د مالونو زکات ورکړئ کنه، له دې سخته انجامه ووېرېږئ!

د اسلام په اساسي لارښوونو کې دايمان او لمانځه څخه وروسته دزکات درجه ده، يعنې زکات داسلام دريم رکن دى. دزکات مطلب دادى چې که دکوم مسلمان سره ټاکلې اندازه مال اوشتمني وي نوهغه به هرکال ددغه مال شميرکوي اودخپل مال او دولت څلويښتمه برخه به غريبو، نادارو اوبيوزلو خلکو ته يا د نيکۍ په نورو اړوندو برخو کې ورکوي چې دزکات د لګښت لپاره الله تعالى او رسول الله صلى عليه وسلم ټاکلي دي.
(د زکات مسايل، احکام اودمصارفو بيان دفقهې په کتابونو کې وګورئ ياد علماوو څخه پوښتنه وکړئ

د زکات غوره والې او اهميت:
په قرآن مجيد کې ځاى پرځاى دلمانځه سره څنګ په ځنګ پر زکات ټينګاراوتاکيد شوى دى، که چيرې تاسې دقرآن مجيد تلاوت کړى وي نو په ډيرو ځايونوکې به تاسو لوستلې وي چې :
وَالْمُؤْمِنُونَ وَالْمُؤْمِنَاتُ بَعْضُهُمْ أَوْلِيَاء بَعْضٍ يَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَيَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنكَرِ وَيُقِيمُونَ الصَّلاَةَ وَيُؤْتُونَ الزَّكَاةَ وَيُطِيعُونَ اللّهَ وَرَسُولَهُ أُوْلَئِكَ سَيَرْحَمُهُمُ اللّهُ إِنَّ اللّهَ عَزِيزٌ حَكِيمٌ [التوبة: ٧١] يعنې ودروي لمونځونه اوورکوي زکاتونه.

اوڅوځايه دمسلمانانو لازمي صفت دابيان شوى دى چې ( و اقيموا الصلاة و اتوا الزکاة) يعنې هغوى ودروي لمونځونه او ورکوي زکات، له دې څخه معلومه شوه چې کوم خلک لمونځ نه اداکوي اوزکوة نه ورکوي هغوى په بنسټيزه توګه مسلمانان نه دي ځکه داسلام کومې خبرې اوصفات چې په اصلي مسلمانانو کې يې شتون اړين دى په هغوى کې نشته. په هرحال دلمانځه نه ادا کول اوزکات نه ورکول دقرآن مجيد د بيان سره سم دمسلمانانو صفت نه دى بلکه دکافرانو اومشرکانو صفت دى، دلمانځه په باره کې الله پاک فرمايلي دي

مُنِيبِينَ إِلَيْهِ وَاتَّقُوهُ وَأَقِيمُوا الصَّلَاةَ وَلَا تَكُونُوا مِنَ الْمُشْرِكِينَ [الروم: ٣١] (( او ودروئ تاسى لمونځونه اومه کيږئ تاسو له مشرکانوڅخه)).

او د زکات نه ورکول يې دمشرکانو اوکافرانوخوى اوعادت ښودلې دى.
قُلْ إِنَّمَا أَنَا بَشَرٌ مِّثْلُكُمْ يُوحَى إِلَيَّ أَنَّمَا إِلَهُكُمْ إِلَهٌ وَاحِدٌ فَاسْتَقِيمُوا إِلَيْهِ وَاسْتَغْفِرُوهُ وَوَيْلٌ لِّلْمُشْرِكِينَ ﴿6﴾ الَّذِينَ لَا يُؤْتُونَ الزَّكَاةَ وَهُم بِالْآخِرَةِ هُمْ كَافِرُونَ ﴿7﴾ [فصلت: ٦ – ٧] (( اوهلاکت دى لپاره دمشرکانو، هغه کسان چې نه ورکوي زکات اوهغوى له آخرت نه هم منکردي.))

د زکات د نه ورکوونکي لپاره درد ناک عذاب:
دزکات نه ورکوونکى به دډير بد او ناوړه انجام سره په قيامت کې مخامخ کيږي اوکومه سزاچې هغوى ته ورکول کيږي هغه دومره سخته ده چې په اوريدو يې دانسان غونى زيګيږي اوزړه ترې لړزيږي. په سورت توبه کې الله تعالى فرمايې:
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ إِنَّ كَثِيرًا مِّنَ الأَحْبَارِ وَالرُّهْبَانِ لَيَأْكُلُونَ أَمْوَالَ النَّاسِ بِالْبَاطِلِ وَيَصُدُّونَ عَن سَبِيلِ اللّهِ وَالَّذِينَ يَكْنِزُونَ الذَّهَبَ وَالْفِضَّةَ وَلاَ يُنفِقُونَهَا فِي سَبِيلِ اللّهِ فَبَشِّرْهُم بِعَذَابٍ أَلِيمٍ ﴿34﴾ يَوْمَ يُحْمَى عَلَيْهَا فِي نَارِ جَهَنَّمَ فَتُكْوَى بِهَا جِبَاهُهُمْ وَجُنوبُهُمْ وَظُهُورُهُمْ هَذَا مَا كَنَزْتُمْ لأَنفُسِكُمْ فَذُوقُواْ مَا كُنتُمْ تَكْنِزُونَ ﴿35﴾  [التوبة: ٣٤ – ٣٥] (( اوهغه کسان چې خزانه کوي سره زر او سپين زر اونه مصرفوي هغه په ليار دالله کې نوزيرې ورکړه هغوى ته په عذاب دردناک. هغه ورځ چې ډيرې ګرمې به شي دا خزانې په اورد جهنم کې، نوداغول کيږې به په دغو خزانو تندي دهغوى،اړخونه دهغوى، اوشاګانې دهغوى،اوويل کيږي به هغوى ته چې داهغه څه دي چې خزانه کړي وو تاسې لپاره دځانونوخپلو، نووڅکئ تاسې هغه څه چې خزانه کول به مو))

ددې آيت شريف دمضمون تفصيل رسول الله ﷺ په يوحديث کې هم بيان کړيدى.
(( مَا مِنْ صَاحِبِ كَنْزٍ لَا يُؤَدِّي حَقَّهُ إِلَّا جَعَلَهُ اللَّهُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ يُحْمَى عَلَيْهَا فِي نَارِ جَهَنَّمَ فَتُكْوَى بِهَا جَبْهَتُهُ وَجَنْبُهُ وَظَهْرُهُ حَتَّى يَقْضِيَ اللَّهُ تَعَالَى بَيْنَ عِبَادِهِ فِي يَوْمٍ كَانَ مِقْدَارُهُ خَمْسِينَ أَلْفَ سَنَةٍ مِمَّا تَعُدُّونَ ( سنن ابوداؤد)

(دکوم شخص سره چې سره زراو سپين زر يعنې مال او دولت وي اوهغه ددې څخه حق ادانه کړي (يعنې زکات او نورحقونه ترې ورنه کړي) نو د قيامت په ورځ به دجهنم په اورکې ډيرې زياتې تودې اوګرمې کړاى شي اوپه هغې سره به دده تندى، اړخونه اوشا داغول کيږي،ان ترهغې پورې چې الله تعالى دخپلو بندګانو ترمنځ په هغه ورځ کې پريکړه کوي چې ستاسې په حساب پنځوس زره کاله ده)يعنې هغه ته به پنځوس زره کاله دا سخت عذاب ورکول کيږي.

په ځينو مبارکو احاديثو کې دزکات دنه ورکوونکو لپاره له دې څخه دسختو عذابونو يادونه هم شوې ده.
الله تعالى دې مونږ ټول دخپل عذاب څخه وساتې ! الله تعالى چې کومو خلکو ته شتمني اودولت ورکړى دى که چيرې هغوى زکات ورنه کړي اودالله تعالى دحکم سره سم يې دالله تعالى په لياره کې ونه لګوي نو بې له شکه دغه ډير ناشکره اوډيرظالم دي اوهغوى ته چې په قيامت کې کوم سخت عذاب ورکول کيږي هغه په کامل ډول پرځاى دى.

زکات نه ورکول ظلم اودنعمت نا شکري ده:
ښايې په دې هم فکر وشي چې په زکات اوصدقاتوسره په اصل کې دخپلو بيوزلو او اړمنو وروڼو سره مرسته او کومک کيږي نودزکات نه ورکول په اصل کې پرخپلوبيوزلو او اړمنو وروڼو ظلم کول او ددوى حق خوړل دي.

وروڼو! لږ غوندې فکروکړئ ! زمونږ اوستاسې سره چې کوم مال اوشتمني ده دغه ټول د الله تعالى ورکړه ده اومونږ پخپله هم دهغه بنده ګان اوپيدايښت يو نو که چيرې هغه له موږ څخه ټول مال وغواړي بلکې دخپلو ځانونو دسرښندنې اوقربانولوکه هم راته ووايي نودازمونږ دنده ده چې پرته له ځنډه خپل هرڅه قربان کړو، داخو دهغه ډيره لويه مهرباني اوکرم دى چې دخپل ورکړي مال څخه يواځې دڅلويښتمې برخې دورکولو حکم يې کړى دى.

د زکات اجر اوثواب:
دالله تعالى بل ډيرلوى کرم،احسان اوښيګڼه داده چې هغه ذات دزکات،خيرات اوصدقې ډيرلوى اجر او ثواب ټاکلى دى، حال داچې دزکات ياصدقې ورکوونکي چې څه ورکوي نوهغه دالله تعالى له خپل ورکړي مال څخه ورکوي نو له دې کبله که چيرې الله تعالى په دې کوم اجر او ثواب نه ورکولاى نودابه په کامله توګه حق واى خو دا د الله تعالى ډيره زياته مهرباني اوکرم دى چې دهغه دراکړي مال څخه مونږ څه شى دهغه په حکم دزکات يا خيرات په توګه دهغه په لاره کې مصرفوو، نو الله تعالى په دې ډېرخوشحاليږي اوپه دې دډيرو سترو اجرونو او ثوابونو ژمنه فرمايي ! لکه چې په قرآن مجيد کې راغلي دي:

مَّثَلُ الَّذِينَ يُنفِقُونَ أَمْوَالَهُمْ فِي سَبِيلِ اللّهِ كَمَثَلِ حَبَّةٍ أَنبَتَتْ سَبْعَ سَنَابِلَ فِي كُلِّ سُنبُلَةٍ مِّئَةُ حَبَّةٍ وَاللّهُ يُضَاعِفُ لِمَن يَشَاءُ وَاللّهُ وَاسِعٌ عَلِيمٌ ﴿261﴾الَّذِينَ يُنفِقُونَ أَمْوَالَهُمْ فِي سَبِيلِ اللّهِ ثُمَّ لاَ يُتْبِعُونَ مَا أَنفَقُواُ مَنًّا وَلاَ أَذًى لَّهُمْ أَجْرُهُمْ عِندَ رَبِّهِمْ وَلاَ خَوْفٌ عَلَيْهِمْ وَلاَ هُمْ يَحْزَنُونَ ﴿262﴾  [البقرة: ٢٦١ -٢٦٢]

(( مثال دهغوکسانوچې خپل مالونه دالله په ليارکې لګوي ديوې دانې په شان دى چې اووه وږي ترې رازرغون اوپه هروږي کې سل دانې وي، اود الله پاک چې چاته خوښه شي نور يې هم ور ډيروي، الله پاک دپراخ رحمت څښتن اوپه هرڅه ښه پوه دى. هغه کسان چې خپل مالونه دالله په ليارکې مصرف کړي اوبيا دخپل خيرات پسې احسان اوضررنه تړي نو رب به يې پوره بدله ورکړي، هيڅ ډار به پرې نه وي اونه به غمژن کيږي)

په دې آيت شريف کې دزکات ورکوونکو اودالله په ليار کې دمصرف کوونکولپاره دالله تعالى له لوري درې ژمنې اووعدې فرمايل شوي دي: يوه داچې څومره هغه مصرفوي نوالله پاک ورته ددې په بدله کې په سلګونو چنده زيات ورکوي، دويم داچې هغه ته به ډير زيات اجر او ثواب په برخه او د لويو لويو نعمتونو څخه به برخمن شي اودريم داچې دقيامت په ورځ به په هغه هيڅ ډول ويره، خطر ،غم اوانديښنه نه وي. سبحان الله!

وروڼو! اصحابو کرامو دالله تعالى پردغوژمنو کامل اوپوره باوراويقين درلوده نوله دې کبله دهغوى حال داوو:
أُمِرْنَا بِالصَّدَقَةِ قَالَ كُنَّا نُحَامِلُ اوقَالَ كُنَّا نُحَامِلُ عَلَى ظُهُورِنَا (صحيح مسلم )

څه مهال به چې مونږ ته دصدقې اوخيرات امر او حکم وشونو مونږ به بارونه وړل يا داچې په خپلو شاګانو به مو دخلکوبارونه وړل( مزدوري به موکوله او هغه به موبياخيرات اوصدقه کوله).
کله به چې دالله تعالى په لاره کې دخيرات کولو دغوره والي اوثواب آيتونه پر رسول اللهﷺ نازل شول اودنبي کريم ﷺ څخه به يې واوريدل نوپه هغوى کې به چې څوک بيوزلي يا دصدقې لپاره مال نه درلوده نوهغوى به هم دخيرات کولو په اراده دمزدورۍ لپاره له کورونو څخه وتل او پرخپلو شاګانو به يې بارونه اوبوجونه وړل اوکومې پيسې به يې چې وګټلې دالله په لاره کې به يې مصرفولې.
دزکات داهميت،غوره والي اوفضليت په باره کې مونږ دلته د رسول الله ﷺ يو مبارک حديث ليکو:
(( ثَلَاثٌ مَنْ فَعَلَهُنَّ فَقَدْ طَعِمَ طَعْمَ الْإِيمَانِ مَنْ عَبَدَ اللَّهَ وَحْدَهُ وَأَنَّهُ لَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ وَأَعْطَى زَكَاةَ مَالِهِ طَيِّبَةً بِهَا نَفْسُهُ)) (سنن ابوداؤد)
(درې خبرې دي هر څوک چې هغه غوره او اختيار کړي نوهغه دايمان خوند اولذت وڅکلو: يو داچې يواځې دالله تعالى عبادت وکړي،دويم داچې پر لااله الاالله دهغه ريښتونې ايمان ،عقيده اوباور وي اودريم داچې هر کال دزړه په پوره خوښۍ سره دخپل مال زکات اداکړي.
نوکوم بنده ته چې دغه درې خبرې په برخه شي نوهغه به دايمان له لذت څخه برخمن شي. الله تعالى دې مونږټولو ته دايمان لذت اوخوند را په برخه کړي.

دزکات اوخيراتونو دنياوې ګټې:
دزکات اوخيراتونوکوم اجر، ثواب او انعام چې دالله تعالى له لوري په آخرت کې بنده ته ورکول کيږي ددې برسيره په دې دنيوي ژوندکې هم له دې څخه سترې اولويې ګټې لاسته ته راځي، دمثال په ډول:لومړې داچې دزکات اوخيرات ورکوونکي مومن زړه ډيرخوښ اوډاډمن وي، بيوزلي وګړي ورسره رخه اوحسد نه کوي بلکې هغوى دده ښه والى اوبهتري غواړي، دهغه لپاره دعا کوي،دمينې اومحبت په نظرورته ګوري، دنورو عامو وګړو په نظرونو کې هم ددغه انسان ډير قدر او درناوى وي، دټولو وګړو مينه اوخواخوږي ددغه انسان په برخه کيږي اوالله تعالى دهغه په مال کې ډيربرکتونه اچوي. په يو حديث شريف کې راغلي دي چې رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل چې الله تعالى فرمايې:
:أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ قَالَ اللَّهُ أَنْفِقْ يَا ابْنَ آدَمَ أُنْفِقْ عَلَيْكَ (بخاري)
(( رسول الله وفرمايل چې الله تعالى فرمايي: اي دادم ځويه! ته زما په اړمنو اومحتاجو بنده ګانو اود نيکۍ په نورو کارونو کې زما له لوري درکړى مال ولګوه نو تاته به پرلپسې نورمال هم درکوم).
په يو بل حديث شريف کې رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل:
((إِنْ كُنْتُ لَحَالِفًا عَلَيْهِنَّ لَا يَنْقُصُ مَالٌ مِنْ صَدَقَةٍ فَتَصَدَّقُوا )) (مسنداحمد)
(زه په دې باندې لوړه اوقسم کوم چې دخيرات اوصدقې په ورکولو مال نه کميږي نوتاسې صدقه کوئ.
(يعنې دالله پاک په لياره کې دمصرفولو په وجه) به کوم انسان بيوزله ،تش لاسې اومفلس نه شي). الله تعالى دې مونږ ته د رسول الله ﷺ پر دغو سپيڅلولارښوونو حقيقي ايمان اويقين راپه برخه کړي اوپه ډيرذوق اوشوق سره دې دعمل کولو توفيق راکړي. امين .
اسلام څه شی دی له کتاب څخه
دا کتاب له لاندې لینک څخه ډانلوډولی شئ

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب