د مالټې دوه ګیلاسه جوس وڅښئ او ماغزه مو تازه کړئ

د مالټې دوه ګیلاسه جوس وڅښئ او ماغزه مو تازه کړئ

لندن: مالټه د ويټامین C غوره سرچینه چې په خوړلو سره یې د پوستکي ښکلا، د سترګو وده او نمو او د وجود دفاعي سیستم پياوړی کيږي او همداراز د یوې نوې څیړنې پر اساس په ورځنۍ توګه د مالټې په خوړلو سره د مغزو په وړتیا کې هم نا اشنا زیاتوالی راځي.

د برطانیې د «ريډينګ» پوهنتون روغتیا پوهانو د خپلې یوې نوې څيړنې پر مهال د ۶۰ څخه تر ۸۱ کاله عمر لرونکو خلکو ته تر دوو میاشتو پورې هره ورځ د مالټې ۵۰۰ ملي ليټره د مالټې جوس ورکولو.

د برطانیې د «ريډينګ» پوهنتون روغتیا پوهانو د خپلې یوې نوې څيړنې پر مهال؛ د دوه میاشتو لپاره پر د ۶۰ څخه تر ۸۱ کاله عمر لرونکو خلکو؛ ۵۰۰ ملي ليټره د مالټې جوس وڅکلو. د څيړنې پر مهال د دغو خلکو په خبرو کې تعادل او برابروالی، مغزي وړتیاوو او اوریدلو حس او ځواب ویلو کې په تدريج سره غوره والی راغلی و. دغه روغتیا پوهان واېي؛ په مالټه کې د «فلووینویډز« په نوم کیمیاوي ماده په زیاته اندازه شتون لري چې د مغزو د پوهیدلو او معلوماتو د زیرمتون یوې مهمې برخې ’هیپو کمپس‘ پورې د سیګنال او پیغام رسولو پروسه پياوړي کوي.

روغتیا پوهان وایي چې د مغزې کړنو مغزو د تازه ساتلو لپاره دا اړینه نه ده چې هره ورځ د مالټي ټاکلې اندازه جوس وڅکۍ؛ بلکه د ذهن د تازه ساتلو او د ذهني وړتیاوو د پیاوړي کولو تر څنګ؛ د ځينو نورو ناروغیو څخه د خلاصون لپاره هم دغه څښاک په خپل ورځني څښاک کې شامل کړۍ ځکه دا یو طبیعي نبات دی چې وجود ته هیڅ ډول زیان نه لري.

سرچينه: نن ټکی آسيا

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب