د ماغزو  عضلې

د ماغزو  عضلې

د انسان د سر ماغزه په متوسط ډول تر ۱۴۰۰ ګرامو (۳ پونډه) پورې وزن لري. ماغزه لږ داسي ښکارې لکه شین خاورین چهار مغز. ماغزه کیدای شي له منځ نه په اوږدو په نیمه جدا شي چې هغه ته د ماغزو نیم کُره وايي. د ماغزو هره نیم کُره په څلورو عضلوویشل کيږي چې د  مارپیچو پردو په واسطه یو له بله جدا شوې.  هغه ژوره لیکه (درز) يي ژور او  مارپیچي برخه يي راوتلې برخه ده چې د ماغزو په سطحه د لیدلو وړ ده. هغه څو لايي برخې چې له ژورې او مارپیچې عضلوجوړ شوې هغه څه دې چې په کوپړۍ کې ځاییږي. د ماغزو د سطحې ټوله ساحه تقریبا ۳۲۴ انچ مکعب یا د یوې ورځپانې د بشپړ مخ په اندازه ده . هر شخص ځانګړي ژورې او مارپیچي شکلونه لري.

د ټنډې عضله

  • د منځني درز مخته واقع دي.
  • له دلایلو، پلانونو، د خبرو کولو او حرکاتو (د ماشین قشر)، احساساتو او ستونزو حل کولو سره کار لري.

که غواړی چې د ټنډې د غوټي په هلکه لا ډير پوه شئ نو یوه ناښاد کارګر کیسې ته به ولاړ شو چې په ۱۸۴۸ م کال کې يي په سر کې وسپنیز راډ ننوتی وه او دی لا ژوندی پاتې وه. په متعددالرسنیزه سلایدونو کې د ښاغلي ګیچ او ټنډې د غوټي په هلکه تفصیل ولولئ.

که تاسو د فانیاس ګیچ د ژوند په اړه د لیکل شوې کتاب د لوستلو لیوالتیا لرئ نو فانیاس ګیچ  و ازمویئ: د جان فلیشمن لخوا د ماغزو د ساینس په اړه وحشتناکه خو له حقیقته ډکه کیسه (بوسټن: هاټین میفلین کمپنی. ۲۰۰۲).

اهیانه يي یا جداري عضله:

  • د منځني درز شاته واقع ده.
  • د تحرک یا ادارک قوه ده چې له تماس، فشار، د حرارت درجه او درد سره کار لري.

د شقیقې عضله:

  • د افقي درز لاندي واقع ده.
  • د اورېدلو حس دی چې له زغیزو شیانو د تشخیص دنده په غاړه لري.

شاتینی عضله:  

  • د ماغزو په شاتینی برخه کې واقع ده، د جداري او شقیقې غوټې شاته.
  • د لیدلوري له مختلفو برخو سره کار لري.

آیا پوهیدئ؟

د ۱۹۹۸ د سپتمبر ۱۳مه د ښاغلي فانیاس ګیچ  د ژوبلې دو له ۱۵۰مې کالیزې سره سمون لري. په عصبي علومو کې فانیاس ګیچ   ته د یوه مشهور ناروغ خطاب کيږي. کله چې د هغه په کوپړی کې وسپنیږ راډ سلامت ننوت او د هغه د ټنډې د ماغزو ډیره برخه يي خرابه کړه. هغه په ډیر تعجب سره له پیښې وژغورل شو خو بیا يي ډير تغییر وکړ او ملګرو به يي هغه ته د کاملا متفاوت سړي خطاب کاوه.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب