د ماشوم د زېږېدنې د کليزي لمانځل څه حکم لري؟

زما د يو خپلوان د زوی چی دوه کلن شو نو هغه لپاره يي کليزه نيولی وه زه هم ورته دعوت شوم نو هلته چې لاړم ماته  وويل شول چې ته يو دوه دری اياته تلاوت وکړه . ما چې  اوريدلی وه چي قران کريم د داسی شيانو لپاره نه دی نازل شوی چې څوک يي د رواجی شيانو لپاره کوی لکه زموږ په ټولنه کې نن سبا د فاتحی رواج  چې قران کريم په کي تلاوت کوی.  ما ورته وويل چي قران کريم د تلاوت کولو لپاره او په هغه عمل کولو  او بيا نورو ته د رسولو لپاره  نازل شوی دی او په ده دلیل می هم تلاوت ونکړه چې وروسته تری ټڼګ ټکور کيده نو زه په خپله خبره پاتی شوم او تلاوت می ونه کړه .

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

تاسې ډير ښه کار کړی دی الله جل جلاله دې نور هم په نيکيو توفيق درکړي .

د ماشوم د زږيدنې د کليزي لمانځل څه حکم لري

د قرآن او سنتو شرعي دلايل پدې دلالت کوي چه د زږيدنې د کليزې لمانځل په دين کې يو نوی پيدا شوی بدعت دی چه په اسلامې شريعت کې هيڅ اصل او بنياد نه لري او د دا ډول کارونو د دعوت اجابت جاير نه دی ، ځکه ددی ډول دعوت قبلول د بدعت په عمل باندې يو تشويق دي .

الله تعالي فرمايي: « أَمْ لَهُمْ شُرَكَاءُ شَرَعُوا لَهُمْ مِنَ الدِّينِ مَا لَمْ يَأْذَنْ بِهِ اللَّهُ»

آیا دغه خلک د خدای سره داسې شريکان نیسﺉ چه د دوی د پاره يې په دين کې داسې طريقې غوره کړی چه الله تعالی د هغې اجازه نه ده کړې . (شوری /۲۱ ) .

او فرمايي:« اتَّبِعُوا مَا أُنْزِلَ إِلَيْكُمْ مِنْ رَبِّكُمْ وَلا تَتَّبِعُوا مِنْ دُونِهِ أَوْلِيَاءَ قَلِيلا مَا تَذَكَّرُونَ (٣)»

(ای خلکو !) د هغه څه نه پيروي وکړئ چې تاسې ته د ستاسو د پالونکي له خوا نازل شوی دي او بې له خپل رب څخه د نورو د دوستانو په توګه پيروي مه کوئ ،لږ نصيحت منئ . (اعراف /۳ ) .

له پيغمبر صلی الله علیه وسلم نه په صحيح حديث ثابت دی چه فرمايي : «مَن عَمِلَ عَمِلاً لَيسَ عَلَيهِ أمرُنا فَهُوَ رَدٌّ»:).[1]

هر څوک چه داسې عمل تر سره کړي چه زمونږ له (دين ) څخه نه وي مردود دی .

او فرمايي : «خَيرَ الحَديثِ كِتابُ اللهِ، وَ خَيرَ الهَديَ هَديُ مُحَمَّدٍ صلی الله علیه وسلم ، وَ شَرَّ الأُمُورِ مُحدَثاتُها، وَ كُلَّ‌بِدعَةٍ ضَلالَةٌ»

غوره حديث د الله تعالی کتاب دی او غوره لاره او طريقه د محمد صلی الله عليه وسلم لاره او طريقه ده ، بدترين امور نوې مسائل دي او هر بدعت (نوي امور ) ګمراهي ده .

د ماشوم د زږيدنې د کليزې لمانځل بې له دې چې يو بدعت او منکر عمل دی په اسلام کې هيڅ اصل نه لري .

دا عمل د يهودو او نصاوو سره مشابهت دی ځکه هغوی د زږيدنې کليزه لمانځي رسول الله صلی الله عليه وسلم ددی ډول اعمال په اړه داسې خبرداری ورکوئ :

«لَتَتَّبِعُنَّ سَنَنَ مَن كانَ قَبلَكُم شِبراً شِبراً وَ ذِراعاً بِذِراعٍ؛ حتّي لَو دَخَلُوا جُحرَ ضَبِّ تَبِعتُمُوهُم. قُلنا: يا رَسُولَ اللهِ. اليَهُودُ وَ النَّصاري؟ قالَ: فَمَن؟!»

حتماً به دوی د هغوی لاره چې مخکې له تاسو ؤ (اهل کتاب ،يهود او نصار ) لويشت په لويشت او ګز په ګز تعقيب کړي تر دې چې که د کربوړې په غار ننوځي دوی به د هغوی څخه پيروي کوئ ، ومې ويل: ای رسول الله صلی الله عليه وسلم : هدف مو يهود او نصار دي ؟ ويې فرمايل نو څوک دي ؟

او د دې نه مطلب هغه کسان دي «مَن تَشَبَّهَ بِقَومٍ فَهُوَ مِنهُم»[4]

د مطلب خلاصه : که څوک د زږيدنې کليزه لمانځي او هغې ته ديني رنګ ورکوي نو دا عمل بدعت شو ، او که د دين جز يې نه ګڼې نو بيا هم خرافات او د کفارو تقليد دی چې له داسې اعمالو ځان ساتل پکار دي .

(فتاوي البلد الحرام –  مجموع فتاوا ومقالات متنوعة (4/283)

ژباړه او څيړنه : ان لاين اسلامې لارښود

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب