د ماشوم قد

د وزن د زياتيدو سره سم قد هم زياتيږي . اوسط قد د زيږيدني په مهال تقريبا ٥٠ سانتي متره وي چي تر يو کلني پوري ٧٥ سانتي متره ، تر ٢ کلني پوري ٨٥ سانتي متره ، او تر ٢ کلني وروسته د لاندي فورمول پواسطه تعين کولاي شو .
د قد اندازه ( سانتي متر ) = عمر په کلونو × ٥ سانتي متره + ٧٥ سانتي متره
د زيږيدني په وخت کي کښتني برخه نسبت پورتني برخي ته کمه وي وروسته  د ١٢ کلني عمر کي سره مساوي کيږي . د قد متاثره کيدل ډير عوامل لري مثلا : ارثي ، اندوکرايني ، تغذيوي ، فزيکي تمرين او امراض .
که چيري ماشوم ټيټ قد ولري خاصتا کښتني برخه ډيره لنډه وي بايد ( Achondroplasia  او Osteogenesis imperfect ته فکر وشي .

او که ماشوم داسي لنډ قد ولري چي تناسب يي صحيح نه وي نو ( Pituitary dwarf ) يي شايد تشخيص وي .
سر اندازه :- د زيږيدني په مهال٣٥ سانتي متره وي ،د ٦ مياشتني عمر کي ٤٤ سانتي متره ، يوکلني کي ٤٧سانتي متره ، دوه کلني کي ٤٩سانتي متره ، او پنځه کلني کي ٥١ سانتي متره ته رسيږي .
نوټ : پورتنی برخه د سر څخه تر نامه لاندی د وریښتانو د شنه کیدوترځایه پوری او کښتنی برخه د وریښتانو د شنه کیدود ځای نه بیا د پښوترتلو پوری ځخه عبارت دی .

Head circumference (cm) Age
35 -Birth
41- 3 months
44- 6 months
46- 9 months
47- 1 year
49 -2 year
50- 3 year
51 -5 year
جدول (١—-١ )
د سراندازه د دماغو د نشو د نما سره نژدي ارتباط لري . کوچني سر کيداي شي په ( Microcephaly او Cerebral dysplasia  ) حالتو کي وليدل شي . که د سر اندازه ډيره په چټکي پرمخ ځي نو بايد د ( Hydrocephalus ) و طرفته فکر وشي .

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب