د ماشوم بشپړه او مناسبه تغذیه

له شپږو میاشتو وروسته د مور پر شيدو سربېره په تدریجي توګه ماشوم ته د هغو خوړو ورکړه مناسبه تغذيه بلل کېږي چې د کورنۍ نور غړي هم ورڅخه ګټه اخلي.

ډېری شيدې خوړونکي ماشومان له شپږو میاشتو وروسته اضافي انرژۍ او خوړو ته اړتیا پیدا کوي چې دې ډول تغذیې ته تکمیلي تغذیه وایي.

که څه هم چې کېدای شي له شپږو میاشتو وروسته چې د ماشوم له زيږېدلو ۱۸۰ ورځې تېريږي، د مور شيدې هم کافي وي، خو لازمه ده چې په څنګ کې ورسره کرار کرار د نورو خوړو ورکول هم پیل شي تر څو ماشوم یې له خوړلو سره عادت شي.

یوه څه ته مو پام وي چې ماشوم ته د مور له شيدو پرته د نورو خوړو ورکړه باید له داسې ساده او نرمو خوړو پیل شي چې هضم یې ډېر اسانه وي. د مثال په توګه، کولای شی د لومړي ځل لپاره ورته د وریجو له اوړو څخه فرني جوړه کړی او ورو ورو یې غلظت زیات کړی او په راتلونکې کې ورسره نور غذایي مواد هم ګډ کړی، تر څو د ماشوم معده د کال په اخر کې د ټولو هغه خوړو لپاره تیاره شي چې د کورنۍ نور غړي ورڅخه ګټه اخلي.

ژباړه: حمیدالله حمیدي

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب