د مالټې روغتیايي ګټې

مالټه یوه اندازه دA – B & C  ويتامينونه او همدارنګه زيات معدني مواد لري، په تيره بيا د سي ويتامين او زياتره کاني مواد يي د پام وړ دي. مالټه د کلسيمو، فلسفورس، اوسپني او د سي او أ په څير ويتامينونو او کاني موادو پر درلودلو سره د هډوکو د ودې او د غاښونو د ټينګښت او پياوړتيا له پاره خورا ګټوره ميوه ده.

همدارنګه مالټه د پروتينو او قند پر درلودلو سره يوه ګټوره ځواک بښوونکي مېوه ده، چې د بدن د عمومي پياوړتيا له پاره تري کار اخيستل کيږي.

د مالټو په اوبو کې د کاني توکو تر څنګ پوتاشيم هم شتون لري، چې د تشو متیازیو د زياتوالي سبب کېږي، چې په وسيله په بدن کې زهري مواد له بدن څخه وځي؛ خوښي او تازه والي رامنځته کوي، له قبضيت سره د مبارزې خورا غوره او طبيعي لاره له يوې څخه تر دوو پيالو پورې د مالټو د اوبو څښل دي.

د مالټو پوستکي د يو ډول ګازي توکو په لرلو سره مکروبي ضد خاصيت لري، چې د مکروب ضد مرهمو، د ښکلا د محلولونو د جوړولو او د طبي شربتونو د ښه بوي له پاره تيري کار اخيستل کيږي.

لیکوال: محمداغا ډاډمن

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب