارښونې

جاويدخان سهاک

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب